د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر، الکساندر ډي کرو، چې افغانستان ته تللی ، د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) په خپله ایکسپاڼه د یو ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې له هرو څلورو وګړو څخه درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري.
هغه وايي، افغانستان په یوه وخت کې له څو اړخیزو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی؛ له پراخې بېوزلۍ، د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو او د کډوالو له ډلهییز بېرته ستنېدو نیولې تر نورو جدي ستونزو پورې.
ډي کرو زیاته کړه:
ه هرو څلورو افغانانو درې تنه، چې شمېر یې نږدې ۲۹ میلیونو ته رسېږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لريالکساندر ډي کرو
« دلته افغانستان کې بحرانونه په جلا جلا ډول نه پېښېږي. له هرو څلورو افغانانو درې تنه، چې شمېر یې نږدې ۲۹ میلیونو ته رسېږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.»
ښاغلي ډي کرو دا څرګندونې دافغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، برهم صالح، په دې وروستیو کې افغانستان ته تللي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو چارواکو د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې افغانستان د سترو ننګونو د مقابلې لپاره د ښځو او نارینهوو ګډو استعدادونو ته ځکه اړتیا لري چې میلیونونه راستانه شوي کډوال په داسې مهال هېواد ته ستانه شوي چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی.
بلخوا طالبانو، د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه افغانو کارکوونکو په ورتګ هم بندیز لګولی دی.
برهم صالح وايي دغه بندیز د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو او خدماتو په رسولو کې د ملګرو ملتونو فعالیت په جدي ډول محدوده کړی.
ټاکل شوې چې نوموړی په راتلونکو ورځو کې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وګوري او له هغوی وغواړي چې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لرې کړي.
د ملګرو ملتونو ددغو دوو لوړ پوړو چارواکو د سفر موخه له راستنو شویو کډوالو، همکارو ادارو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره سلا مشورې او د بشري وضعیت ارزونه بلل شوې ده.
بل پلو، یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستانه بېرته هېواد ته ستانه شوي، وايي چې له راستنېدو وروسته له ګڼو ستونزو، په ځانګړي ډول بېکارۍ، سره مخ شوي دي.
دولت خان، چې له شاوخوا ۴۵ کلونو وروسته له خیبر پښتونخوا څخه خپل پلرني ټاټوبي، ننګرهار، ته ستون شوی، ازادي راډیو ته ویلي:
له بده مرغه دلته د کار او روزګار هېڅ زمینه نشته. هلته چې موږ اوسېدو، هر چا ته به، که لږ هم و، کار پیدا کېدهدولت خان
«له بده مرغه دلته د کار او روزګار هېڅ زمینه نشته. هلته چې موږ اوسېدو، هر چا ته به، که لږ هم و، کار پیدا کېده. خو دلته هر څومره هڅه کوو، د کار فرصت نه مومو.»
دولت خان زیاتوي چې د استوګنې د مناسب ځای نشتوالی او د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه هم د دوی د ژوند له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه وايي، که په هېواد کې ورته د کار زمینه برابره نه شي، اړ به شي چې د خپلې کورنۍ د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره یو ځل بیا پاکستان ته کډه وکړي؛ هغه هېواد ته چې د ژوند نږدې ۴۵ کاله یې پکې تېر کړي دي.
که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شم یو ځل بیا پاکستان ته کډوال شمدولت خان
«که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ به شم یو ځل بیا پاکستان ته کډوال شم. هغه زما پلرنی وطن نه دی، خو انسان هغه ځای ته ځي چې د ژوند امکانات، د کار فرصتونه او د عاید سرچینې پکې موجودې وي.»
د دولت خان کیسه د هغو زرګونو افغانو کورنیو د ژوند انځور وړاندې کوي چې په وروستیو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو د فشارونو له امله، په زور یا په خپله خوښه، افغانستان ته ستنې شوې دي.
د وروستیو کلونو اقتصادي رکود، د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پراخ اخراج، او د اقلیم د بدلون ناوړه اغېزو، لکه سېلابونه، وچکالۍ او زلزلې، د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې که څه هم د افغانستان بحران نور د نړۍ د رسنیو په سرلیکونو کې نه ښکاري، خو ملیونونه افغانې کورنۍ یې اغېزې لا هم هره ورځ زغمي.
اوچا وايي د ۲۰۲۶ کال د لومړیو شپږو میاشتو په تېرېدو سره، د افغانستان د بشري مرستو لپاره د غوښتل شوې بودجې یوازې ۱۷ سلنه برابر شوې ده.