د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۱

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو له حکومت غوښتي چې د افغانانو د ایستلو پلان لغو کړي

په ۲۰۲۱ کال کې کوسوو څخه امریکا ته د یوشمیر افغانانو د لیږد انځور ، ارشیف
په ۲۰۲۱ کال کې کوسوو څخه امریکا ته د یوشمیر افغانانو د لیږد انځور ، ارشیف

د امریکا د استازیو او سنا جرګو ۶۶ غړو چې  اکثر ډموکراټان دي په یوه ګډ لیک کې له حکومت غوښتي چې افغانستان ته د ۱۵۰ افغانانو د ستنولو پلان څخه لاس واخلي. راپورونه وايي چې ټاکل شوې دغه کسان د پاکستان له لارې افغانستان واستول شي. افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې هکله اندیښنه جدي اندیښنه څرګنده کړې.

د امریکا د استازیو او سنا جرګو ۶۶ غړو چې اکثر ډموکراټان دي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مالین ته پرون یو لیک استولی او ورڅخه غوښتي دي چې افغانستان ته د ۱۵۰ افغانانو د احتمالي ستنولو له پلان څخه لاس واخلي.

په لیک کې راغلي دي چې : «افغانستان او ایران ته د هغو زیانګالو خلکو استول چې په امریکا کې یې پناه غوښتې هغوی د تعقیب، ځورونې او وژل کېدو له ګواښ سره مخ کوي.»

دکانګرس دغو غړو ویلي چې اکثرو دغو افغانانو له امریکا سره په ګډه جګړه مخته وړې او خپل او د کورنۍ ژوند یې په خطر کې اچولی.

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې «افغان ایواک» دغه لیک چې ورباندې د کانګرس غړو لاس لیکونه لیدل کیږي پر خپله ایکسپاڼه خپور کړی دی.

افغان ایواک او له امریکا د کډوالو د ډیپورټ پروازونو یوه څارونکي بنسټ ویلي چې ښايي دغه افغانان د تکساس له ایلپاسو څخه الوتکه کې پرواز وکړي.

د امریکا کورني امنیت وزارت لا په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویلي.

راپورونه وايي دغه افغانان کیدای شي لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي.

خو پاکستان کې د UNHCR یا د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ دفتر وايي دوی له امریکا څخه پاکستان ته دیو شمیر افغان کډوالو د ستنولو په هکله د رسنیو رپوټونه کتلي دي نور معلومات نلري اودغه اداره په دې مسئله کې دخیله نه ده.

د دغې کمشنرۍ ویاند قیصر افریدي د دوشنبې په ورځ ( د لړم په یولسمه ) ازادي راډیو ته وویل چې دا د دواړو هیوادونو، پاکستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیرمسئله ده خوکډوال یا پناه غوښتونکي باید په زوره ستانه نه شي کړای.

قیصر افریدی وايي دویته دا معلومات هم نشته چې څه شمیر افغانان پاکستان ته استول کیږي.

" داسې څه د رسنیو رپوټونه زه هم ګورمه چې دغه شان څه خلک به هغوی د پاکستان په لاره افغانستان ته دغه کوي (استوي ) خو په دې اړه ، مونږ په کې دخیل نه یو دا ددواړو هیوادونو [امریکا او پاکستان] ترمینځ څه دوه اړخیز داسې څه که شته خو مونږ سره په دې اړه څه معلومات نشته. خو مونږ دا وایو که هرځای کې وي که کډوال وي یا پناه غوښتونکي او په هغو ملکونو کې یې پناه اخیستې وي ، که پاکستان دی که نور ویسټ دی یا امریکا ده یا هرځای دی، باید چې هغوی ، په زور بیرته افغانستان ته ونه لیږي. "

پاکستان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ د دفتر ویاند قیصر افریدی
پاکستان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ د دفتر ویاند قیصر افریدی

ټاکل شوې وه چې د دغو کسانو الوتکه دامریکا په وخت د دوشنبې په ورځ د پاکستان په لور والوزي.

د افغان ایواک ټولنې مشر شان وان دایور د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې په دغو کسانو کې ډېری د هغو افغانانو د کورنیو غړي دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې خدمت کړی دی.

نوموړي له خلکو غوښتي و چې د امریکا له کانګرس او سپینې ماڼۍ سره اړیکې ونیسي او د دې الوتنې د مخنیوي غوښتنه وکړي.

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټنه یې غوښتي چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤولانه چلند وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه هر ډول پرېکړه باید د دواړو لورو په همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره وشي.

اعلامیه پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي په درېیمو هېوادونو غږ کوي چې "د لنډمهاله امتیازاتو" لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز د درېیو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې په لویزیانا کې لسګونه افغانان نیولي او د هغوی د ایستلو پلان لري.

د ورځپاڼې په وینا، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې او افغانستان ته په ستنېدو سره ښايي له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.

په عین حال کې، اسوشیټډ پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د اکټوبر په ۳۰مه محکمې ته په سپارل شوي سند کې تأیید کړې چې دغه کسان په خاصه الوتنه کې پاکستان او وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.

د «افغان ایواک» ټولنې په وینا، د ځینو افغانانو د اخراج په حکمونو کې افغانستان د مقصد هېواد په توګه یاد شوی، خو پاکستان په کې نه دی ذکر شوی. دې موضوع د دغو کسانو د قانوني حقونو او خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

وان دایور همدارنګه له کانګرسه غوښتي چې افغانانو ته د موقتي خوندي وضعیت یا ټي پي اېس د برابرولو لپاره قانوني اقدام وکړي، څو له احتمالي ایستلو خوندي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وړمه ورځ د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه پوښتنه د کورني امنیت وزارت ته راجع کړه. د کورني امنیت وزارت بیا د امنیتي ملحوظاتو له کبله د دغو عملیاتو د جزئیاتو له شریکولو ډډه کړې ده. د ټرمپ په مشري د امریکا حکومت د کډوالۍ په برخه کې خپل شدید اقدامات د ملي امنیت او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره اړین بولي.

په عین حال کې د کډوالو د حقونو د ملاتړ امریکايي سازمان «هیومن رایټس فرسټ» (Human Rights First) ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې له لویزیانا ایالته پاکستان ته د افغانانو د لېږد یوه الوتنه د سې شنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه، ترسره شي. خو تر اوسه امریکايي چارواکو رسماً دا موضوع نه ده تایید کړې.

پاکستاني چارواکو هم په دې اړه تر اوسه رسماً څرګندونې نه دي کړې.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG