د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو په ځانګړې توګه لرې پرتو ولسوالیو کې یو شمېر قابلهګانو ازادي راډیو ته وویل، ورځ بلې ته پرې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو پر تګ راتګ د محرم له شرط سره تړلو محدودیتونو، د دوی د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
د افغانستان د شمالي زون، سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ یوه ۴۲ کلنه اوسېدونکې او قابله وایي د خپلو ناروغانو د لیدو لپاره مختلفو ولسوالیو او سیمو ته سفرونه کوي خو د طالبانو له خوا پرې د محرم لرلو شرط له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړې ده.
دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره یې مرکه کې وویل چې په دې برخه کې ۲۰ کلنه تجربه لري.
«دې سیمه کې چې زه کار کوم، واقعاً میندې او ماشومان داسې کسانو ته اړتیا لري چې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې کافي مهارت ولري،او خدمات ورته وړاندې کړي.»
دا همداراز وایي، که څه هم له لرې پرتو سیمو او ولسوالیو یې د مرستې لپاره ډېری ناروغانې چې اکثره امیندواره میندې وي، ډېر تماسونه ورسره نیسي خو کله نا کله د هغوی مرستې ته نه شي ورتللی:
“د محرم په برخه کې زه ډېره ستونزه لرم او ډېرو ننګونو سره مخ شوې یم،ځکه شپږ کلونه کېږي چې مېړه مې مړ شوی، نو ما ته ډېره سخته وي چې کله د سمینار یا د کار لپاره له بلخاب بهر ولاړه شم،مجبوره یم چې یو چا پسې ولټېږم چې ما سره د محرم په توګه ولاړ شي،یو ورور مې کابل کې په دنده بوخت دی او بل له هېواده بهر دی،پلار مې هم مړ شوی،خسر نه لرم، مېړه مې وفات شوی،زه واقعا له ننګونو سره مخ یم.”
دا قابله ادعا کوي چې تېر کال له خپلو دوو ماشومانو سره د خپل کار اړوند د یو موسسې لخوا تنظیم شوي سیمینار ته تللې وه خو هلته له محرم پرته په مېلمستون کې د شپې پاتې کېدو له امله په سرپل ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ادارې لخوا له ماشومانو سره یو ځای ۸ ساعته بندي شوې هم ده.
هڅه مو وکړه په دې اړه د ادارې نظر ولرو، خو مسولینو سره یې په تماس بریالي نه شوو.
ازادي راډیو د دې مېرمنې ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د کندوز ولایت د امام صاحب یوه ۲۷ کلنه اوسېدونکې او قابله هم د محرم اړوند د طالبانو لګول شوی محدودیت د ځان په ګډون د خپلو ټولو ښځینه همکارانو د کار او فعالیت پر وړاندې لوی خنډ بولي.
دې هم د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
“چې کله مجرده هم وم، باید محرم مو ځان سره بیولی و، په ډېرو ستونزو به مې ځان سره ورور بوته خو هغه به کله راسره ولاړه کله نه، ځکه خپله هم محصل و، بل هغه ته یې هېڅ هم نه ورکول، بیا مې چې اوس واده هم کړی، له محرم پرته مو نه پرېږدي،د همدې لپاره چې دې ولسوالیو کې مجاهدینو (طالبانو) بې محرمه (کار ته) نه پرېښودم نو چې کوژده شوم پر خپل کوژدن مې نرسینګ ووایه،چې یو ځای واوسو او زما دې (محرم) ستونزه حل شي،همکارانې مې هم له دې درکه ډېرې ستونزې لري، ځکه ټولې نه شي کولای ځان سره محرم وګرځوي.”
دا وايي، په داسې حال کې چې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي، خو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمېدو او پر تګ راتګ یې د محدودیتونو له امله، د اړتیا وړ خدمتونه ټولو ښځو ته نه رسېږي.
قابلهګانې وايي، که دا وضعیت دوام وکړي، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې به د ښځو او نجونو روغتیايي ستونزې خصوصاً د میندو او ماشومانو د مړینې وار دمخه زیاتوالی لا شدیدې او نه جبرانېدونکې کچې ته ورسېږي.
دا هغه څه دي چې د ځینو لرې پرتو سیمو ځینې ښځې یې هم له امله شکایت کوي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د ۷ ماشومانو مور شریفه وایي، په سیمه کې یې هېڅ ډول روغتیایي مرکز، خدمتونو، درملو او ښځینه ډاکټرانو ته لاسرسی نه لري چې او د دې په ګډون په کلي کې یې ډېری ښځې د امیندوارۍ، زېږون او نورو ښځینه ناروغیو پر مهال له جدي ستونزو سره مخ وي:
“موږ دلته کلینیک نه لرو چې د درملنې لپاره ورشو،کله چې په شپه یا ورځ کې زه، ماشومان مې یا نورې ښځې ناروغان شي، حیرانه پاتې کېږو چې چېرې ولاړ شو، باید موږ ته کلینیک جوړ شي موږ کلینیک، ښځینه ډاکترې او درملو ته شدیده اړتیا لرو.”
د کندهار، کونړ او غزني په ګډون د بېلابېلو نورو ولایتونو یو شمېر کلیوالو ښځو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې روغتیايي مرکزونه یې له کورونو لرې دي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالي یې ستونزې لا زیاتې کړې دي.
دوی وایي، د قابلهګانو شتون په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره مهم دی.
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي څو د اړتیا په صورت کې د محرم له شتون پرته هم د کار سیمو ته تګ راتګ وکړای شي.
هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو قابله ګانو او ښځو د شکایتونو، غوښتنو او ادعاوو اړوند د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو بېلابېلو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې په وار - وار ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې افغان نجونو، ښځو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو د ګڼو نورو بندیزونو او محدودیتونو تر څنګ له محرم پرته پر اوږد واټن سفر هم بندیز لګولی دی.
دغه شان د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ کال قوس میاشت کې په نیمه لوړو طبي موسسو کې د نجونو زده کړې هم بندې کړې او په دې توګه زده کړو ته د نجونو لاسرسی په بشپړه توګه بند کړل شو.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د شمېرو له مخې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې خپرې کړي، په ټول افغانستان کې د فعالو قابلو شمېر ۸ زرو ته رسېده، خو اټکل کېږي چې په تېرو دغو دوو کلونو کې په شمېر نور کمښت هم راغلی وي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال د اپرېل په ۲۸ مه په یو راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ۴۰۰ ډېرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د میندو د مړینې او نویو زېږدلو ماشومانو له لوړې کچې سره مخ دی.
دغه شان د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تېره میاشت وویل چې افغانستان کې په هر یو لک ژوندیو زیږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې مري.
بل لور ته، د یونیسف د معلوماتو له مخې، له هرو زرو ژوندیو زېږونونو شاوخوا ۵۳ ماشومان مري.