تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۷

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۵ کال کې له ۴۷۰۰۰ ډېرې ښځې او نجونې د ژوند د ملګري یا نږدې خپلوان په لاس وژل شوې دي

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه

د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې له ۴۷۰۰۰ څخه ډېرې ښځې او نجونې د خپلو مېړونو، نږدې ملګرو (شریکانو) یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل شوې دي؛ دا شمېره په اوسط ډول په هر ساعت کې د پنځو ښځو او نجونو د وژل کېدو ښکارندويي کوي.

دا راپور چې د سه شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه (د قوس/لیندۍ دریمه) خپور شو، ښيي چې د هغو ښځو شمېر چې د خپلو نږدې کسانو له خوا وژل شوي، د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون نه دی موندلی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دا راپور وايي، له هغو ۷۸۰۰۰ ښځو او نجونو څخه چې تېر کال د قصدي وژنو ښکار شوې وې، شاوخوا ۶۰ سلنه یې د ژوند د ملګرو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، دا شمېرې په کورني چاپیریال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام په ګوته کوي او پر دې ټینګار کوي چې باید نه یوازې په نږدې اړیکو کې، بلکې د کورنۍ په پراخ جوړښت کې هم د تاوتریخوالي ستونزې ته پاملرنه وشي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ښځو د حقونو فعالان او سازمانونه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت، په ځانګړې توګه واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، ژوره اندېښنه لري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د ژوند د ملګري (مېړه، کوژدن) یا د کورنۍ د نږدې غړو له خوا د وژل شویو افغان ښځو او نجونو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.

خو ګارډین او د افغان ښځو اړوند یوې خصوصي رسنۍ (زن ټایمز) په یوه ګډه څېړنه کې راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست د ۲۰۲۶ کال تر نیمايي پورې په لږ تر لږه لسو ولایتونو کې ۲۳۱ ښځې د خپلو مېړونو او کورنۍ د نږدې غړو له خوا وژل شوي.

ملګرو ملتونو په وار وار څرګنده کړې چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو محدوونکي اقدامات له هغې ډلې د ښځو د امن کورونو تړل د دې لامل شوي چې زیانګالې ښځې لا له خطر سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې (UN Women) استازې سوزان فرګوسن، په دغه هېواد کې د ښځو وضعیت خورا ناوړه بللی دی.

هغې ویلي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه محدود کړي او په دې اړه یې له ۱۰۰ څخه ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو راهیسې، په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده کړې، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره هم مخ دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

​
XS
SM
MD
LG