د امریکا یوې فدرال محکمې افغانستان ته د لسګونه افغان کډوالو د ستنولو پلان وځنډاوه

ارشیف، هغه افغانان چې د تخلیې په پروسه کې له افغانستان نه امریکا ته ولېږدول شول.

د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ د حکومت هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ستنول کېدل.

د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي، د دغو افغانانو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) وايي دغه کډوال اوس هم په بند کې دي او باید د دوی د ستنولو پلان یو مخ لغوه شي.

د نیویارک د جنوبي حوزې د سیمه‌ییزې محکمې قاضي، والري کاپروني، حکم وکړ چې متحده ایالات نه‌شي کولای په روانه اوونۍ کې هېڅ افغان وګړی افغانستان یا پاکستان ته ولېږدوي.

مخکې راپورونو ویلي و چې ټاکل شوې وه د لسګونو افغانانو او ایرانیانو د لېږد الوتکه د سې شنبې په ورځ د امریکا د لوئېزیانا ایالت څخه د پاکستان په لور والوځي.

ارشیف، هغه افغانان چې د تخلیې په پروسه کې له افغانستان نه امریکا ته ولېږدول شول.

د محکمې د اسنادو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ای‌سي‌اي) مرستیال مشر کریسټوفر جورج محکمې ته ویلي چې په روانه اوونۍ کې د داسې کومې تجارتي یا ځانګړې الوتنې پلان نه‌شته او نه هم کومه الوتنه تأیید شوې ده چې دغه کسان له امریکا څخه افغانستان یا پاکستان ته ولېږدوي.

امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې پر مهاجرت د محدودیتونو لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کمپاین په ترڅ کې به په امریکا کې مېشت تر ۱۵۰ ډېر افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) وویل په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د افغان‌ایوک سازمان مشر شان ون‌دایور د محکمې د سې شنبې ورځې له حکم وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: "یوه اوونۍ مخکې الوتکه موجوده وه، خو نن حکومت یو فدرالي قاضي ته وویل چې داسې الوتکه نه‌شته."

هغه زیاته کړه: "دا په تصادفي ډول ونه‌شول. پوځي سرتېرو، د حقونو ملاتړو، د کانګرس ۶۶ غړو او زرګونو امریکایانو د دې الوتنې د درولو لپاره هڅې وکړې."

خو افغان‌ایوک دا ټینګار هم کړی چې د دغو کډوالو د لېږد د الوتنې ځنډېدل د دوی د ستنولو د پلان د لغوه کېدو په معنی نه‌دی، ځکه د دې سازمان په وینا، هغه افغانان چې د ایستلو لپاره په پام کې نیول شوي، لا هم په بند کې دي او د پاکستان له لارې د هغوی د لېږدولو پلان نه‌دی لغوه شوی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لارې له امریکا څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو د راپورونو په په اړه «جدي اندېښنه» څرګنده کړه.

د فرانسې د خبري اژانس راپور زیاتوي چې د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د غړو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته، له لوېدیځو ځواکونو او د هغوی له ملاتړه برخه‌منو حکومتونو سره د همکارۍ کوونکو افغانانو لپاره عمومي بښنه اعلان کړه او سږ کال‌یې هم څو ځله ژمنه کړې چې پخواني مخالفین‌یې کولای شي په خوندي ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

خو ملګرو ملتونو د خپلواکو محکمو له پرېکړې پرته د وژنو، نیونو او نورو سرغړونو په اړه راپورونه ثبت کړي دي.

د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت تېر کال د کډوالۍ پر وړاندې د پراخو محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې پر افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د سفر بندیزونه ولګول.