په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر افغانې معترضې ښځې، «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې» په درشل کې خبرداری ورکوي چې د امن کورونو تړل کېدو او د ښځو او نجونو په کار او زدهکړو محدودیت ښځې د کورني تاوتریخوالي په وړاندې لا زیانګالې او بېدفاع کړې دي.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیواله ورځ د نومبر په ۲۵مه لمانځل کېږي.
دیبا اکبري او شیذر صمیم، دوه افغانې کډوالې ښځې دي چې د سېشنبې په ورځ (د قوس ۳مه) یې په پاکستان کې په یوه اعتراضي غونډه کې ګډون کړی و.
دوی وویل چې له اساسي حقونو د ښځو محرومول د تاوتریخوالي یوه بڼه ده چې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.
دیبا اکبري ازادي راډیو ته وویل: "هغه ښځه چې نه د کار کولو فرصت لري، نه خوندي پناهځای او نه هم د عدالت غوښتنې لپاره کومه اداره، کېدای شي د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپ پاتې شي، داسې چوپتیا چې کله نا کلهیې بیه د هغې خپل ژوند وي. له اساسي حقونو د یوې ښځې محرومول، د هغې د ارادې ماتول، ازادۍ ترې اخیستل او د غږ چوپ کول یې هم د تاوتریخوالي بڼې دي."
شیذر صمیم چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګې په ورځني ژوند کې هم احساس کړي، باور لري چې اوسني وضعیت د تاوتریخوالي لمن نوره هم پراخه کړې ده.
هغه وايي: "زما په اند، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نوې پدیده نهده. له وروستیو تحولاتو څو کاله مخکې هم افغانې ښځې له کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو، له زدهکړو محرومیت، ګواښونو، سپکاوي او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ وې، خو هغه څه چې نن روان دي، د پخواني تاوتریخوالي دوام دی چې اوسیې لمن پراخه او شدتیې زیات شوی دی."
ملیحه افضلي چې د «برابرۍ لپاره د ښځو د چیغې غورځنګ» مشره ده او دغه اعتراضي غونډهیې تنظیم کړې وه، ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له منظم تاوتریخوالي سره مخ دي.
هغه وايي: "د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په وهلو ټکولو، وژلو او فزیکي ځورونې پورې محدود نهدی، ګواښونه، سپکاوی، رواني او جنسي ځورونه، جبري ودونه، له زدهکړو او کار څخه محرومول، د فردي او ټولنیزو ازادیو سلبول او په سیاسي او ټولنیزو پرېکړو کې د ښځو د ګډون مخنیوی هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګې دي."
اغلې افضلي زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي مبارزه یوازې د ښځو مسؤلیت نهدی، بلکې د ټولو افرادو، بنسټونو، حکومتونو او نړیوالې ټولنې ګډه دنده ده.
په عین حال کې، په افغانستان کې دننه هم له هېواده بهر اعتراضي غونډو سره په همغږۍ کې اعتراضونه شوي دي.
«د ښځو د همت شبکه» په افغانستان کې دننه د ښځو یوه معترضه ډله ده چې غړي یې د امنیتي اندېښنو له امله خپل هویت نهڅرګندوي.
د دغې شبکې غړو هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیوالې ورځې په درشل کې، په کابل کې په یوه بنده فضا کې اعتراضي غونډه کې، له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو، حکومتونو او د نړۍ له رسنیو وغوښتل چې د افغان ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي او کیسې یې له خلکو سره شریکې کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم د سېشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د یوې ښځې کور باید د هغې لپاره تر ټولو خطرناک ځای نهوي.
په کورني تاوتریخوالي کې د ښځو د زیانګالنې د زیاتېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ بنسټونه لهمنځه تللي دي.
په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال، د کورني تاوتریخوالي قضیې د حکومت اړوندو ادارو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو لهخوا څېړل کېدې.
په دغو بنسټونو کې د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم شامل وو.
همدارنګه، د هغو ښځو او نجونو لپاره چې د کورني تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ وې، خوندي کورونه جوړ شوي وو.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې افغانستان کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو خوندي کورونه منحل او وتړل شول.
د دغو بنسټونو د نشتوالي نتایج په څېړنیزو شمېرو کې هم څرګند شوي دي.
د ګارډین ورځپاڼې او «زن ټایمز» په نوم د افغان ښځو اړوند یوې خپلواکې رسنۍ د ګډې څېړنې له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۶ کال تر نیمايي مودې پورې، د افغانستان په شاوخوا ۱۰ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۳۱ ښځې د خپلو مېړونو یا د کورنۍ د نږدې غړو لهخوا وژل شوې دي.
ملګرو ملتونو په ټینګار سره ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودوونکو اقداماتو، په ځانګړې توګه د ښځو د خوندي کورونو تړل کېدو، زیانمنې ښځې تر پخوا زیاتې له خطر سره مخ کړې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د دفتر د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو حقونه په منظم ډول محدود کړي او په دې برخه کې یې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
افغان ښځې او نجونې د زدهکړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
ازادي راډیو د دغو شمېرو او د ښځو د وضعیت په اړه د طالبانو د چارواکو د نظر معلومولو لپاره د هغوی له ویاندویانو سره اړیکه ونیوله، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې کوم ځواب ترلاسه نهشو.
د طالبانو چارواکو دریځ دا دی چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هم په خپلو اعلامیو کې د کورني تاوتریخوالي د ځینو قضیو د څېړلو او د «جبري ودونو» د مخنیوي خبر ورکړی دی.
په نړیواله کچه هم، ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې د قوس په درېیمهیې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې تر ۴۷ زرو ډېرې ښځې او نجونې د خپلو مېړونو، د ژوند د شریکانو او یا د کورنۍ د نږدې غړو لهخوا وژل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، دا شمېرې ښيي چې په اوسط ډول په هر ساعت کې پنځه ښځې یا نجونې وژل شوې دي.