په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفاترو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو له خوا د لګېدلي بندیز د یو کلنۍ په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي سرمنشي انتونیو ګوتیریش د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو په دوامداره توپیري چلندونو اندېښنه ښکاره کړې.
د ښاغلي ګوتیریش په حواله په یوه اعلامیه کې چې د هغه ویاند سټفین دوجاریک خپره کړې راغلي چې، : «د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار په ډیری برخو کې د ښځو پر بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات اوهم په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د بیا ادغام پر وړاندې لا هم یو مهم خنډ دی.»
د خبرپاڼې له مخې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو په کار غه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د دې سازمان وړتیا افغان ولس ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو په برخه کې کمزوري کوي.
هغه هم په داسې وخت کې چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي. د ملګروملتونو سرمنشي پر افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبرپه ۷ د ملګروملتونو په ادارو کې افغان ښځینه کارکونکې هم له کارکولو منع کړې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس د طالبانو تر دغو بندیزونو مخکې لږ تر لږه ۳۳۰۰ افغانان چې پکې شاوخوا ۴۰۰ ښځې هم شاملې دي د ملګرو ملتونو په دفاترو کې په کار لګیا وو.
تر بندیز وروسته ټولې افغان ښځې چې د ملګرو ملتونو اړوندو دفاترو کې یې کار کاوه په جدي توګه کار ته له تلو منع شوې او ورسره په مرستو رسولو او ګڼو نورو چارو کې د ملګرو ملتونو کارونه له خنډ سره مخ شول.
په همدې حال کې د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنر برهام صالح هم د ملګروملتونو د سرمنشي غوښتنه بدرګه کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه باید رعایت شي.
صالح د یکشنبې په ورځ د سپټبمرپه ۶ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «یو کال کېږي چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کارکولو منع شوي او د هغوی حقونه او ازادۍ لا هم په منظم ډول محدودېږي. زه هم له انتونیو ګوتېرېش سره یوځای غوښتنه کوم چې دغه توپیري چلند پای ته ورسول شي. د افغان ښځو او نجونو حقونه، کرامت او راتلونکی باید خوندي او رعایت شي.»