پاکستان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر (یواېناېچسيار) وايي چې دوی امریکا څخه دغه هېواد ته د لسګونو افغانانو د ستنولو په هکله د رسنیو راپورونه کتلي، نور معلومات نهلري او دغه اداره په دې موضوع کې ښکېله نهده.
راپورونه وايي چې د امریکا حکومت لسګونه افغانان له دغه هېواده پاکستان ته استوي چې وروسته افغانستان ته واستول شي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي د دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۱مه» ازادي راډیو ته وویل چې دا د دواړو هېوادونو پاکستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه مسئله ده، خو کډوال یا پناه غوښتونکي باید په زوره ستانه نهشي.
قیصر افریدي وايي دوی ته دا معلومات هم نهشته چې څه شمېر افغانان پاکستان ته استول کېږي.
دی زیاتوي: "داسې څه د رسنیو راپورونه زه هم ګورم چې څه خلک به هغوی د پاکستان په لاره افغانستان ته استوي، خو په دې اړه موږ ښکېل نهیو، دا د دواړو هېوادونو [امریکا او پاکستان] ترمنځ څه دوه اړخیزه داسې څه که شته، خو موږ سره په دې اړه څه معلومات نهشته، خو موږ دا وایو که هر ځای کې وي که کډوال وي یا پناه غوښتونکي وي او په هغو ملکونو کې یې پناه اخیستې وي، که پاکستان دی که نور لوېدیځ دی یا امریکا ده یا هر ځای دی، باید چې هغوی، په زور بېرته افغانستان ته ونهلېږي."
امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې «افغانایواک» مشر شان واندایور خبرداری ورکړی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت ښايي له ۱۵۰ زیات افغانان پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایهیې افغانستان ته واستوي.
ټاکل شوې وه چې د دغو کسانو الوتکه د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ د پاکستان په لور والوځي.
واندایور د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې په دغو کسانو کې ډېری د هغو افغانانو د کورنیو غړي دي چې له امریکايي ځواکونو سرهیې خدمت کړی دی.
نوموړي له خلکو غوښتي و چې د امریکا له کانګرس او سپینې ماڼۍ سره اړیکې ونیسي او د دې الوتنې د مخنیوي غوښتنه وکړي.
د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټنهیې غوښتي چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤلانه چلند وکړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه هر ډول پرېکړه باید د دواړو لورو په همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره وشي.
اعلامیه پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي په درېیمو هېوادونو غږ کوي چې "د لنډمهاله امتیازاتو" لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونهکړي.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز د درېیو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې په لوئېزیانا کې لسګونه افغانان نیولي او د هغوی د ایستلو پلان لري.
د ورځپاڼې په وینا، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سرهیې همکاري کړې او افغانستان ته په ستنېدو سره ښايي له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.
بلخوا، اسوشیټډ پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د اکټوبر په ۳۰مه محکمې ته په سپارل شوي سند کې تأیید کړې چې دغه کسان په خاصه الوتنه کې پاکستان او وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.
د «افغانایواک» ټولنې په وینا، د ځینو افغانانو د اخراج په حکمونو کې افغانستان د مقصد هېواد په توګه یاد شوی، خو پاکستان پهکې نهدی ذکر شوی.
دې موضوع د دغو کسانو د قانوني حقونو او خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
واندایور همدارنګه له کانګرسه غوښتي چې افغانانو ته د مؤقتي خوندي وضعیت یا «ټيپياېس» د برابرولو لپاره قانوني اقدام وکړي، څو له احتمالي ایستلو خوندي شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وړمه ورځ د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه پوښتنه د کورني امنیت وزارت ته راجع کړې ده.
د کورني امنیت وزارت بیا د امنیتي ملحوظاتو له کبله د دغو عملیاتو د جزئیاتو له شریکولو ډډه کړې ده.
د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د کډوالۍ په برخه کې خپل سخت اقدامات د ملي امنیت او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره اړین بولي.
په عین حال کې د کډوالو د حقونو د ملاتړ امریکايي سازمان «هیومن رایټس فرسټ» ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې له لوئېزیانا ایالته پاکستان ته د افغانانو د لېږد یوه الوتنه د سې شنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه، ترسره شي، خو تر اوسه امریکايي چارواکو رسماً دا موضوع نهده تأیید کړې.
پاکستاني چارواکو هم په دې اړه تر اوسه رسماً څرګندونې نهدي کړې.