تازه خبر
جمعه ۲۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۷

له پاکستانه ستنېدونکي کډوال: پر تورخم مو درمل او د کور توکي اخیستل کېږي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال وايي، پاکستاني سرحدي پولیس او ګمرکي چارواکي پر تورخم ترې درمل او کورني توکي اخلي. د ګمرک یو چارواکی دا ستونزه مني، خو وايي تجارتي توکو ته اجازه نه ورکول کېږي. کډوال غواړي، دواړه هېوادونه یې د اړینو توکو لپاره ځانګړې لاره جوړه کړي.

افغانستان ته ستنېدونکی سمیع الله وايي: «موږ جلال آباد ته ځو، زما د ورور کډه ولاړه، زه هم پسې روان يم، د کور شيان مې ټول تړلي دي، خو زما د ورور د کور له سامانه يې درمل او نور شيان په تورخم کې اخيستي وو او هغه يې نه ورسره پرېښودل، د کور لپاره مو بوره او اوړه اخيستي وو هغه يې هم راڅخه کښته کړي.»

په تورخم کې د ګمرکونو یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، دا ستونزه تایید کړه.

هغه ازادي راډیو ته وویل، چې خوراکي توکو او هغو شیانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د تجارت او کاروبار په ډله کې راځي او که درمل هم تر خپلې اندازې زیات وي، په همدې ډله کې شاملېږي.

د کور پر توکو سربېره، ګمرکي چارواکي د کډوالو څاروي هم اخلي او افغانستان ته یې د وړلو اجازه نه ورکوي.

د کور لپاره مو بوره او اوړه اخيستي وو هغه يې هم راڅخه کښته کړي
سمیع الله، له پاکستانه ستنېدونکی کډوال

د ګمرک دغه چارواکی د دې بندیز لامل داسې بیانوي: «د ترهګرۍ په کارونو کې به هلته موټرسايکلونه نيول شوي چې وايي دا له پاکستانه راغلي، او بل تجارت بند دی، که يو سړی له ځان سره د دوکان سامان وړي يا بل شی، خو اوس يې نه پرېږدي.»

په پېښور کې مېشتې یوې افغان زده کوونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې ستونزه یوازې د پاکستان له لوري نه ده، بلکې د افغانستان لوري ته هم درمل او ځینې نور توکي نه پرېښودل کېږي.

هغې زیاته کړه: «دا مسئله له اوسه نه ده، له پخوا ده، اول به هم د پاکستان له لوري بيخي په لږ مقدار کې درمل پرېښول کېدل، خو اوس دا ده چې افغانستان لوري ته اجازه نشته او هلته خو د پاکستان پر درملو پوره بنديز دی.»

افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وايي، د دواړو هېوادونو چارواکي دې د کډوالۍ پر مهال ورته یوه ځانګړې لاره جوړه کړي، څو خلک د اړتیا وړ توکي او د ناروغۍ لپاره درمل بې له بندیزه له ځانه سره یوسي.

له ۲۰۲۳ز کال راهیسې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا ۲.۳۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG