د ملګرو ملتونو د نړیوالو اړیکو مرستیالې میلیسا فلمینګ د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پوسټ کې ویلي، روغتیايي مرکزونه په په داسې مهال بند شوي چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي بحران سره مخامخ دی. د هغې په وینا، په ټول هېواد کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له سحتې خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې نژدې یو میلیون یې د خوارځواکۍ شدید او د ژوند ګواښونکي ډولونه دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د درملنې، ځانګړو تغذیوي خوړو او نورو ضروري خدمتونو اسانتیا کمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو ادارې وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو بودجه په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ کمه شوې او له همدې امله مرستندویې ادارې اړې شوې چې روغتیايي، تغذیوي او بېړني پروګرامونه محدود کړي.
د ملګرو ملتونو ادارې وايي، مرستندویې ادارې اړې شوې چې روغتیايي، تغذیوي او بېړني پروګرامونه محدود کړي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې میلیونونه افغانان، په ځانګړي ډول ماشومان، امیندواره ښځې او بېځایه شوې کورنۍ، لا هم د لومړنیو روغتیايي او خوراکي خدمتونو لپاره پر بشري مرستو متکي دي.
تر دې مخکې په اسد میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې ده او روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري، یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي.
د کابل سر کوتل سیمه کې د زهرې په نوم یوه مور چې د عمر په نوم ۴ کلن ماشومیې د پښو د معلولیت ترڅنګ په خوارځواکۍ هم اخته دی او دومره وس نهلري چې هغه ته مقوي خواړه برابر کړي یا یې درملنه وکړي وایي، خپله هم په خوارځواکۍ اخته شوې وه چې څه مودهیې له نږدې کلینیک څخه تغذیوي مواد ترلاسه کړي، خو وروسته هغه هم پرې بند شول: "په کلینیک کې مې مخکې د یوې مودې لپاره د تغذیې مواد اخیستل، خو هغه مې د ځان لپاره و. کله به چې ښځې خوارځواکې او کمزورې وې، ورته بهیې د وچو موادو پاکټونه ورکول."
مرستندویې ادارې له نړیوالو بسپنهورکوونکو غواړي چې افغانستان ته خپلې مرستې زیاتې کړي، ځکه د دوی په وینا، د نړیوال مالي ملاتړ له کمېدو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه دی.