د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د نېټې په اړهیې پرېکړه نهايي کړې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظالله هاشمي وايي، د دې کمېسیون د سې شنبې د ورځې په غونډه کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو نېټه نهايي شوه او پرېکړه وشوه چې د راتلونکې هجري لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات په یوځای ترسره شي.
د ولایتي شوراګانو پخواني انتخابات هم د ولسمشرۍ له تېرو انتخاباتو سره یوځای ترسره شوي وو.
ښاغلي هاشمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل:
"کمېسیون نن د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به د راتلونکي ۱۳۹۸ هجري شمسي کال په پسرلي کې د وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي."
د اوسنیو ولایتي شوراګانو د کار دوره د روان هجري لمریز کال په عقرب میاشت کې پوره کېږي چې باید لپارهیې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې انتخابات شوی وی.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظالله هاشمي وايي، تخنیکي او مالي امکاناتو ته په کتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کړي.
- په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسوالۍ د شوراګانو انتخابات هم ځنډولي ایا دا انتخابات به هم د ولسمشرۍ انتخاباتو سره یوځای وشي؟
ښاغلي هاشمي وویل چې په دې اړه پرېکړه د ملي امنیت کمېټې ته راجع شوې چې د انتخاباتو د قانون له مخې کولای شي د څلور میاشتو لپاره د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه وکړي.
انتخابات له اوس څخه شااوخوا اته نیمې میاشتې وروسته ترسره کېږي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د اعلان شوې نېټې پر بنسټ دا انتخابات له اوس څخه شااوخوا اته نیمې میاشتې وروسته ترسره کېږي.
- ایا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په چمتووالو کې هم له انتقادونو سره مخ دی، په دې څو میاشتو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چمتووالی بشپړولی شي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظالله هاشمي وویل، د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره یو لړ نیول شوي چمتووالي به له دوی سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مرسته وکړي.
نوموړی وايي:
"تر ټولو لوی کار چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په درد خوري هغه «د رأی ورکولو» په شرایطو د پوره کسانو د نوم لیکنې پروسه ده. دا لېست چې موږ جوړوو، دا د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ انتخاباتو ته کارول کېږي او دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د رأی ورکولو په شرایطو د پوره کسانو یو لېست لري."
نوموړي زیاته کړه چې دوی ډاډمن دي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره به نورې چارې هم په دې موده کې بشپړې شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ګوندونو او یا اشخاصو د مشخصو کاندیدانو په اړه څه نهدي ویلي، خو په کابل په وروستیو کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف په نوم د یوې سیاسي ټلوالې د جوړېدو اعلان او د افغان سیاستوالو ترمنځ له نورو ناستو ولاړو څرګندېږي چې بېلابېل سیاسي لوري، سر له اوسه د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره په چمتووالي بوخت دي.
ګومان کېږي چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په شمول به د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي ډلو او څېرو ترمنځ د مبارزو شاهد وي.
په هېواد کې پراخې ناامنۍ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او تخنیکي ستونزې او سیاسي بېثباتۍ د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې ګڼل کېږي.