طالب چارواکي وايي جمعه خان فاتح وسله کېښوده او تسلیم شو؛ ایا بدخشان به نور کرار وي؟
د راپورونو له مخې د طالبانو ناراضه قومندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح او وسله والو یې له نښتو لاس اخیستی او وسلې یې سپارلي. د طالبانو اړوندو رسنیو نن دوشنبې د جمعه خان فاتح د تسلیمیدو ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا لري چې دی د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوی. جمعه خان فاتح او وسله وال یې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په نسی ولسوالۍ او څنګلورو سیمو کې د طالب ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي و. نور جزییات په دغه ویډیويي راپور کې چې صفي الله ستانکزي جوړ کړی