د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

د بدخشان اداري او امنیتي مشرتابه کې بدلون؛ ایا د ناامنۍ زیاتوالي طالبان اندېښمن کړي؟

ارشیف، د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې د کوکچې سیند
ارشیف، د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې د کوکچې سیند

د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره نوی والي او امنیه قوماندان ټاکلي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې ډېر ځلې لوړپوړي چارواکي له یوې ادارې نه بلې یا له یوه ځای نه بل ځای ته بدل کړي، خو د بدخشان لپاره دغه نوې ټاکنې په اوس وخت کې له دې پلوه د اهمیت وړ دي چې په دې ولایت کې په دې وروستیو کې د ناامنیو د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د وږې په ۳مه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت مخکېنی اداري معین ملا رحمت‌ﷲ نجیب د بدخشان لپاره د نوي والي او د سرپل ولایت مخکېنی والي ملا احمدشاه دیندوست د بدخشان د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان مخکېني والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت د مرستیالۍ دنده سپارل شوې او د بدخشان مخکېنی امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري هم د کندهار د ټولګټو ریاست د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې، ځینې نورې ټاکنې هم ترسره شوې دي.

رحمت‌الله نجیب په ۱۴۰۴ کال کې له پاکستاني پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوي په ترکیب کې هم شامل و چې د دواړو لورو د خپل‌منځي شخړو د هواري لپاره د خبرو له ناکامه کېدو وروسته‌یې په عام محضر کې د پاکستان شرطونه د نه‌منلو وړ وبلل.

هغه تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په اشاره چې اسلام‌اباد یې طالبان په ملاتړ تورنوي ویلي و چې دا ډله له لسیزو راهیسې په پاکستان کې دننه حضور لري او فعالیت کوي، خو اسلام‌اباد یې د کنټرولولو مسؤلیت دوی ته راجع کوي.

پوښتنه دا ده چې د بدخشان لپاره چې په دې وروستیو کې د ناامنیو د څو پېښو شاهد و، ایا دغه نوې ټاکنې د دې ښکارندویي کوي چې د طالبانو حکومت د دې ولایت امنیت ته اندېښنه لري او غواړي د زیاتېدو مخه‌یې ونیسي او که هغه د دوی د حکومت د اداري بهیر یوه عادي برخه ده؟

درگیری میان مردم محل و نیروی حکومت طالبان در ولسوالی یفتل پایین ولایت بدخشان
درگیری میان مردم محل و نیروی حکومت طالبان در ولسوالی یفتل پایین ولایت بدخشان

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی وایي، دغه نوې ټاکنې تر ډېره د بدخشان له امنیتي وضعیت سره تړاو لري: "زما له نظره، د دې ترڅنګ چې په طالبانو کې په تېرو پنځو کلو کې د ادلون بدلون پروسه جریان لري او کله کله هم چټکه وي، خو زه فکر کوم چې دا ادلون بدلون د بدخشان امنیتي وضعې پورې تړلی او د دې ترڅنګ د مخکېني والي او امنیه قوماندان ناکامي ښیي. د دې لپاره چې د هغوی تغییرات هم داسې ځایونو ته شوي چې نور ډېر اجرائیوي حالت نه‌لري یا تقریباً اداري او محدود صلاحیت لري، نو زه فکر کو چې تر ډېره به دا وي چې د دوی مقامات هلته په خپل مأموریت کې ناکامه پاتې دي او نوي کسان‌یې ورولېږل."

د طالبانو حکومت له‌خوا د بدخشان ولایت د اداري او امنیتي مشرتابه په جوړښت کې دغه نوي بدلونونه په دې پسې شوي چې د دې ولایت په څو ولسوالیو کې په دې وروستیو کې یو شمېر امنیتي پېښې رامنځته شوي چې ورسره په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه د سیمې د اوسېدونکو او نورو لورو اندېښنې زیاتې شوې وې.

له یوې خوا په دې وروستیو کې د دې ولایت په نُسي ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه ناراضه پخواني قوماندان جمعه خان فاتح ته د وفاداره وسله‌والو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ شخړو امنیتي اندېښنې زیاتې کړې او له هغې مخکې هم د طالبانو ضد د «سپاهيان میهن»، د «ازادۍ جبهې» او د «ملي مقاومت جبهې» په نوم ډلو چې د بدخشان ولایت په یو شمېر سیمو کې یې د ناامنیو په ځینو پېښو کې د خپل لاس لرلو ادعاوې کړې دي، د امنیت د ټینګښت په اړه ځینې اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له مخې د «سپاهيان میهن» په نوم نوې جوړې شوې ډلې څه باندې یوه میاشت مخکې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه.

د «ازادۍ جبهې» هم ادعا کړې چې له څه مودې راهیسې یې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو ضد وسله‌وال فعالیتونه زیات کړي دي.

په بدخشان کې د دغو پېښو له زیاتوالي سره په دې ولایت کې د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي هم په جلا بریدونو کې ووژل شول.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح‌الله امیري چې د وژلو مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی او تر هغې مخکې د «ملي مقاومت جبهې» چې مشري یې احمد مسعود کوي، د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد د ښاروال عبدالرحمن منصور د وژلو مسؤلیت اخیستی و.

په عین حال کې د بدخشان په ځینو سیمو کې د معترضو خلکو او طالب ځواکونو ترمنځ د اخ‌وډب او په یفتل ولسوالۍ کې په یوه پېښه کې د درې کسانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

د طالبانو چارواکو په بدخشان کې د دغو پېښو اړوند یو ځل بیا پر پاکستان تور پوړې کړ چې وسله‌والو ته‌یې اجازه ورکړې چې د پاکستان له چترال سیمې بدخشان ته واوړي چې په خبره‌یې یو شمېر یې د دوی له ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او نور بېرته چترال ته تښتېدلي دي.

د افغانستان دغه غرنی ولایت چې تاجکستان او چین دوو مهمو ګاونډیانو سره ګډه پوله لري، د چین تر پولې د واخان دهلېز د غځولو پر لارې یې هم د طالبانو د حکومت له لوري له څه مودې راهیسې کار پیل شوی دی.

دا چې د بدخشان د ناامنه کولو لپاره د هڅو تر شا ښایي نور لاسونه وي چې نه‌غواړي افغانستان د ځمکې له لارې مستقیم له چین سره ونښلي، په دې اړه تر اوسه خپلواک راپورونه نه‌دي خپاره شوي، خو که د دې ولایت د ناامنیو وروستیو پېښو تر شا هر لاملونه وي یو شی چې ښکاره دی هغه دا چې طالبان چې پر افغانستان‌یې د بیا واکمنۍ څه باندې پنځه کاله اوښتي، وخت ناوخت له امنیتي ننګونو سره لاس‌وګرېوان وي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG