دندې او معاشونه یې له لاسه ورکړي، له کاري چاپېریال سره یې اړیکې پرې شوې او د ورځې ډېره برخه یې په کورونو کې تېروي.
د کابل یوې اوسېدونکې چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، وايي لا هم چې کله د خپل پخواني کارځای له څنګ څخه تېرېږي، هغه ورځې یې سترګو ته درېږي چې دنده یې لرله او خلک به د مشورې لپاره ورتلل.
هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «ډېره زړهتنګه او خواشینې یم. کله چې د خپل پخواني کارځای له ودانۍ سره نږدې تېرېږم، ډېر اغېز راباندې کوي، ځکه دلته ما کلونه کار کړی، ښه دنده مې لرله. نکاحخطونه، تذکرې او د هغو کورونو عرفي اسناد چې زما له لاسلیک وروسته به یې اعتبار پیدا کاوه، ټول را په یادېږي. د جمهوریت پر مهال به د سیمو وکیلان ما ته راتلل او مشوره به یې غوښتله، اوس دا ټولې یادونې مې دردوي.»
د سمنګان یوې اوسېدونکې مېرمنې بیا د هغو ورځو یادونه کوي چې کار او زدهکړې دواړه یې د ورځني ژوند برخې وې.
هغې هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، وویل: «هغه وخت چې طالبان نه وو، ما د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت کې د ساینس څانګه لوستله. یوه ډېره ښکلې تیاره شینرنګې کورتۍ او لمن مې لرله او ورسره مې یو لاسي بکس هم و. کله به مې چې هغه کالي اغوستل، ډېر د خوښۍ او ویاړ احساس مې کاوه چې زه ځم او درس وایم، خو د طالبانو په راتګ سره مې زدهکړې نیمګړې پاتې شوې.»
د کابل د یوې بلې مېرمنې لپاره بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه د هغې د عادي ورځني ژوند د پای په معنا وه.
هغې تر دې مخکې په یوه نادولتي موسسه کې کار کاوه او د خپل معاش له لارې یې د کور لګښتونه او د ماشومانو اړتیاوې پوره کولې.
نوموړې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: «د اګست تر پنځلسمې مخکې به سهار زه دفتر ته تلم او ماشومان مې ښوونځي ته. که څه هم د کور سرپرسته وم، خو په ژوند کې مې داسې احساس نه کاوه چې کومه لویه ستونزه لرم. له دندې به کور ته راتلم، د کور سودا به مې خپله اخیسته، میاشتنی معاش مې درلود، خپلواکه وم، خلکو ته مې پوهاوی ورکاوه او نورو ته مې هم ګټه رسېده.»
خو هغې وویل، اوس ان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول هم ورته ستونزمن شوي دي.
«اوس داسې حالت ته رسېدلې یم چې لسو افغانیو ته هم اړتیا لرم. که اولاد مې ناروغ شي، ډاکټر ته یې نه شم وړلای، که خپله ناروغه شم، ډاکټر ته نه شم تللی. له هر پلوه تر فشار لاندې یم. راتلونکی به څه کېږي؟ هېڅ معلومه نه ده.»
د دغو مېرمنو په ژوند کې دا بدلونونه د طالبانو د هغو محدودیتونو پایله ده چې تر بیا واکمنېدو وروسته یې د ښځو پر کار، زدهکړو او ټولنیز حضور لګولي دي.
د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي؛ خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې وروسته یې د ښځو پر زدهکړو او کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.
په ۲۰۲۲ کال کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو، په ۲۰۲۳ کال کې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې له کار کولو منع شوې او څو میاشتې وروسته د ښځو د سینګار د سالونونو فعالیت هم وتړل شو.
دغه بندیزونه یوازې تر کار پورې نه دي محدود، بلکې په عامه ځایونو کې یې د ښځو پر تګ راتګ او ټولنیز حضور هم اغېز کړی دی.
د اسلامي هېوادونو په ګډون نړیوالې ټولنې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، «یو اېن وومن»، ویلي، له هغو افغان ښځو څخه چې دوی ورسره مرکې کړې دي، نږدې نیمایي یې د سختو محدودیتونو له امله په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره وځي.
دې ادارې د روان کال د اګست په ۱۲مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو کورناستې کېدل او له ټولنیزو فعالیتونو لیرې پاتې کېدل د هغوی پر رواني روغتیا ژورې اغېزې لري.
په اعلامیه کې راغلي چې د حقونو او فرصتونو له لاسه ورکول، له فزیکي فعالیتونو، ټولنیزو اړیکو او عاطفي ملاتړ څخه محدود لاسرسی د ښځو او نجونو ترمنځ رواني ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.
د دې ادارې په وینا، ښځې د اضطراب، ناهیلۍ او د راتلونکي په اړه د بېباورۍ له زیاتېدو شکایت کوي او په افغانستان کې له هر لسو ښځو اووه یې خپل رواني وضعیت «خراب» یا «ډېر خراب» بولي.
روانپوهه ساینا حمیدي هم وايي، د کاري فرصتونو له لاسه ورکول او د خپلواک عاید نشتوالی د ښځو پر رواني وضعیت اغېز لرلای شي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: «کله چې پر ښځو محدودیتونه ولګول شي او پرېنښودل شي چې بېلابېلو ځایونو ته ولاړې شي، کار وکړي او په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، ښځه دې احساس ته رسېدای شي چې ګواکې ارزښت نه لري، وړتیاوې یې له پامه غورځول شوې دي او راتلونکی نه لري. له بده مرغه وینو چې د افغانستان ډېری نجونې او ښځې له بېلابېلو رواني ستونزو، لکه خپګان، اضطراب او د راتلونکي په اړه له ناهیلۍ سره مخ دي.»
د دې وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتېږي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له طالبانو سره په تعامل کې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
هغه د اګست په پنځلسمه، د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځو کلونو د پوره کېدو پر مهال ویلي: «په افغانستان کې وضعیت سخت، خو نه بدلېدونکی نه دی.»
خو د سمنګان د هغې اوسېدونکې لپاره د بدلون هیله تر ډېره هغو ورځو ته د بېرته ستنېدو ارمان دی چې درس یې وایه او کار یې کاوه.
هغې وویل:
«اوس کله کله چې په المارۍ کې د خپل کار او زدهکړو د وخت هماغه کالي ووینم، رښتیا مې ژړا راځي. له ځانه پوښتم، ایا داسې ورځ به بیا راشي چې له کوره ووځم، دنده پیدا کړم او یو کار ترسره کړم؟»