د چین صدراعظم لي چیانګ د دوشنبې په ورځ له تاجکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ، افراطیت او بېلتون غوښتنې پر وړاندې له پیکېنګ سره امنیتي او استخباراتي همکارۍ پراخې کړي او په دغه هېواد کې د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
د چین دولتي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، لي چیانګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې ویلي چې دواړه هېوادونه باید د قانون د پلي کولو، امنیتي چارو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې په برخو کې همکارۍ پیاوړې کړي.
د روېټرز د راپور له مخې، چین له اوږدې مودې راهیسې اندېښنه لري چې په منځنۍ اسیا کې تاوتریخوالی ښایي د دغه هېواد لوېدیځې سیمې، شینجین ته چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمان اویغوریان دي، وغځېږی.
پیکېنګ په دې سیمه کې د پخوانیو بریدونو پړه پر اویغوري وسلهوالو اچوي، خو د بشري حقونو سازمانونه چین تورنوي چې د اویغوریانو مذهبي، کلتوري او ژبني حقونهیې په پراخه کچه محدود کړي دي.
ارشیف، د اویغوریانو په استوګنیزو سیمو کې د چیني پوځیانو شتون
چین دا تورونه ردوي.
چین له تاجکستان سره ګډه غرنیزه پوله لري او په دغه هېواد کې له سترو پانګهوالو څخه دی.
د تېر کال په وروستیو کې په تاجکستان کې پنځه چینایي وګړي په هغو بریدونو کې ووژل شول چې د تاجکستان د چارواکو په وینا، د افغانستان له خاورې ترسره شوي و.
د راپور له مخې تاجکستان چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د طالبانو له حکومت سرهیې اړیکې ترینګلې دي.
دغه هېواد تر دې وړاندې هم د افغانستان په سرحدي سیمو کې د نشهیي توکو د قاچاق وړونکو او د سرو زرو د ناقانونه کېندونکو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د چین د صدراعظم دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم منځنۍ اسیا ته سفر کړی او د دوشنبې په ورځیې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په غونډه کې وویل چې امریکا غواړي له پنځو واړو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پیاوړې کړي.
د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د مارکو روبیو غونډه
د چین صدراعظم هم تاجکستان ته تر سفر مخکې ازبکستان ته تللی و.
تاجکستان چې شاوخوا ۱۱ میلیونه وګړي لري، له روسیې سره نږدې اړیکې پالي، هغه هېواد سره چې د یوې پوځي اډې یې کوربه دی.