په افغانستان کې له دوولسم ټولگي تر فراغت وروسته د لوړو زدهکړو پیل ښايي د ډېرو ځوانانو هیله وي، خو پراخې بېکارۍ او بېوزلۍ یو شمېر ځوانان اړ کړي دي، چې تر دوولسو کلونو زدهکړو وروسته کار ته مخه کړي او له زدهکړو سره مخه ښه وکړي.
عبدالواحد د ننگرهار اوسېدونکی دی، دی ۲۲ کلن دی، تېر کال له دوولسم ټولگي فارغ شوی او تمه یې لرله، چې د کانکور له لارې پوهنتون ته ولاړ شي، خو اوس د کانکور د کتابونو پر ځای ایران ته د تگ لپاره د پیسو د پیدا کولو هڅه کوي؛ دی
له دوولسم ټولگي فارغ شوی یم، خو اوس غواړم چې کار وکړم، ځکه د کور بل سرپرست نهلرمعبدالواحد د ننگرهار اوسېدونکی
وايي: «له دوولسم ټولگي فارغ شوی یم، خو اوس غواړم چې کار وکړم، ځکه د کور بل سرپرست نهلرم. د کور اړتیاوې ډېرې دي، خو دلته کار هم نهشته، نه پوهېږم څه وکړم.»
هغه زیاتوي، چې د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې خراب دی، پلار یې کار نهلري او دی نه غواړي څلور نور کلونه په پوهنتون کې تېر کړي او وروسته بیا د کار په لټه وگرځي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته په کار پسې ډېر وگرځېدم، خو تر اوسه مې کار نهدی پیدا کړی. څو ځله چوک ته ولاړم، خو هلته هم کار راته پیدا نهشو. د کور د کرایې وس نهلرم، بل څوک مې د کار کولو نهشته. اوس مې نیت کړی، چې ایران ته ولاړ شم او هلته مزدوري او خواري وکړم چې د کور ستونزې مې حل شي.»
د ختیځ ولایت کونړ یوه اوسېدونکي، چې دی هم تازه له دوولسم ټولگي فارغ شوی دی، ورته خبره وکړه. هغه وايي، پوهېږي چې قاچاقي لارې له مرگونو خطرونو سره ملې دي، خو په خبره یې ښايي بله لار نه وي ورپاتې.
هغه د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «لوړو زدهکړو ته مې ډېر زړه کېږي، خو کورنۍ را تر غاړې ده، باید کار وکړم. ستونزه دا ده چې دلته کار نهشته، یوه ورځ پیدا شي، خو څلور ورځې نه وي. نو هڅه کوم چې ایران ته ولاړ شم او هلته کار وکړم.»
خو له افغانستان څخه د وتلو هغه لارې، چې دغه ځوانان یې په اړه خبرې کوي، له مرگونو خطرونو ډکې دي. ځینې افغانان لومړی ایران او بیا له ایران څخه ترکیې ته د رسېدو هڅه کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) له دې وړاندې د ایران او ترکیې تر منځ د ناقانونه سفرونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې پر دغو لارو مرگوني گواښونه شته. د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تېر کال په جولای کې ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته اروپا ته د افغانانو ناقانونه کډوالي زیاته شوې ده.
دې ادارې ویلي دي، چې په ۲۰۲۴ز کال کې د ټولو هغو کډوالو ۴۲ سلنه، چې په ناقانونه ډول د ځمکې یا سمندر له لارې اروپا ته ننوتلي، افغانان وو.
دغه راز د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د روان کال د حمل پر ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۵ز کال کې لږ تر لږه ۱،۴۹۲ افغانان د ناقانونه نړۍوالې کډوالۍ پر مهال مړه شوي یا هم ورک شوي دي.
دې ادارې ویلي وو، چې د مړو شویو افغانانو ډېری هغه یې کمعمره هلکان وو. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم د ځوانانو د بېکارۍ له لوړې کچې سره مخ دی.
نړۍوال بانک له دې وړاندې ویلي وو، چې نږدې له هرو څلورو افغان ځوانانو یې یو بېکاره دی.
دغه بانک په خپل راپور کې ویلي وو، چې د کار غوښتونکو شمېر زیات شوی، خو د کار بازار د هغوی د جذب لپاره کافي ظرفیت نهلري او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول د افغانستان له مهمو اقتصادي ننگونو څخه دي.
له پوهنتونونو یو شمېر فارغ شوي کسان هم له بېکارۍ کړېږي. دوی وايي، په دې هیله یې لوړې زدهکړې کړې دي، چې په هېواد کې دننه ورته مناسبه دنده پیدا شي، خو اوس له سهاره تر ماښامه دفتر په دفتر د کار په لټه گرځي.
د پلازمېنې کابل یوه اوسېدونکي، محمد شېر، ازادۍ راډیو ته وویل: «کله چې تاسو دوولس کاله ښوونځي ته ولاړ شئ او څلور کاله پوهنتون ته او له ډېرو ستونزو سره سره زدهکړې وکړئ، د قلم او کتابچې د اخیستلو توان ونهلرئ او له دې وروسته درته کار پیدا نهشي، انسان ډېر ناهیلی کېږي، ان تر دې حده چې انسان فکر کوي خپل ټول تعلیمي اسناد له منځه یوسي.»
دغه ځوانان د طالبانو له حکومت او نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې دوی ته کاري زمینې برابرې کړي.د اقتصادي چارو پوهان ټینگار کوي، چې حکومت باید د خصوصي سکټور په مرسته لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
له دې ډلې د اقتصادي چارو پوهـ عبدالنصیر رشتیا ازادي راډیو ته وویل: «دولتونه کولی شي چې د خصوصي سکټور د جدي ملاتړ له لارې، چې د دولت د ستراتیژیک شریک په توگه کار کوي، د کارموندنې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي. د دې تر څنگ خلک هم مسوولیت لري، چې له خپلو تولیداتو څخه په گټې اخیستنې د دوی ملاتړ وکړي، چې په ټولنه کې کاري زمینې رامنځته شي.»
د طالبانو حکومت په وار وار ویلي دي، چې د اقتصادي پروژو، کانونو، کرنې او خصوصي سکټور له لارې د کاري فرصتونو د زیاتولو هڅې کوي.
که څه هم په افغانستان کې تولیدي کارونه او اوزگارو ته د کار موندنې هڅې روانې دي، خو د کلونو کلونو شته بېکارۍ ته په کتو په نشت حساب دي.
له دوولسم ټولگي تازه فارغ شوی عبدالواحد وايي، یواځې تشې ژمنې د دوی درد نه دوا کوي، بلکې عملي هڅې په کار دي. هغه وايي، که دوی ته لږ تر لږه په هېواد کې دننه داسې کار پیدا شي، چې د ځان او کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي، د ایران پر خطرناکه لاره به گام کېنهږدي.
د هغه په څېر د ځینو تازه فارغ شویو ځوانانو مخې ته اوس دوې لارې پرتې دي؛
یوه د پوهنتون دروازه ده، چې دوی یې تر شا د کار او راتلونکي په اړه ډاډمن نهدي او بله د کډوالۍ نامعلومه لاره ده، چې ښايي د کار تر څنگ خطر، نیول کېدل، بېرته ستنېدل او ان مرگ هم پهکې وي.