د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۴

افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره ټیلفوني خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغو ټیلفوني خبرو کې ” د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه ‌ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې وشوې.”

دغه خبرې داسې مهال کیږي چې د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼې د دوشنبې په ورځ وویل چې تیره اونۍ په دوو جلابریدونو کې چې په خبره یې د افغانستان له خاورې شوي، لږترلږه پنځه چینایي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. له دې بریدونو سره په یوه وخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیموڅخه ووځي. طالبانو ویلي چې پرچینایي وګړو د حملې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د ښاغلي بلخي په وینا امیرخان متقي له خپل تاجکستاني سیال سره په خبرو بیا ټینګاروکړچې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د اعتماد هغه فضا زیانمنه کړي چې لړۍ یې په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د پیاوړي کیدو په برخه کې پیل شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د زمبابوې تر ماتولو وروسته افغان لوبډله سبا له بنګله دیش سره مخ کېږي

افغانستان د زیمبابوې په وړاندې
افغانستان د زیمبابوې په وړاندې

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زمبابوې په وړاندې په لوی توپیر بریا خپله کړه او تمه ده بله لوبه کې له بنګله دیش سره مخ شي.

افغان لوبډلې بیګا زیمبابوې ته د ۲۹۴ منډو هدف ورکړی و چې په ځواب کې یې د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۳۶ منډو اوټ کړل او لوبه یې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.

دا د افغانستان د سترو بریاوو په ډله کې وه.

صدیق اتل خپله سلیزه ووهله، ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې او په بالنګ کې هم راشدخان څلور وېکټې واخیستې.

د افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش دری اړخیز ټورنمنټ په ابوظبي او شارجې کې پیل شوی چې تمه ده پایلوبه یې د جمعې په ورځ وشي.

طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ غږولو ۱۴۲ الې او لوډسپیکرونه سوځولي

لوګر کې د موسیقي غږولو الې او ټيپونه سوځول شوي
لوګر کې د موسیقي غږولو الې او ټيپونه سوځول شوي

طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ غږولو ۱۴۲ الې او لوډسپیکرونه سوځولي دي.

د لوګر ملي ټلویزیون پرون دوشنبه په دې اړه خبر ورکړی چې د موسیقۍ غږولو دا الې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د امرباالمعروف ادارې له خوا د ودونو له بیلابیلو مراسمو راټولې شوې وې او اور ور اچول شوی.

په خواله رسنیو د سوځول شویو لوډسپیکرونو انځورونه هم خپاره شوي چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي.

لوګر د افغانستان د محلي موسیقۍ یو اصیل او له شور ډک سبک لري.

خو د طالبانو په بیا واکمنېدو نه یواځې لوګر بلکې ټول افغانستان کې سندرغاړي کار ته نه پریښودل کېږي او د موسیقۍ غږول هم منع دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ‌ اړخیزو سیالیو دویم مقام خپل کړ

په برازیل کې شپږ اړخیزو سیالیو کې د افغانستان ګډون کونکی ټیم
په برازیل کې شپږ اړخیزو سیالیو کې د افغانستان ګډون کونکی ټیم

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د شپږ‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د برازیل په وړاندې شپږ پر صفر ماتې وخوړه، خو د دغو سیالیو د دویم مقام په ګټلو بریالۍ شوه.

افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د پام وړ لوبې وکړې او په نیمه پایلوبه کې یې د کېپ‌ وېرد لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

افغانستان په داسې حال کې په پایلوبه کې له برازیل سره مخامخ شو چې د فوټسال د نړیوالې درجه‌بندۍ له مخې، برازیل د نړۍ لومړی مقام لري، خو افغانستان په دې نوملړ کې په ۲۲م مقام کې دی.

د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو لوبې د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره شوې.

افغانستان په ګروپي پړاو کې له جاپان او پیرو سره په یوه ګروپ کې و، په داسې حال کې چې برازیل، اندونیزیا او کېپ‌وېرد په بل ګروپ کې سیالۍ وکړې.

د طالبانو حکومت په خلکو غږ کوي چې د ژمي په درشل کې ستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي

دریاست الوزرا اداري مرستیال او د راستنو شویو کډوالو د کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي
دریاست الوزرا اداري مرستیال او د راستنو شویو کډوالو د کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي

د طالبانو حکومت وايي په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر شاوخوا اته ملیونو ته رسیدلی او په خلکو یې ستنو شویو کډوالو سره د مرستې غږ وکړ.

پاکستان او ایران هلته پر میشتو افغانانو فشارونه زیات کړي چې له کبله یې هره ورځ سلګونه کډوال افغانستان ته اخراجېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د را ستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون مشر هم دی د یکشنبې په ورځ پر افغانانو باندې غږ وکړ چې د سره میاشتې او نورو موسسو له لارې راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي.

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو هم افغانستان ته د استول شویو کسانو ژوند د اندیښنې وړ بللی دی.

په هانک کانګ شپږ اووره سیالیو کې د افغان ټیم ګډون

افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي

د هانک کانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان کرکټ بورډ یو ټیم اعلان کړ.

تمه ده د هانک کانګ شپږیزې سیالۍ همدا اکتوبر پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ګلبدین نایب به لوبډلمشر وي، ورسره صدیق پاچا، عمران میر، کریم جنت،ننګیالی خان،فرمان الله صافی او عبدالرحمن په ټیم کې شامل دي.

تمه ده د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په دېرشمه د جنوبي افریقا په وړاندې وي او دویمه یې د اکتوبر په ۳۱مه له عمان سره ده.

د هانک کانګ شپږ اوریزې سیالۍ د نړۍ د دولسو ټیمونو تر منځ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې تر منځ د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا تړون وشو

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو یو عکس
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو یو عکس

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د بشري فعالیتونو د پياوړتیا په هدف یو درې کلن تړون لاسلیک کړ.

دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه د یکشنبې په ورځ د دغه تړون په اړه خبر ورکړی.

د بیان په اساس دا تړون د بیړنیو خدماتو، روغتیا پاملرنې، اوبو او حفظ الصحې، د چاودېدونکو توکو له امله د خطرونو په کمولو او د معیشت په ملاتړ تمرکز کوي.

دا تړون د «افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ» پر مهال لاسلیک شوی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي یوهانس بروور ویلي چې مرستندویه بنسټونه باید د سرې میاشتې ملاتړ وکړي څو د لا ډېرو ستونزو پر وخته رسیدنه وشي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د شپږ اړخیزو لوبو پایلوبې ته ووته

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربتوب د شپږ اړخیزو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

افغان لوبډلې تیره شپه په نیمه پایلوبه کې کیپ ورډ هېواد ته ۲ د ۴ پر وړاندې په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.

افغان لوبډله په پایلوبه کې له برازیل سره مخ ده.

دا لوبه نن ماښام د کابل په وخت ۸نیمې بجې پیلږي.

د برازیل په کوربتوب د لویو وچو ترمنځ د شپږو هېوادونو جاپان، پیرو، اندونیزیا او کیپ ورډ ترمنځ دا لوبې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۲ نیټه پیل شوې وې چې نن ماښام پایته رسیږي.

پاکستان: له افغانستان سره خبرې باید مشروطې وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبې) وویل، اسلام‌اباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی، خو دغه خبرې باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په ګډون د مشخصو پایلو سبب شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان وویل، پاکستان به د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې مرسته کوي.

نوموړي د روسیې د منځګړیتوب په اړه ویلي، تر اوسه د داسې کومې رسمي هڅې په اړه معلومات نه لري، خو پاکستان له اغېزمنو منځګړیتوبونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده. اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او نورو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د ملتونو جام؛ د افغانستان او جاپان لوبه مساوي شوه

ارشیف، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د «فوټسال د ۲۰۲۶ کال د ملتونو جام» په سیالیو کې د افغانستان او جاپان د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د صفر پر وړاندې صفر مساوي پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په لړ کې افغانستان د جمعې په سهار وختي خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره ترسره کړه چې دواړو لوبډلو ونه‌شوی کولای ګول ووهي.

افغانستان د فوټسال د ملتونو جام په دې شپږ اړخیزو سیالیو کې په «بي» ګروپ کې له جاپان او پیرو سره یوځای دی.

برازیل، اندونیزیا او کېپ ورډ هم د دغو سیالیو نور ګډونوال دي.

دا سیالۍ د اکټوبر په ۱۴مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.

امریکا د دوو افغانانو د تابعیت د لغوه کولو غوښتنه کړې

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د ۴۰ کسانو د امریکايي تابعیت د لغوه کولو لپاره یې قضیې ثبت کړې دي چې دوه افغانان هم پکې شامل دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د تلې په ۲۱مه خپره شوې، پر دغو کسانو تور دی چې د جرمونو په کولو، د تابعیت اخیستو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو او د مهمو معلوماتو په پټولو سره یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی دی.

په دې نوملړ کې ۵۵ کلن واریس جان صافی او ۵۷ کلن اسد جان رامین هم شامل دي.

د نیویارک د محکمې د اسنادو له مخې، پر صافي تور دی چې په ۱۹۹۵ کال کې د طارق محمود په نوم د پاکستان له جعلي پاسپورټ څخه په استفادې امریکا ته ننوتی و. د هویت له افشا کېدو وروسته یې، د چارواکو په وینا، د بېلابېلو هویتونو په جوړولو او واده کولو سره د استوګنې اجازه او وروسته تابعیت ترلاسه کړی دی.

په یوه بله قضیه کې، چې په پنسلوانیا کې ثبت شوې، پر اسد جان رامین تور دی چې نژدې ۳۰ کاله مخکې یې د یوه بل افغان وګړي له هویت څخه په استفادې د کډوالۍ امتیازات ترلاسه کړي او وروسته یې امریکايي تابعیت اخیستی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د دغو کسانو قضیې به محکمې ته ولېږل شي. په نوملړ کې د مکسیکو، پاکستان، ایران، هند، فلیپین، بریتانیا، وینزویلا او کیوبا وګړي هم شامل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG