د پاکستان د حملو د قربانیانو روایت؛ هلمند او کونړ کې ښځې او ماشومان وژل شوي

د افغانستان د کونړ ولایت په شلتن کې د پاکستان د هوايي حملې له امله ویجاړ شوی کور چې مالک‌یې له ویجاړیو د خپل کور وسایل راټولوي.

یوازې ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د افغانستان په ځینو ولایتونو د پاکستان د هوايي حملو قربانیان دي.

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ یو اوسېدونکی، انارګل یو له دغو قربانیانو وايي چې د پنجشنبې سهار وختي د پاکستاني جنګي الوتکو په بریدونو کې یې څلور خپلوان وژل شوي دي.

هغه ازادي راډیو ته په ټیلیفون وویل چې په وژل شویو کسانو کې یو هلک، دوه نجونې او د هغوی مور شامل دي.

انارګل زیاته کړه چې اووه نور کسان ټپیان او سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یوه ماشوم روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

هغه وايي: "ما د درېیو چاودنو غږونه واورېدل. په لومړیو دوو بریدونو کې د ګاونډیانو کورونه په نښه شول او درېیم برید زما د ماما پر کور وشو."

یو استوګنیز کور چې پر هلمند د پاکستان په هوايي حمله کې ویجاړ شوی دی.

د انارګل کیسه په هلمند او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو د ملکي تلفاتو یوازې یوه برخه ده، هغه بریدونه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم د ورته پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه بمبارۍ کې پنځه کسان شهیدان شوي دي. دا د شلتن ولسوالۍ د چوګام درې سیمه ده، دا داسې سیمه ده چې په کلیو کې یې خلک ټول د مالدارۍ په کارونو بوخت دي."

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې ۲۲ وسله‌‌وال وژل شوي دي.

اسلام‌اباد ادعا کړې چې دغه بریدونه د هغه څه پر بنسټ چې په سیمه کې یې د وسله‌والو د فعالیت په اړه «باوري شواهد» بولي، ترسره شوي دي.

اسلام‌اباد کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته‌یې چې پاکستان کې بریدونه کوي پناه ورکړې، خو د طالبانو چارواکي دغه تور ردوي.

په خیبرپښتونخوا کې د یوې انتحاري حملې نه وروسته ویجاړۍ، هغه حمله چې تحریک طالبان پاکستان‌یې مسؤلیت منلی دی.

پاکستاني ځواکونو سږ کال څو ځله افغانستان کې دننه بریدونه کړي چې د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۱،۰۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دغه وضعیت د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بې‌سارې توګه کړکېچنې کړې دي.

په عین حال کې، تحریک طالبان پاکستان د تلې په نهمه یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې په تېره میاشت کې یې پاکستان کې ۳۳۴ بریدونه ترسره کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو په تأیید سره، د جګړو د سمدستي درولو، د دواړو لورو د زغم او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.