د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر، ولکر ترک د دوشنبې په ورځ په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوق شورا ته په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل تازه راپور کې د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې خپل هغه فرمانونه او پالېسۍ لغوه کړي چې په ټکو یې په عامه ژوند کې د نجونو او ښځو حضور جرم ګڼي.
ده زیاته کړې: "زه یو ځل بیا په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غوښتنه کوم چې خپل هغه ویروونکي فرمانونه او پالېسۍ لغوه کړي چې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاَ جرم ګڼي. د دوی دغه د شدید تبعیض او ځپنې سیستم چې اوس دا دی شپږم کال ته داخلېږي، د جنسیت په اساس له تبعیض پرته بل څه نهدی."
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته له ستنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زدهکړو بندیز ولګاوه.
وروستهیې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو او عالي تحصیلاتو د مؤسسو دروازې هم وتړلې .
دغهراز د ښځو په تګ راتګ هم محدودیت وضع شوی او په دولتي ادارو کې د دوی حضور ډېر محدود شوی دی.
د تېر ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په اوومه طالب چارواکو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو په کار هم بندیز ولګاوه او په دې سره هغه سلګونه ښځې چې د دغه سازمان په دفترونو او اړوندو مؤسسو کې کار کاوه په کور کېناستلې.
یوې ۲۸ کلنې افغانې مېرمنې چې پخوا یې ۱۰ کاله د ملګرو ملتونو اړوند یوې مؤسسه کې کار کاوه او نهیې غوښتل نومیې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې اوس کومه وظیفه نهلري.
هغه چې پخوا یې د خپلې ټولې کورنۍ لګښتونه په غاړه و وايي اوس د غیر دولتي مؤسسو په دفترونو کې دننه د کار اجازه نهورکول کېږي او له دفتره بهر په ساحوي کارونو کې د محرم لرل شرط دی: "اوس هم که بل ځای کار لټوو، دفتر کې دننه اجازه نهراکوي چې اداري کارونه وکړو، که د ساحوي کار ورته ووایو وايي چې محرم باید درسره وي. موږ وینو چې د ملګرو ملتونو ډېرې څانکې اوس وظیفې نهاعلانوي."
ارشیف، یو شمېر بې وزله افغان مېرمنې چې د دوهم لاس جامو اخیستو لپاره بازار ته راوتلې دي.
دغه مېرمن زیاتوي چې افغانستان یو جنګځپلی هېواد دی، د ګڼو کورنیو سرپرستانې ښځې دي، نو چه ښځه د کورنۍ مشره وي محرم له کومه کړي؟ هغه وايي اوسیې خپله یوه رېکشا اخیستې او د عاید له درکهیې کورنۍ چلوي.
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش افغانستان کې د هغه څه د دوام په هکله چې د ښځو او نجونو په وړاندې یې "تبعیضی سیاستونه" بولي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
انتونیو ګوترش وايي د نجونو او ښځو په زدهکړو او کار محدودیت لګول د هغوی له اساسي حقوقو څخه سرغړونه ده او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او له نړیوالې ټولنې سرهیې د بیا یوځای کېدو پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.
ښاغلی ګوترش د ملګرو ملتونو دفاترو ته د افغان ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندیز، د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کار ګڼي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه بندیز د مأموریت په ترسره کولو کې د ملګرو ملتونو امکانات په داسې حال کې کمزوري کوي چې افغانان د ژوند ژغورنې مرستو ته اړ دي او اړتیاوې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې له واکمنو چارواکو یو ځل بیا غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې په ښځینه افغان کارکوونکو د کار بندیز سمدستي لغوه کړي او په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو او تأسیساتو ته د هغوی خوندي او له خنډ پرته لاسرسی تضمین کړي.
انتونیو ګوترش د طالبانو له حکومت دا هم غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لیرې کړي او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او واقعي ګډون حقونه خوندي او رعایت کړي.
طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تازه څرګندونو په هکله کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي دي.