د میلیونونه افغان کډوالو راستنېدنه او محدودې سرچینې؛ د افغانستان لپاره نوی کړکېچ

ارشیف، له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال

میلیونونه افغانان لا هم هغه هېواد ته ستنېږي چې له بې‌کارۍ، د سرپناه له کمښت او پراخو بشري مرستو ته له جدي اړتیا سره لاس او ګرېوان دی.

په داسې حال کې چې د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی، ډېری راستنېدونکي وايي چې په افغانستان کې د کار موندل، د استوګنې ځای برابرول او د ژوند له سره پیلول د دوی له سترو ننګونو څخه دي.

دا په دې معنی ده چې د دغو افغان کورنیو لپاره هېواد ته بېرته ستنېدل د کډوالۍ پای نه، بلکې د بقا لپاره د یوې نوې مبارزې پیل دی.

دولت خان چې ۴۵ کاله وروسته له پاکستان څخه ننګرهار کې خپل ټاټوبي ته ستون شوی، له بې‌کارۍ شکایت کوي: "د پاکستان او د دې وطن ژوند کې ډېر فرق دی ځکه چې دلته مزدوري بېخي نه‌شته او پاکستان کې مزدوري بې‌حده ډېره وه، چا چې څه رقم مزدوري کړه هلته ورته میلاوېده، خو دلته هر سړی چیغې وهي چې مزدوري کړمه، خو مزدوري نه‌شته."

دلته هر سړی چیغې وهي چې مزدوري کړمه، خو مزدوري نه‌شته.


ارشیف، په تورخم کې د افغان راستنېدونکو لپاره لنډمهاله کمپ

خو محمد خاطر چې هغه هم تازه له پاکستانه ستون شوی وايي چې له ځان سره‌یې د سوداګرۍ تجربه راوړې او هڅه کوي خپل تجارت بیا پیل کړي، خو د دکان موندنه کې ستونزه لري: "موږ د پېښور په صدر کې د رخت کار کولو او بېرته چې وطن ته راغلی یمه غواړم په خپل کار کې مخ ته ولاړ شم او هماغسې یې روان وساتم. یوازنۍ ستونزه دا ده چې دلته دکانونه نه پیدا کېږي، هڅه کوم چې یو دکان پیدا کړم."

راستانه شوي کډوال دا شکایت هم لري چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌کړو بندیز لګول شوی او د دوی کوچنیان په ښوونځیو کې په پښتو او دري ژبو تدریس سره بلد نه‌دي.

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) وايي په تېرو درېیو کلونو کې ۶ میلیونه او په روان میلادي کال کې تر اوسه یو میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

افغانستان کې د دغې ادارې ویاند چارلي ګودلیک الجزیرې چینل سره خبرو کی وویل د کال تر پایه به د ستنو شویو کډوالو شمېر د سویس په څېر یوه هېواد له نفوسو سره برابر شي: "موږ وینو چې په یوازې درېیو کلونو کې ۶ میلیونه کسان ستانه شوي، په دوی کې یو میلیون کسان یوازې سږکال ستانه شوي، سربېره پر دې د موږ تخمین دا دی چې د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه به دوه تر دوه نیمو میلیونو نور کسان ستانه شي چې په مجموع کې ۹ میلیونه کسان کېږي چې دا د سویس په څېر د یو هېواد د نفوسو سره برابر دی."

د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه به دوه تر دوه نیمو میلیونو نور کسان ستانه شي چې په مجموع کې ۹ میلیونه کسان کېږي.

ښاغلی ګودلیک زیاتوي چې دغه کسان داسې یو هېواد کې ادغام او جذبېږي چې له اقتصادي مشکلاتو او خصوصاً د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو له ستونزو سره مخ دی او د هېواد تقریباً نیمه برخه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف، له پاکستانه د راستانه شویو افغان کډوالو لپاره لنډمهاله کمپ

نوموړی زیاتوي چې ملګري ملتونه په ټولنه کې د دغو کسانو د ادغام لپاره مرسته کوي، خو د مالي منابعو له کموالي سره مخ دي.

بل‌خوا د طالبانو حکومت وايي له ګاونډیو هېوادونو د ستنو شویو کډوالو د دایمي هستوګنې لپاره لسګونه ښارګوټي جوړېږي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي په ځینو دغو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش کار عملاً روان دی: "د مهاجرینو د دایمي استوګنې لپاره په ټول هېواد کې ۵۸ ښارګوټي په نظر کې نیول شوي دي چې دا مهال شاوخوا ۳۰ ښارګوټو کې عملاً د ځمکو توزېع جریان لري او ټولټال تر اوسه ۵۹ زره او ۱۳۳ نمرې ځمکې راستنو شویو مهاجرینو ته توزېع شوې دي."

ښاغلی فطرت زیاتوي چې ستانه شوي کډوال د کور جوړولو او سرپناه جوړولو توان نه‌لري او حکومت هڅه کوي چې د مرستندویو بنسټونو او نورو خیریه مؤسسو پام دې ته راجلب کړي او ځینو هېوادونو لکه د قطر سرې میاشتې او ځینو خیریه مؤسسو لخوا په کم شمېر کې کورونه جوړ شوي، خو بسنه نه‌کوي او لازیاتو مرستو ته اړتیا ده.

له پاکستان څخه د کډوالو د ستنېدو بهیر په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره سم نسبت پخوا ته ګړندی شوی دی.

ارشیف، له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال

تازه پاکستان د روانې جولای میاشتې له ۱۰مې را پدېخوا د هغو افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې چې په دغه هېواد کې د پاته کېدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نه‌لري.

جمرود کې یو رضاکار مرستندوی اسلام بادشاه وایي د ورځې ۴۰۰ تر ۶۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

پاکستان د روانې جولای میاشتې له ۱۰مې را پدېخوا د هغو افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې چې په دغه هېواد کې د پاته کېدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نه‌لري.

هغه وايي اکثر ستنېدونکي د ملګرو ملتونو د راجسترېشن کارټونه لري، خو حکومت وايي یوازې هغه افغانان پاکستان کې پاته کېدای شي چې خپلو پاسپورټونو کې د محصلي، تجارت او سیاحت لپاره د اعتبار وړ ویزې ولري.