د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یواينایچسيآر) وایي چې، په افغانستان کې له شپږنیم میلیونو څخه زیات خلک سرپناه نهلري.
ياد سازمان ويلي، هغه خلک چې په افغانستان کې دي او سرپناه ته اړتيا لري، شمېر يې شپږ میلیونه او شپږ لکه ته رسيږي.
دې ادارې پرون یکشنبه د (ډسمبر اتمه) په یوه راپور کې ویلي چې، له ګاونډیو هېوادونو د ګڼشمېر افغانانو راستنېدل، طبیعي آفتونه لکه سېلابونه او زلزلې، دغهراز د فقر او بېکارۍ د کچې زياتوالى د دې ستونزې په زیاتېدو کې مرسته کړې.
په دې اړه نور: د روغتيا نړيوال کلستر: د افغانستان شمال کې ناڅاپه سېلابونو يوشمېر ولسوالۍ اغېزمنې کړيعزتالله چې د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د زلزلې له زیانمنو کسانو څخه دی او د همدې ولايت ښار ته بېځایه شوی، ازادي راډيو ته يې وویل: "ډېر خلک کډوال شوي او هرات ته راغلي دي. دلته په هرات کې د کرایي کور پیدا کول ډېر سخت دي، کرایهګانې ډېرې لوړې دي. موږ یې د ورکولو توان نهلرو. کار او عاید هم نهشته، د ژمي په راتلو سره ان د یو وچ بوټي د اخیستلو وس هم نهلرو."
همدارنګه عبدالله چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی او کور یې د وروستیو سېلابونو په پایله کې زیانمن شوی، ازادي راډيو ته وویل: "نن موږ اوبه او ځای ته اړتیا لرو. موږ هيڅ ځای نهلرو چې کېنو او کله چې باران ووري، موږ وېرېږو چې سېلاب به موږ یوسي. که حکومت زموږ غږ اوري، باید زموږ کورونه جوړ کړي؛ که بل ځل باران وشي، ټول کورونه به لهمنځه ولاړ شي."
د یواينایچسيآر د دې تازه راپور لهمخې، د تېر کال د اکتوبر د زلزلو په پایله کې په هرات کې له ۴۸ زرو څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.
همدارنګه د دې ادارې په وینا، د روان میلادي کال سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۸ زرو څخه زیات کورونه تخریب کړي دي.
په راپور کې همدارنګه زياته شوې چې، دې عواملو او شاوخوا ۴۰ کلونو جګړې په ګډون، د ټولنې د مبارزې توان سخت کمزوری کړی او په ټول هېواد کې یې د پراخې سرپناه اړتیاوې رامنځته کړې دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د شمېرو لهمخې، په افغانستان کې د بشري مرستو اړمنو کسانو عمومي شمېر اوسمهال له ۲۷ میلیونو څخه زیات دی.
دا پهداسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د بېاسناده افغانانو ډلهییز ایستل، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې پیل شوي او په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو زياتوالى، هره ورځ په افغانستان کې سرپناه ته د اړمنو کسانو شمېر زیاتوي.