افغان‌ایوک: پاکستان ته د افغانانو د ایستلو ځانګړې الوتنې لغوه شوې

ارشیف، یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې په پروسه کې له افغانستانه امریکا ته ولېږدول شول.

په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې «افغان‌ایوک» مشر شان ون‌دایور وايي، پاکستان ته د افغانانو د ایستلو ځانګړې الوتنې د اوس لپاره لغوه شوې دي.

هغه په یوه وېډیو کې چې د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» یې پر اېکس‌پاڼه خپره کړې، ویلي دي: "په محکمه کې د شویو څرګندونو له مخې، ټاکل شوې چې بله الوتنه د ډسمبر په میاشت کې ترسره شي، خو ډېری هغه افغانان چې مؤقتي مرکزونو ته لېږدول شوي و، بېرته د توقیف اصلي مرکزونو ته ستانه شوي او دا یو ښه پرمختګ دی. دا په دې معنی ده چې په اوس وخت کې په نږدې راتلونکي کې د هغوی د لېږدولو کوم پلان نه‌شته. البته وضعیت بدلېدای شي."

د امریکا د کورني امنیت وزارت د ون‌دایور د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د دغې الوتنې د پلان له تأییدولو ډډه کړې وه.

د دغه وزارت ویاند د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته ویلي و چې د عملیاتو د امنیتي دلایلو او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د افغانانو د ایستلو راتلونکي عملیات نه‌تأییدوي.

شان ون‌دایور چې د امریکا پخوانی پوځي او په کالیفرونیا کې مېشتې د دغې نادولتي ادارې مشر دی، روانه اوونۍ د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا د هغو افغان سرتېرو، ژباړونکو او نورو افغانانو څومره پوروړې ده چې په دغه هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي، وویل: "دا خیرات نه‌دی، بلکې یو پور او یوه ژمنه ده. ژباړونکو، سرتېرو، د سفارت ساتونکو او هغو ښځو چې زموږ له ځانګړو ځواکونو سره‌یې کار کړی، یوازې د معاش لپاره له موږ سره همکاري نه‌ده کړې، که څه هم معاشونه‌یې اخیستل. هغوی ځکه له موږ سره کار وکړ چې امریکا ترې غوښتي و او ژمنه‌یې ورسره کړې وه چې ملاتړ به‌یې کوي. د دواړو ګوندونو ولسمشرانو دا ژمنه کړې وه او کانګرس ورته قانوني بڼه ورکړه. دا اخلاقي مسؤلیت، یوه ساده مسئله ده، هغوی پر خپله ژمنه ودرېدل او اوس موږ هم باید پر خپله ژمنه ودرېږو."

د نومبر میاشتې په پیل کې څو امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا پلان لري ۱۵۰ افغانان د لوئېزیانا له ایالته په یوې الوتنه کې د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته، د امریکا د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو چې ډېری یې ډیموکراتان دي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک وین مولېن ته په یوه لیک کې د دغو افغانانو د احتمالي ایستلو د درولو غوښتنه وکړه.

د نومبر په درېیمه یوې محکمې د څلورو ورځو لپاره د دغه اقدام د مؤقتي درولو حکم صادر کړ. وروسته، د نومبر په اوومه، دغه حکم د پای د نېټې له ټاکلو پرته وغځول شو.

د دغو ۱۵۰ افغانانو د ایستلو پلان د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

یو شمېر افغانانو ازادي راډیو ته ویلي چې د خپل برخلیک او د کورنیو د نورو غړو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

په امریکا کې مېشت افغان فعال ظریف امین‌یار تېره اوونۍ د کالیفرونیا ایالت په سکرمنټو ښار کې یوې غونډې ته وویل چې افغانې کورنۍ له وېرې سره مخامخ دي او اندېښنه لري چې هغه هېواد چې دوی د خوندیتوب لپاره پناه وروړې، نور یې غږ نه‌اوري.

په دې اړه نور:

د افغانانو د ایستلو په اړه اندېښنې؛ کانګرس کې د یوه نوي قانون د تصویب هڅې روانې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې مخکې له امریکا څخه د دغو افغانانو د ایستلو د راپورونو په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان له نوم اخیستو پرته‌یې له درېیمو هېوادونو غوښتي و چې د "لنډمهالو امتیازونو" د ترلاسه کولو لپاره دې د نورو هېوادونو د وګړو پر برخلیک معامله نه‌کوي.

په همدې حال کې، یو شمېر فعالانو او د امریکا د کانګرس غړو په دې وروستیو کې د یوې نوې قانوني طرحې ملاتړ کړی چې هدف‌یې په امریکا کې مېشتو زرګونو افغانانو ته د اوږدمهاله خوندیتوب برابرول دي.

ډیموکراتان به د امریکا په کانګرس کې د نومبر په میاشت کې د اکثریت له ترلاسه کولو وروسته وکولای شي چې په جنوري کې پر دغې طرحې د رأی اچونې موضوع مطرح کړي.