د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې څه د پاسه ۴ میلیونه ماشومان د حادې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۳مه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې له دې جملې څخه څه باندې یو میلیونیې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د یونیسف دا خبرداری په داسې حال کې دی چې هغه کورنۍ چې ماشومانیې په خوارځواکۍ اخته دي، خپلو ماشومانو ته د کافي خوړو له نشتوالي شکایت کوي.
د لغمان ولایت یو ۲۴ کلنه اوسېدونکې او د ۶ ماشومانو مور وایي د حسینې په نوم یوه دوهنیم کلنه لور یې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوې ده.
دې ښځې چې نهیې غوښتل نومیې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په دې وروستیو کې وویل، مېړهیې د خښتو بټۍ کې کار کوي او دومره پیسې نهګټي چې خوارځواکې ماشومې ته پرې د ډاکترانو له سپارښتنې سره سم خواړه برابر کړي.
هغې وویل: "ډېره ناروغه ده، ډاکتر ویل چې خوارځواکې ده، څه وکړو وس مو نهشته، بېوزله یو، شیدې مې نهشته، نو اوس څه خوړلی هم نهشي، چې څه وي، انسانیې وخوري شیدې به پیدا شي، دا چې څه نهشته، زما شیدې هم نهشته."
ارشیف، په هرات کې په خوارځواکۍ اخته یو بستر شوی ماشوم
یوازې دوهنیم کلنه حسینه نهده چې له خوارځواکۍ کړېږي.
ننګرهار ولایت کې یو روغتیایي رضاکار الفتالله محبزی وایي هره میاشت په خپله سیمه او ورڅېرمه څو ولسوالیو کې په خوارځواکۍ د ګڼو اخته ماشومانو څارنه کوي.
هغه فقر او بېوزلي د خوارځواکۍ یو اساسي لامل ګڼي: "په ډېرو کورنیو کې د عاید سرچینې نهشته، یا یې عاید دومره کم دی چې د ورځنیو اړتیاوو لپاره بسنه نهکوي، له همدې امله ځینې کورنۍ نهشي کولای خپلو ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي."
د ډاکترانو په وینا، خوارځواکي د افغانستان په څېر مخ پر ودې هېوادونو کی یوه عامه ناروغي ده چې د خوراکي موادو د نشتوالي، خپله ماشوم کې د ناروغۍ له کبله او د چاپېریال د عواملو څخه رامنځته کېږي.
د کابل د طب پوهنتون پخوانی استاد ډاکتر احمدالدین معارج وايي کله چې ماشوم د هضمي جهاز یا په کومه بله اړوند ناروغۍ اخته وي، یا میندې پلرونه په دې نهپوهېږي چې ماشوم ته په کوم عمر کې کوم خواړه ورکړي، دا هم د خوارځواکۍ سبب کېږي.
هغه وايي د خوارځواکۍ د پېژندنې بارزه نښه دا ده چې د ماشوم وزن نهزیاتېږي یا پړسېږي، بېاشتها وي او بدنیې خوله کوي.
ارشیف، یو روغتیايي مرکز چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
ډاکتر معارج وايي په ارزان بیه خوړو هم د خوارځواکۍ علاج کېدای شي: "علاجیې ساده دی، ماشوم ته انرژي او پروتین ورکول کېږي. انرژي کېدای شي له هر ډول خوړو نه حاصله شي، له خوږو خوړو نه، له غوړو خوړو نه، له پروتیني خوړو نه لکه غوښه، لوبیا، نخود، هګۍ، شیدې، مستې. غوره لار دا ده چې نباتي پروتین لرونکي مواد لکه لوبیا، دال، نخود او باقلي ټول سره ګډ او مېچن شي، په اوبو کې پاخه او په مناسبه اندازه غوړي پهکې واچول شي او ماشوم ته ورکړل شي."
ډاکتر معارج زیاتوي چې د دوو ماشومانو ترمنځ د سن توپیر باید لږترلږه له ۳ تر ۵ کلونو پورې وي، پۍ په پۍ یا شیر په شیر ماشومان راوړل د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ سبب کېږي.
هغه وايي ماشوم ته باید تر ۶ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي او وروسته باید د روغتیاپالانو په مشوره ورته پروتین، نشایسته او غوړ لرونکي خواړه او په وخت واکسین ورکړل شي او د خوارځواکۍ په مخنیوي کې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر مهم رول لري.
افغانستان کې د یونېسف دفتر ویلي، زیانګالو کورنیو سره نقدي مرستې کوي ترڅو مغذي خواړه او نور اړین مواد واخلي او روغتیايي خدماتو ته بهتر لاسرسی ولري.