له امریکا څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۱۵۰ افغانانو د ایستلو پلان د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولې دي.
د دې اقدام په تړاو د محکمو یو لړ غونډې هم شوي چې تر اوسهیې د دوی د الوتکو د پرواز مخه نیولې ده.
خو د روانې اوونۍ په ترڅ کې فعالانو او د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د یوه نوي قانون ملاتړ کړی چې هدفیې په متحده ایالاتو کې مېشتو زرګونو افغانانو ته د اوږدمهاله خوندیتوب برابرول دي.
تمه ده چې ډیموکراتان به د راتلونکې جنورۍ په میاشت کې د کانګرس د نوي اکثریت له ترلاسه کولو وروسته وکولای شي په استازو جرګه کې د دې طرحې په اړه د رأیګیرۍ غوښتنه وکړي.
خو په تېرو څو ورځو کې د دواړو ګوندونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ګڼې هلې ځلې ځکه وشوې چې د نوي قانون د لایحې ملاتړي د افغانانو د ایستلو د پروازونو په تړاو وضعیت بېړنی او د اندېښنې وړ بولي.
ارشیف، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د یو شمېر هغو افغان ژباړونکو اعتراض چې له امریکايي ځواکونو سرهیې کار کړی و، دوی د ویزو د پروسس او امریکا ته د لېږدولو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتونکي و.
د استازو جرګې ډیموکرات غړي سکاټ پیټرز ازادي راډیو ته وویل: "هدف دا دی چې په همدې کاري دوره کې دومره ژر اقدام وکړو چې پر دغو الوتنو د بندیز لپاره فشار راوړو. همدارنګه له هغو جمهوري غوښتونکو سره هم خبرې کوو چې فکر کوو د دې طرحې ملاتړ به وکړي."
- لنډمهاله خوندیتوب
د امریکا چارواکو د تېر کال په مې میاشت کې د زرګونو افغانانو لپاره «ټيپياېس»، (د لنډمهاله خوندي استوګنې وضعیت) لغوه کړ.
کریستي نوم چې هغه مهال د امریکا د کورني امنیت وزیره وه، ویلي و: "په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او اقتصاد یې د ثبات پر لور روان دی، له همدې امله نور داسې خنډ نهشته چې افغانان دې خپل هېواد ته له ستنېدو منع کړي."
د نوم ځایناستي مارکوېن مولین په مشخص ډول د افغانانو «د لنډمهاله خوندي استوګنې د وضعیت» په اړه څرګندونې نهدي کړي، خو د ټرمپ د حکومت لهخوا د ۱۳ هېوادونو د اتباعو لپاره د دغه وضعیت د لغوه کولو د هڅو په اړهیې ویلي دي: "«ټيپياېس» یو لنډمهالی پروګرام و او هېڅکله دا هدف نهو چې په دایمي وضعیت بدل شي."
مولین د جولای په لومړۍ نېټه په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل: "تاسو د خپلې استوګنې د وضعیت د بدلولو لپاره په امریکا کې د اوسېدو پر مهال کافي فرصت درلود. اوس باید هغه هېواد ته ستانه شئ چې د تاسو منلو ته چمتو وي، یا هغه هېواد ته چې ترې راغلي یاست."
د امریکا د کورني امنیت وزیر، مارکوېن مولین
د امریکا د کورني امنیت وزارت تېر کال اټکل کړی و چې شاوخوا ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانان په دغه هېواد کې د «ټيپياېس» یا د لنډمهاله خوندي استوګنې د وضعیت لرونکي دي.
خو نوې لایحه چې د «افغانستان د ټيپياېس قانون» په نوم مطرح شوې هڅه کوي یو ځل بیا د دغه وضعیت لرونکو افغانانو ملاتړ وکړي.
دغه قانون به د هغو ۱۵۰ افغانانو څخه چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي یو شمېر کسانو ته او نورو افغانانو لپاره د دې پروګرام د ګټو د ترلاسه کولو لاره هواره کړي.
دا طرحه د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړي جېسن کرو چمتو کړې ده.
نوموړي تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د پوځ په لیکو کې خدمت کړی دی.
کرو په تېرو څو ورځو کې له هغو امریکايي او افغان پخوانیو سرتېرو سره یوځای چې د طالبانو او القاعدې پر ضد یې د امریکا په مشرۍ ۲۰ کلنه جګړې کې برخه اخیستې، په واشنګټن کې د دې طرحې د ملاتړ لپاره هڅې وکړې.
کرو وویل: "زموږ افغانو همکارانو، زما په ګډون د امریکايي سرتېرو د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و. له دوو لسیزو جګړې وروسته موږ له هغوی سره ژمنه کړې وه چې پالنه بهیې کوو. پر دې ژمنه وفادار پاتې کېدل هم اخلاقي مسؤلیت دی او هم د ملي امنیت اړتیا."
امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړی جېسن کرو چې تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځ په لیکو کې خدمت کړی دی.
د افغانانو د ایستلو موضوع په امریکا کې د مېشتې افغان ټولنې ترمنځ ژورې اندېښنې راپارولې دي.
یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته ویلي چې د خپل برخلیک او د کورنۍ د غړو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
کالیفورنیا ایالت کې د یو سوداګریز شرکت افغانالاصله مشر او فعال ظریف امینیار په سکرمنټو ښار کې څو ورځې وړاندې یوې ولسي غونډې ته وویل: "زموږ د ټولنې کورنۍ وېره لري. هغوی اندېښمنې دي چې هغه هېواد چې د خوندیتوب لپارهیې پناه وروړې، نور یې د انسانیت غږ نهاوري."
- د ایستلو الوتنې
د امریکا څو رسنیو د نومبر میاشتې په لومړیو کې راپور ورکړ چې امریکايي چارواکي پلان لري ۱۵۰ افغانان د لوئېزیانا ایالت له لارې لومړی پاکستان او وروسته افغانستان ته ولېږدوي.
د نومبر په درېیمه یوې محکمې د څلورو ورځو لپاره د دې اقدام د درولو لنډمهالی حکم صادر کړ.
وروسته د نومبر په اوومه دغه حکم پرته له دې چې د پای نېټهیې وټاکل شي وغځول شو.
قاضي ویکتور مارېرو د نومبر په اوومه په خپل حکم کې ولیکل: "په وړاندې شوې عریضه کې په څرګنده توګه ښودل شوې چې افغان وګړي، که له امریکا وایستل شي او پاکستان ته ولېږدول شي څو طالبانو ته وسپارل شي، له جدي او نهجبرانېدونکي خطر سره به مخ شي."
خو دغه حکم کې یوازې هغه پنځه افغانان شامل دي چې د «روسیو پروژه» په نوم یو غیر دولتي امریکايي سازمانیې په محکمه کې استازیتوب کوي.
د امریکا پخواني پوځي او دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړي سازمان «افغانایوک» مشر شان وندایور چې د افغانانو د ایستلو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي، ازادي راډیو ته ویلي چې د ایستلو الوتنه د راتلونکې اوونۍ لپاره پلان شوې ده.
هغه وویل: "د دغو ۱۵۰ کسانو د ایستلو الوتنه د نومبر ۱۶مې ته بیا تنظیم شوې ده. ټولو یې د ایستلو وروستي حکمونه ترلاسه کړي دي."
د امریکا د کورني امنیت وزارت د دغې الوتنې له تأیید ډډه کړې ده.
د دغه وزارت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل: "د عملیاتي امنیت او زموږ د مأمورینو د خوندیتوب لپاره، موږ د راتلونکو ایستلو عملیات نهتأییدوو."
هغه زیاته کړه: "د لنډمهاله خوندي استوګنې وضعیت یا «ټيپياېس» په حقیقت کې لنډمهالی دی. د اوږدې مودې لپاره دغه پروګرام ته اجازه ورکړل شوې چې په عملي توګه د کډوالۍ د بخښنې په پروګرام بدل شي، په داسې حال کې چې کانګرس هېڅکله د دې پروګرام د دایمي کېدو نیت نهدرلود."
نوموړي د داوطلبانه ستنېدو پروګرام ته په اشاره زیاته کړه: "اوس د دې وضعیت د پای ته رسولو وخت رارسېدلی دی. ښه خبر دا دی چې لا هم ناوخته نهده، تاسو کولای شئ د درې زره ډالرو مالي مرستې او خپل هېواد ته د وړیا الوتنې له پروګرام څخه ګټه واخلئ."
د نوي قانون د لایحې ملاتړي باید د استازو جرګې د غړو ۲۱۸ لاسلیکونه ترلاسه کړي، څو د رأیاچونې لپاره ځانګړې غوښتنه وړاندې کړای شي.
دا کار د ۲۱۴ ډیموکراتو استازو ترڅنګ لږ تر لږه د څلورو نورو قانون جوړوونکو ملاتړ ته اړتیا لري.
ډان بېکن او براین کې فیتزپاتریک هغه دوه جمهوري غوښتونکي دي چې د دې طرحې ملاتړ یې کړی دی.
ډان بېکن
بیکن د دې طرحې د معرفي کولو پر مهال وویل: "دغه قانون په امریکا کې مېشتو هغو افغانانو ته چې د شرایطو وړ وي، لنډمهالی خوندیتوب او د کار اجازه برابروي. په عین حال کې، هغوی اړ باسي چې بایومټریک او د هویت معلومات وړاندې کړي او د امنیتي او جنایي سابقې له ارزونو تېر شي."
خو هغه زیاته کړه چې "دا د کډوالۍ د دایمي وضعیت پروګرام نهدی".
که دا طرحه په استازو جرګه او وروسته په سنا کې تصویب شي، نو بله پوښتنه به دا وي چې ایا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بهیې لاسلیک کړي که نه.
سکاټ پیټرز چې د ۶۶ ډیموکراتو قانون جوړوونکو په لاسلیک یو پرانیستی لیکیې هم د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین او هم د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د افغانانو د ایستلو د مخنیوي لپاره استولی، وویل: "موږ باید ګام په ګام مخکې ولاړ شو. که وکولای شو دا طرحه د کانګرس له لارې تصویب ته ورسوو، نو بیا به له یو ښه ننګونکي وضعیت سره مخ شو."
هغه زیاته کړه چې امکان لري ان د ټرمپ لاسلیک ته هم اړتیا پېښه نهشي.