د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۸

لویدیځ کې میشت ځینې افغان کډوال وايي په ژور خپګان اخته شوي دي

د افغان کډوالو یوه ډله جرمني ته د رسیدلو په مهال ، ارشیف
د افغان کډوالو یوه ډله جرمني ته د رسیدلو په مهال ، ارشیف

لوېدیځو هیوادونو ته له افغانستان راغلي یو شمیر افغانان وايي، له رارسېدلو سره سم په ژور خپګان اخته شوي دي. دوی وايي، سختي ورځې یې تېرې کړي او لا هم په بشپړ ډول له یاد وضعیت نه دي وتي. ډاکټران دغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې باید کوربه ټولنې سره ذهني جوړښت وکړي. 

قمرګل چې تقریبا یو کال مخکې جرمني ته راغلې وايي په ژور خپګان اخته سوې.

"ټول شیان راته نوي وو، لکه ژبه، فرهنګ او چاپیریال."

قمرګل زیاتوي چې اوس هم له دې وضعیت سمه نه ده وتې او ډېرې سختې ورځې یې تیرې کړې:

کله چې زه جرمني ته راغلم، له وطن او کورنۍ نه لرې والی راته ډېر سخت و، نو زه ډېره ناراحته وم
قمرګل


" کله چې زه جرمني ته راغلم، له وطن او کورنۍ نه لرې والی راته ډېر سخت و، نو زه ډېره ناراحته وم، ډیرې سختې ورځې مې تیرې کړې، ځني وخت دومره راباندې فشار زیاتېدو چې مجبورېدم ډیره وژاړم."

ژور خپګان یو ډول رواني اختلال دی، چې انسان په کې د اوږدې مودې لپاره د غم او ناهیلۍ احساس کوي، د علاقې وړ کارونو سره یې لیوالتیا کمېږي، بې خوبي، د اشتها کم والی، ستړیا او د انرژۍ کموالی هم رامنځته کوي، انسان په یوې موضوع تمرکز او په اړه یې پرېکړه نه شي کولای، ځان ګرم ګڼي او ان د مرګ یا ځان وژنې فکرونه هم رامنځته کوي.

د بلجیم اوسېدونکې ارزو چې دا بیا درې کاله مخکې له افغانستان راغلی وايي، دې هم په سر کې دغه وضعیت تجربه کړی او ژور خپګان یې درلود:

کله چې یو کس له خپل هیواد کډوال کېږي دا تمه لري چې پښه مې اروپا ته ورسېده ټولې ستونزې مې هوارېږي، خو کله چې دلته رارسېږي ګوري چې ژوند ډیر ستونزمن دی
ارزو


" کله چې یو کس له خپل هیواد کډوال کېږي دا تمه لري چې پښه مې اروپا ته ورسېده ټولې ستونزې مې هوارېږي، خو کله چې دلته رارسېږي ګوري چې ژوند ډیر ستونزمن دی او باید بېرته له صفر هر څه پیل کړي، همدا د دې لامل کېږي چې په روحي او رواني ناروغیو اخته شي، ما خپله هم دا وضعیت تیر کړی. "

د یادونې ده چې مخکې یو شمیر لوېدیځو هیوادونو ته تازه راغلیو افغانانو ازادي راډیو سره په خبرو کې د ژبې یادولو د سخت بهیر، د کورونو د نه شتون ستونزو دغه شان د اسنادو ورکولو د اوږدې پروسې په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان اروپايي هیوادونو ته کډوال شول، چې یو شمیر یې لا هم په دوهمو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونديو هغو کې سختې شپې تیروي او د منل کېدو لپاره خپل د کیسونو پړاونه مخته وړي.

ډاکټران وايي، د جلا وطنه افغانانو په ژور خپګان اخته کېدل بېلابیل لاملونه لري، چې ډېر په کې محیطي لاملونه دي.

له دې ډلې د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر مصباح کوشان ازادي راډیو ته وویل:

ژور خپګان یا ډیپریشن کې مختلف لاملونه شامل دي، لکه د کډوالۍ پر مهال له خطر ډک ستونزمن سفرونه، بیکاري یا د خپلې مسلکي وړتیا سره سم کار نه موندل
ډاکټر مصباح کوشان

"ژور خپګان یا ډیپریشن کې مختلف لاملونه شامل دي، لکه د کډوالۍ پر مهال له خطر ډک ستونزمن سفرونه، بیکاري یا د خپلې مسلکي وړتیا سره سم کار نه موندل، د کورنۍ، خپلوانو او دوستانو څخه د ډېر وخت لپاره جلاوالی، افغانستان کې د جګړو، تاوتریخوالي او سختو پېښو تجربې، د پناه غوښتنې اوږده او نا معلومه پروسه، د کوربه هیواد د د ژبې نه زده کول او نوي کلتور سره د عادت ستونزې، تعبیض او نژادي چلند، په افغانستان کې د کورنۍ د غړو په اړه اندېښنه او د نشه يي توکو او الکولو څخه استفاده د ژور خپګان د خطر لامل ګرځي."

نوموړی وايي، د دې خطرونو د کمولو لپاره د ټولنیز ملاتړ تر لاسه کول او کوربه ټولې سره په ذهني ډول جوړښت ډیر مهم دی او سپارښتنه کوي که په ژور خپګان د اخته کس وضعیت ډیر جدي وي باید حتماً ډاکټر ته مراجعه وشي.

د ډاکټرانو په خبره، ژور خپګان ډېر ځله د رواني درملنې، درملو یا هم مهاله د دواړو په وسیله د کنترول او درملنې وړ دی.

لویدیځو هیوادونو ته راغلي افغانان داسې مهال د تشویشونو له امله په ژور خپګان د اخته کېدو خبره کوي، چې د طالبانو حکومت یو پنځه کسیز پلاوی د چنګاښ په دوهمه د اروپايي ټولنې په بلنه بلجیم ته ولاړ.

د اروپايي ټولنې په وینا دا پلاوی د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو په موخه بروکسل ته بلل شوی و.

د دې ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر ویلي، د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د بېرته ستنولو په چارو کې هڅې همغږې کړي .

خو هغه زیاته کړې چې یاد پلاوي سره په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه خبرې شوې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG