یونسکو او یونیسف: د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر صفر ته رسېدلی

ارشیف، یوه ښوونیز مرکز ته د یو شمېر نجونو زده‌کوونکو تګ

یونسکو او یونیسف وايي چې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر صفر ته رسېدلی دی.

یادو بنسټونو په دغه تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» یې خپور کړی، ویلي چې د ښځینه محصلانو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۱۱۹ زرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۸۹ زرو ته راکم شو.

دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې نږدې صفر ته ورسېد او له ۲۰۲۴ کال راهیسې عملاً صفر شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې، ښځې له عالي تحصیلاتو محرومې شوې دي.

یونیسف او یونسکو خبرداری ورکوي چې د بندیز په نتیجه کې یوازې د ښځینه محصلانو په شمېر کې کموالی نه‌دی رامنځته شوی، بلکې د روغتیا، ښوونې او اکاډمیکو فعالیتونو په څېر مهمو برخو کې د مسلکي کادرونو د روزنې فرصتونه هم محدود شوي.

یونسکو د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه استادانو په شمېر کې د پام وړ کمښت څخه هم خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د ښځینه استادانو شمېر شاوخوا ۲،۶۰۰ تنو ته رسېده، خو په ورپسې کلونو کې په څرګند ډول راکم شو او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۴ تنو ته ورسېد.

ارشیف، د کابل پوهنتون مخ ته یو شمېر نجونې زده‌کوونکې چې دغه پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې هغه نجونې او ښځې چې له زده‌کړو محرومې شوي هم وايي چې پر زده‌کړو یې له بندیز وروسته د دوی ژوند په بشپړه توګه بدل شوی دی.

نوریه یو له دغو نجونو ده. هغه چې ورځې، میاشتې او کلونه د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو په تمه پاتې شوې، اوس ډېره ناهیلې شوې ده.

نوریه وايي، هیله‌یې لرله چې د لوړو زده‌کړو او کار له لارې به د ځان او خپلې کورنۍ لپاره ښه ژوند جوړ کړي، خو محدودیتونو د هغې او د یوه نسل نجونو برخلیک بدل کړی دی.

نوریې ازادي راډیو ته وویل: "ښوونځي، پوهنتون یا بل هر ښوونیز مرکز ته نه‌‌تلل په خپله زموږ د راتلونکو هدفونو د ترلاسه کولو انګېزه کمزورې کوي. دغه‌راز، د هرې نجلۍ لپاره هغه فرصتونه محدودوي چې د خپل راتلونکي لپاره‌یې په پام کې نیسي."

د د یونسکو او یونیسف د راپور شمېرې ښيي چې لوړو زده‌‌کړو ته د لاسرسي کموالی، یوازې په پوهنتونونو کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز نتیجه نه‌ده، بلکې عالي تحصیلاتو کې د نارینه‌وو د شمولیت کچه هم د پام وړ راټیټه شوې ده.

د راپور د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې ۲۰۸ زره نارینه محصلان د افغانستان په پوهنتونونو کې ثبت شوي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی، ۲۲ کلن عبدالواحد تېر کال له ۱۲م ټولګي فارغ شوی و او هیله‌یې لرله چې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتون ته لار ومومي، خو اوس د دې پر ځای چې د کانکور ازموینې ته چمتووالی ونیسي، هڅه کوي ایران ته د تګ لپاره پیسې برابرې کړي.

ارشیف، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو شمېر نارینه زده‌کوونکي

هغه وايي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت‌یې خراب دی، پلار یې کار نه‌لري او نه‌غواړي څلور نور کلونه په پوهنتون کې تېر او له فراغت وروسته یو ځل بیا د کار موندلو له ستونزې سره مخ شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "له ۱۲م ټولګي فارغ شوی یم. دلته مې د کار موندلو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو تر اوسه مې کار نه‌دی پیدا کړی. څو ځله د کارګرو چوک ته هم ولاړم، خو هلته مې هم کار پیدا نه‌کړ. د کور کرایه نه‌شم ورکولای او بل څوک هم نه‌لرم چې کار وکړي. اوس مې پرېکړه کړې چې ایران ته ولاړ شم او هلته مزدوري او کارګري وکړم، څو د خپلې کورنۍ ستونزې حل کړم."

یونسکو په خپل راپور کې د پوهنې د برخې د بودجې کمښت، له ابتدايي زده‌کړو څخه د ماشومانو محرومیت او درسي ټولګیو ته د هغوی د لاسرسي د محدودیت یادونه هم کوي.

د دغه سازمان په وینا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو بېرته راستنېدل، د داخلي بې‌ځایه شویو کسانو د شمېر زیاتوالی او اقلیمي بدلونونه، د نورو یادو شویو عواملو ترڅنګ، د افغانستان پر ښوونیز نظام فشار نور هم زیات کړی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د زده‌کړو د حق کارپوهان د دغه راپور موندنې د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول او لوړو زده‌کړو ته د نارینه‌وو د لاسرسي کمېدل، نه‌یوازې د هغوی پر راتلونکي، بلکې د افغانستان پر راتلونکي اغېز کوي.

ارشیف، د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیزونو ضد د یو شمېر نجونو زده‌کوونکو اعتراض

د زده‌کړو د حق فعال ډاکتر فضل‌الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "د یوه هېواد د لوړو زده‌کړو او پوهنې کمزورتیا د هغه هېواد د راتلونکي د کمزورتیا، له کړکېچ سره د مخ کېدو او د بنسټونو د کمزوري کېدو په معنی ده، ځکه چې د یوه هېواد تر ټولو ستره شتمني بشري ځواک دی. بشري ځواک د پوهنې او لوړو زده‌کړو له لارې پیاوړی کېږي. کله چې دا ځواک کمزوری شي، وضعیت کړکېچن کېږي او ناورین رامنځته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د زده‌کړو د حق مدافع بنسټونو تر دې مخکې هم ویلي و چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، د افغانستان ښوونیز نظام له پراخو ستونزو سره مخ شوی دی.

د دغو بنسټونو په وینا، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او په پوهنتونونو کې د ښځو پر تحصیل بندیزونه، د اقتصادي ستونزو او د کاري فرصتونو د کمښت ترڅنګ، د یوه نسل پر تعلیمي او مسلکي راتلونکې اغېز کړی دی.