د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۱

د افغان ښځو حقونه؛ فعالان له نړیوالې ټولنې د اندېښنو پر ځای د اقدام غوښتونکي دي

ارشیف، د یو شمېر هغو معترضو مېرمنو شااوخوا ته راټول شوي وسله‌وال طالبان چې پر دوی د بندیزونو او محدودیتونو ضد یې اعتراض کړی دی.
ارشیف، د یو شمېر هغو معترضو مېرمنو شااوخوا ته راټول شوي وسله‌وال طالبان چې پر دوی د بندیزونو او محدودیتونو ضد یې اعتراض کړی دی.

د افغان نجونو او ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وایي، نړیوالې ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې هغسې چې لازمه وه د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات نه‌دي کړي.

یو شمېر دغو افغان او بهرنیو فعالانو روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې هڅې پیل کړي چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره په تعامل کې د ښځو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي او پرېنږدي چې د افغان نجونو او ښځو کړاوونه عادي وانګېرل شي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، دا ښایي یو بل فرصت وي چې فعالان د نړۍ مشرانو ته چې په نیویارک کې راټول شوي یا راټولېږي، د افغان ښځو غږ اوچت کړي.

د ښځو د حقونو فعاله او د تېر حکومت د ولسي جرګې استازې شینکۍ کړوخېل، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د افغان ښځو هر ډول فعالیت اغېزناک بولي او وایي په دې توګه کېدای شي نړیوال د افغان ښځو له کړاوونو خبر شي.

دا زیاتوي: "دوی د افغان مېرمنو غږ پورته کوي، په مسایلو باندې خبرې کوي او دنیا له دې وضعیت څخه اګاه کوي. زه فکر کوم چې دغه یوه مؤثره طریقه ده چې نړیوال هم له دغه وضعیت څخه باخبره شي او خپل بین‌المللي مسؤلیت د افغان مېرمنو په وړاندې باید ادا کړي او په ضمن کې که دوی غواړي چې له طالبانو سره تعامل وکړي، دا مسئله باید په نظر کې ونیسي."

د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د اوږدمهاله هدفونو تر سرلیک لاندې په یوه بحث کې هم په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پنځو کلونو کې په دې هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو د حقونو پر وضعیت بحث وشو.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان مرکز
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان مرکز

ډېری ګډونوالو یې وویل چې افغان ښځینه فعالانو په دې موده کې خپل غږ اوچت کړی، خو نړیوالې ټولنې زیات څه نه‌دي ترسره کړي او اوس‌یې وخت دی چې عملي اقدام وکړي.

د نجونو د زده‌کړې مدافعې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې په دې بحث کې یې ګډون کړی و وویل، د طالبانو د پنځو کلونو چلندونو ښودلې چې ډېره لیرې برېښي چې دوی دې د ښځو په وړاندې له خپلو سختو تګلارو په شا شي.

ملاله وايي: "یو شی چې باید پرې بیا ټینګار وکړو دا دی چې موږ باید له طالبانو سره اړیکې عادي نه‌کړو. موږ باید دوی ته رسمیت ورنه‌کړو او افغان ښځې باید په هغو خونو کې وي چېرې چې د دوی د راتلونکې په اړه پرېکړې کېږي. موږ د نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه هېڅ ډول سازش نه‌شو کولای."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک چې د دې بحث یو بل ګډونوال و، د ملاله یوسفزۍ د دې څرګندونو په تأیید وویل: "دا ډېره مهمه ده چې دغه بحث دلته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې ترسره کېږي. ځکه زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې موږ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه چې هغوی په څه ډول اغېزمنې شوې دي، کافي بحث نه‌دی کړی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک

هغه زیاته کړه دا د نړیوالو د اندېښنې وړ موضوع ده، کله چې موږ یو هېواد لرو چې مسؤلیتونه‌یې ډېر واضح دي، دوی د بشري حقونو د نړیوال قانون په چوکاټ کې واضح مسؤلیتونه لري، خو هغه‌یې تر پښو لاندې کړي دي.

د ترک په خبره موږ باید وښیو چې هلته عملاً څه پېښېږي، موږ نه‌شو کولای چې لږترلږه د ۲۰۰ فرمانونو په وسیله د نفوس نیمه برخه وځپل شي.

د دې بحث یوې بلې ګډونوالې د ښځو د حقونو فعالې اصیلا وردګ بیا غوښتنه وکړه چې نړیوالو ته اوس په کار ده چې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو د لګول شویو سختو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

مېرمن وردګ زیاتوي: "پنځه کاله تېر شول، نجونې تر اوسه له ثانوي زده‌کړو بې‌برخې دي. ښځې تر اوسه له لوړو زده‌کړو منع دي، د کاري فرصتونو او عامه او سیاسي ژوند او د خپلو اساسي ازادیو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي. هغه څه چې نړۍ ته‌یې ټکان ورکړی، اوس عادي کېږي. د نړیوالې ټولنې غبرګون نور زیات فوریت نه‌لري. نور دا پوښتنه بیا بیا مه‌کوئ چې تاسو ته څه کولای شو، موږ تاسو ته ویلي دي، لطفاً اوس پرې عمل وکړئ."

ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه او نجونې محصلینې چې د پوهنتون دروازې یې پر مخ تړلې دي.
ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه او نجونې محصلینې چې د پوهنتون دروازې یې پر مخ تړلې دي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډو له پیلېدو سره په یوه وخت د افغان ښځو او نجونو د حقونو مدافعانو دغه هڅې داسې مهال پیل کړي چې ټاکل شوې د اکټوبر د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت بحث وشي.

د دې بحث په درشل کې نږدې ۱۰۰ سازمانونو په یوه غوښتنلیک کې چې دې شورا ته‌یې استولی، د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د مأموریت د نوي کولو د ملاتړ ترڅنګ غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه دې ځانګړي او پرله‌پسې راپورونه او اړوند پیاوړی متقابل ډیالوګ دوام ومومي او هم دې د افغانستان لپاره هغه خپلواک څېړنیز مېکانیزم ژر تر ژره فعال شي چې تېر کال دې شورا رامنځته کړی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG