د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو او نورو بې اسناده بهرنیو وګړو د پېژندلو او بېرته ستنولو لپاره پراخ عملیات پیلوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنولو بهیر له جدي بشري ستونزو سره مل دی.
د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډولو او نورو بې اسنادو بهرنیو وګړو په وړاندې دغه پراخ عملیات به د یکشنبې په ورځ د لړم په لسمه پیل شي. ویل شوي چې په دې ایالت کې چې له درې اونیو راهیسې بیړنی حالت اعلان شوی او چارې یې والي سمبالوي، چارواکو له مخکې د ایستلو پرشرایطو برابر کډوالو د پېژندلو بهیرپشپړکړی دی.
د خیبر پښتونخوا په ټولو ۳۴ ولسوالیو کې به ۱۲۰ ځانګړې ډلې د افغان کډوالو او نورو بهرنیو وګړو د اوسېدو اسناد څېړي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ټولو ۳۴ ولسوالیو کې به ۱۲۰ ځانګړې ډلې د افغان کډوالو او نورو بهرنیو وګړو د اوسېدو اسناد څېړي. له دغو ډلو ۵۰ به په بازارونو او سوداګریزو مرکزونو کې او پاتې ۷۰ به په استوګنو سیمو کې فعالیت کوي.
په دغو عملیاتو کې د پولیسو، د پلټنو د فدرالي ادارې او نورو دولتي ادارو کارکوونکي برخه اخلي. چارواکي وايي، هغه افغانان چې د قانوني اوسېدو اسناد ونه لري، د تورخم له لارې به افغانستان ته واستول شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا یوه غړي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، ازادي راډیو ته تایید کړه چې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بیرته ستنولو دغه بهیربه په جدي ډول پیل شي چې دې مسلې ډیری افغانان ډیراندیښمن کړي دي. د هغه په خبره مخکینیو داډول بهیرونو ښودلې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړیو له افغان کډوالو سره ډیرناوړه سلوک کړی، هغوی یې ځورولي او ان په ډیرو مواردو کې یې پیسې هم ترې اخیستې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ، UNHCR هم په دغه نوي راپور کې چې د تیرې جمعې په ورځ یې خپورکړی، د ورته ستونزې یادونه کړې او ویلي دي چې په پاکستان کې افغان کډوال له نیولو، توقیف، د پولیسو له ځورونو، د پیسو له اخیستلو، د تګ راتګ له محدودیتونو او له کورونو د ایستلو له ګواښونو سره مخ دي.
د دې ادارې په وینا، د افغانستان او پاکستان پر پوله داسې پېښې هم ثبت شوې چې ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي او د ځینو راستنېدونکو د کورنیو غړي نیول شوي دي. ورته ستونزې له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو پر مهال هم ثبت شوې دي.
د پاکستاني سرچینو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د روان کال د اکتوبر تر ۱۷مې شاوخوا دوه میلیونه او ۷۴۰ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لا هم شاوخوا یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانان په پاکستان کې پاتې دي چې ډېری یې د ثبت یا افغان تابعیت کارتونه لري.
خو د راستنېدونکو ستونزې افغانستان ته په رسېدو پای ته نه رسېږي.
ډېری کورنۍ له بې وزلۍ، بې کارۍ، د سرپناه له نشتوالي او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، ډېری کورنۍ له بې وزلۍ، بې کارۍ، د سرپناه له نشتوالي او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ژمی را روان دی او اکثره دغه نوي ستانه شوي، د سرپناه په ګډون د ژوند د نورو اړتیاوو په پوره کولوکې له ستونزو سره مخ دي.
حاجي سعید خان چې څومیاشتې مخکې له پاکستان څخه ستون شوی او اوس د کابل په بت خاک سیمه کې مېشت دی، وايي، هغه کسان چې د ده په شاوخواکې اوسي، ژمي ته ډیراندیښمن دي.
"خلک ډېراندېښمن دي. په افغانستان کې هوا رښتیا هم سړه ده او په ژمي واوره هم ورېږي. ډېری دغه کورنۍ له داسې شرایطو سره بلد نه دي او مناسبه سرپناه هم نه لري، له همدې امله یې اندېښنې لا زیاتې شوې دي."
ضیاء محمد چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوی او له خپلې مېرمنې سره یې په همدې سیمه کې په یوه چهاردیوارۍ کې خیمه وهلې، ورته اندیښنه لري.
"موږ د خپلو پلرونو او نیکونو په ځای کې په یوه چهاردیوارۍ کې په خیمه کې اوسو او له همدې امله اندېښمن یو. له یوې خوا د سونګ لرګي نه شته او له بلې خوا دې کار نه وي کمزوری یې. سربېره پر دې، له دې سیمې سره د نابلدتیا او د هوا د بدلون له امله هم اندېښمن یو، ځکه دا زموږ لپاره یوه بشپړه نوې سیمه ده."
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپورله مخې ځینې کورنۍ د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپلې شتمنۍ پلوري، پورونه اخلي او ان د خوړو وختونه کموي. د دې ادارې په خبره اقتصادي ستونزو ځینې ماشومان د زده کړو پر ځای کار کولو ته اړ کړي او د کم عمره نجونو د ودونو خطر یې هم زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله راستنېدونکو ته نغدي مرسته هم په څرګند ډول کمه شوې ده.
پخوا هر راستنېدونکي ته ۳۷۵ امریکايي ډالر ورکول کېدل، خو اوس دا مرسته د هرې کورنۍ لپاره یوازې ۱۷۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د دې ادارې په وینا، یوازې په اګست میاشت کې شاوخوا دوه زره او ۸۰۰ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
UNHCR وايي، د ناروې په ګډون د مرستندویو هېوادونو په مالي ملاتړ د افغانستان پر پولو د راستنېدونکو د خوندیتوب، حقوقي مشورو، رواني ملاتړ او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې روانې دي، خو د بودجې د سخت کمښت له امله دغه مرستې د ټولو اړمنو کورنیو اړتیاوې نه شي پوره کولای.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د افغان کډوالو ستنېدل باید په خوندي او باعزته شرایطو کې ترسره شي او د ښځو، ماشومانو او نورو زیانګالو کسانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.