د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي. د امریکا یوه چارواکي او د پخوانیو امریکايي سرتېرو او د کډوالو د حقونو د ملاتړ یو ائتلاف د اکتوبر په ۳۰مه دا خبره کړې ده.
د «افغان اېواک» ادارې مشر شان واندایور ویلي، په هغو افغانانو کې چې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي، ډېری یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته تللي دي.
نوموړي زیاته کړې، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او کورنۍ یې د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ کېدای شي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې له امریکا یې وباسي. اټکل کېږي چې د افغان کډوالو د ایستلو لومړۍ الوتنه د نوومبر په دوهمه ترسره شي.
نیویارک ټایمز: د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې له امریکا یې وباسي.
امریکا یوه چارواکي ویلي، دغه افغانان به د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي؛ ځکه واشنګټن له طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او نه شي کولی په مستقیم ډول افغانستان ته د هغوی د ستنولو چارې تنظیم کړي.
د ټرمپ اداره وايي، د کډوالو په وړاندې سخت اقدامات او د هغوی د ایستلو بهیر د امریکا د کورني امنیت د پیاوړتیا لپاره دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د چا د ایستلو د عملیاتو د جزئیاتو له تاییدولو ډډه کړې او د دې کار دلیل یې د عملیاتو د امنیت خوندیتوب بللی دی.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه ویاند په دې اړه چې ایا دا راپورونه تاییدوي چې امریکا یو شمېر افغانان پاکستان ته استوي، تېره اوونۍ د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې بې له دې چې دا راپورونه رد یا تایید کړي، په لیکلي بڼه وویل: «موږ یو ځل بیا پر خپل دې دریځ ټینګار کوو چې ټول هېوادونه باید وکولی شي خپلې پولې او د کډوالۍ بهیرونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د خپلو وګړو خوندیتوب، امنیت او هوساینه تضمین کړي.»
تر دې مخکې امریکا افغانستان یا پاکستان ته افغانان بېرته نه دی استولي.
امریکايی رسنۍ، سيبيایس نیوز د اګست په میاشت کې د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و چې یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اتباع له امریکا څخه افریقايي هېوادونو ته په داسې حال کې استول شوي چې دا افغانان له دغو افریقايي هیوادونو څخه امریکا ته نه وو، تللي.
په روان ۲۰۲۶ کال کې له امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجيزاده چې په امریکا کې یې د دایمي هستوګنې سند درلود، له دغه هېواده وایستل شوه.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې یا د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت تر اوسه په دې اړه چې امریکا د نوومبر په دوهمه یو نیم سل افغانان پاکستان ته لېږي، څه نه دي ویلي.