د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۵

افغان ایواک یو ځل بیا له ۱۵۰ څخه د زیاتو افغانانو د احتمالي ایستلو خبرداری ورکړ؛ طالبانو یې په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړه

آرشیف
آرشیف

د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې «افغان ایواک» مشر شان وان دایور یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره ښايي د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دوهمه له ۱۵۰ زیات افغانان له لویزیانا ایالته په الوتکه کې پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.

وان دایور د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې په دغو کسانو کې ډېری د هغو افغانانو د کورنیو غړي دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې خدمت کړی دی.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د امریکا له کانګرس او سپینې ماڼۍ سره اړیکې ونیسي او د دې الوتنې د مخنیوي غوښتنه وکړي.

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټنه یې غوښتي چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤولانه چلند وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه هر ډول پرېکړه باید د دواړو لورو په همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره وشي.

په اعلامیه کې له درېیمو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د لنډمهاله امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانانو د خوندي، باعزته او داوطلبانه راستنېدو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز د درېیو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې په لویزیانا کې لسګونه افغانان نیولي او د هغوی د ایستلو پلان لري.

د ورځپاڼې په وینا، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې او افغانستان ته په ستنېدو سره ښايي له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.

بلخوا، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د اکتوبر په دېرشمه محکمې ته په سپارل شوي سند کې تایید کړې چې د یوې ځانګړې الوتنې منزل پاکستان دی او وروسته به اړوند کسان افغانستان ته لېږدول کېږي.

د «افغان ایواک» ټولنې په وینا، د ځینو افغانانو د ایستلو په حکمونو کې افغانستان د مقصد هېواد په توګه یاد شوی، خو پاکستان پکې نه دی ذکر شوی. دې موضوع د دغو کسانو د قانوني حقونو او خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

وان دایور همدارنګه له کانګرسه غوښتي چې افغانانو ته د موقتي خوندي وضعیت یا ټي پي اېس د برابرولو لپاره قانوني اقدام وکړي، څو له احتمالي ایستلو خوندي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وړمه ورځ د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه پوښتنه د کورني امنیت وزارت ته راجع کړې ده. د کورني امنیت وزارت بیا د دغو عملیاتو د جزئیاتو له تایید یا ردولو ډډه کړې او د امنیتي ملحوظاتو له امله یې د معلوماتو له شریکولو انکار کړی دی.

د ټرمپ اداره د کډوالۍ په برخه کې خپل سخت اقدامات د ملي امنیت او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره اړین بولي.

په عین حال کې د کډوالو د حقونو د ملاتړ امریکايي سازمان «هیومن رایټس فرسټ» (Human Rights First) ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې له لویزیانا ایالته پاکستان ته د افغانانو د لېږد یوه الوتنه د سې شنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه، ترسره شي. خو تر اوسه امریکايي چارواکو رسماً دا موضوع نه ده تایید کړې.

پاکستاني چارواکو هم په دې اړه تر اوسه رسماً څرګندونې نه دي کړې.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي د ازادي راډیو د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا کمېشنري له موضوع خبره ده که نه، وویل چې دا د دوو هېوادونو ترمنځ مسئله ده او په دوی پورې اړه نه لري. خو نوموړي ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد باید کډوال په زور له خپلې خاورې ونه باسي.

د افغان کډوالو د حقونو مدافعان اندېښنه لري چې په داسې حال کې چې پاکستان په وروستیو کلونو کې په پراخه کچه افغان کډوال ایستلي دي، دې هېواد ته د دغو کسانو لېږدول ښايي افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو لامل شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG