د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې (داعش) له خوا پر چینایي اتباعو وروستي برید، دا پوښتنې راولاړې کړې دي چې ولې د چین وګړي او ګټې یې دا ډله په نښه کوي؟
په وروستۍ پېښه کې، دې ډلې د جنورۍ په ۱۹مه په کابل ښار کې پر یوه چینایي رستورانټ د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. د طالبانو د حکومت له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې، په دې برید کې اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې یو چینایي تبعه هم شامل و.
د کابل د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د «لانژو چینایي نوډل» رستورانټ چې، د ولسمشرۍ ماڼۍ، د طالبانو د دفاع وزارت او د ایران او ترکیې سفارتونو ته نږدې موقعیت لري، په نښه کول د طالبانو هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي چې وایي داعش په افغانستان کې فعال حضور نه لري او له منځه وړل شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون خپور کړ، ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د هغه په وینا، دا ډله داسې پدیده نه ده چې ستونزې جوړې کړي.
پر چینایي رستورانټ برید ثابتوي، همدا چې یوکس چینایی وي، په افغانستان کې په خطرکې دی
د کوینز بلفاست پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه مایکل سمپل ازادي راډیو ته وویل چې طالبان تر یوه حده د داعش د خراسان څانګې په کمزوري کولو کې بریالي شوي، خو دا ډله لا هم د مرګونو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري. "د کابل ښار په مرکز کې پر چینایي رستورانټ برید ثابتوي، همدا چې یوکس چینایی وي، په افغانستان کې په خطرکې دی. که څه هم طالبانو داعش تر یوه حده کمزوری کړی، خو دا ډله لا هم په ځینو وختونو کې د بریالیو بریدونو توان لري. همدارنګه سخت دریځي جهادیان چې چین د مسلمانانو دښمن ګڼي، لا هم د طالبانو ترواکمنۍ لاندې ازاد او فعال دي. نو ځکه چینایان باید د خپلو اتباعو امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي دي."
خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی هم ورته نظر لري او وایي: "د طالبانو دا ادعا چې داعش له منځه تللی، تر یوه حده سمه ده، ځکه داعش په افغانستان کې کوم ثابت مرکز یا ځمکنۍ ولکه نه لري او نه شي کولای ډېر بریدونه ترسره کړي."
د اسلامي دولت ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او د خراسان څانګه یې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت لري.
دې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې ترډېره د پاکستاني طالبانو د ناراضي مشر حافظ سعید خان په مشرۍ د وسله والو له خوا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمه کې خپل موجودیت اعلان کړ او وروسته یې د خپل فعالیت لمنه ننګرهار، کونړ او جوزجان ولایتونو ته وغځوله.
ولې چینایي اتباع د داعش د خراسان څانګې هدف دي؟
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دې ډلې هڅه وکړه چې طالبان د ریښتیني اسلامي نظام په توګه بېاعتباره کړي
د «میلیټنټ وایر» وېبپاڼې بنسټګر او د تروریزم ضد چارو کارپوه لوکاس ویبر ازادي راډیو ته وویل چې آن د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو مخکې هم د داعش خراسان څانګه د چین ضد یوه مخکښه ډله وه. "د طالبانو د بیا واکمنېدو په درشل کې، د داعش خراسان اړوندو رسنیو او غیر رسمي سرچینو د ویډیوګانو، لیکنو او آنلاین پوسټرونو له لارې چین ګواښه. دا فعالیتونه ترډیره بریده د طالبانو او چین تر منځ اړیکو سره تړلي و. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دې ډلې هڅه وکړه چې طالبان د ریښتیني اسلامي نظام په توګه بېاعتباره کړي، ځکه طالبانو له چین سره اړیکې ټینګې کړي. دوی ادعا کوي چې چین یو استبدادي رژیم دی او اویغور مسلمانان ځپي او ترفشارلاندې یې راوستي."
د ویبر په باور د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د چین د پانګونې د مخنیوي لپاره، چینایي اتباع او د دې هیواد ګټې په نښه کوي.
" د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه هڅه کوي د وېرې په رامنځته کولو سره چینایي شرکتونه له پانګونې، د کاري فرصتونو له ایجادولو او د افغانستان د طبیعي زیرمو له استخراج څخه راوګرځوي، څو طالبان کمزوري شي. ځکه بهرنۍ پانګونه د طالبانو د پیاوړتیا سبب ګرځي.
چین که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې له طالبانو سره نږدې دیپلوماتیک او سوداګریز تعامل ساتلی دی.
د چین تر ټولو لویه پانګونه د لوګر ولایت د عینک د مسو کان دی، خو له ۱۷ کلونو راهیسې لا هم د دې کان د استخراج چارې نه دي پیل شوي.
په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د چینایانو د په نښه کولو هدف:
دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي دولت ډله یا داعش د خراسان څانګه په افغانستان کې چینایان په نښه کوي.
مخکې یې په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د چینایانو پریوه هوټل د برید مسؤلیت منلی و چې پکې پنځه چینایي اتباع ټپیان شوي وو.
همدارنګه، دې ډلې د افغانستان په ګاونډیو، تاجکستان او پاکستان کې هم د چینایانو پر ضد د بریدونو مسولیت اخیستی دی.
په ۲۰۱۷ کال کې داعش وویل چې په پاکستان کې یې دوه چینایي ښوونکي له تښتولو وروسته وژلي دي.
د داعش اړوند اعماق خبري اژانس هغه مهال ویلي وو چې دا کار یې د چینایي کارګرانو د ساتنې لپاره د اسلام آباد پرهڅو یو ګوزار وو.
په تاجکستان کې هم چینایي کارګران هدف ګرځول شوي دي. د نومبر په ۲۶ او ۳۰مه په شمس الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې په بریدونو کې پنځه چینایي کارکوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.
د تاجکستان حکومت هغه مهال ویلي وو چې بریدونه د افغانستان له خاورې ترسره شوي دي.
چین په ملګرو ملتونو کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې لکه داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان وځپي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ژمنه کړې وه چې له تاجکستان سره به په ګډو څېړنو کې همکاري وکړي.
وروسته، د طالبانو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته په بدخشان کې له داعش سره نښتې تایید کړې او ویې ویل چې د داعش پر یوه پټنځای یې برید کړی دی. د دې سرچینې په وینا دا د هغو بهرنیو وسله والو پټنځای وو چې ګواکې په تاجکستان کې یې پر چینایي اتباعو بریدونو کې لاس درلود.
په راتلونکې کې د داعش احتمالي ګواښونه:
لوکاس ویبر وایي: " د دې امکان شته چې د اسلامی دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه نور بریدونه هم ترسره کړي. دوی مخکې د بمونو الوزولو خبره کړې او د ازبکي ژبې تبلیغاتي څانګې یې په مرکزي آسیا کې د چین د انرژۍ پر تاسیساتو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی. همدارنګه دا ډله ښايي له پولو ورهاخوا بریدونه هم وکړي، ځکه یاغي او جنايي ډلو په دې وروستیو کې چینایي اتباع په نښه کړي دي."
د ویبر په نظر، دا ګواښونه به دوام ولري.