د کابل یوشمېر اوسېدونکي د هوا په سړېدو سره د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي

د کابل ښار يوه څنډه

"هوا ډېره سړه ده، لښتي یې کنګل کړي دي..."

رحیمه چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ یوه سپین‌سرې ښځه ده او د زړه ناروغي لري، ازادي راډيو ته وويل، د هوا ککړتيا يې د ساه‌لنډۍ لامل ګرځي.

هغه وايي: "هوا ډېره سړه ده، خلک پلاستيک، زاړه بوټان او نور توکي سوځوي، هغه کسان چې زما په‌‌څېر د زړه ناروغي لري، بهر چې راوځي ساه یې تنګېږي، زه همداسې یم او بېرته بیا کورته ځم."

"ژمی چې راځي، د هوا د ککړتیا ستونزه ورسره زیاتېږي. د خلکو اقتصاد خراب دی، سون‌توکي نه‌شته، نو خلک پلاستیک، زاړه بوټان او دې ته ورته نور شیان سوځوي.
د کابل اوسېدونکې، فوزيه

هر کال د یخنۍ موسم له پیل سره د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د هوا ککړتیا زیاتېږي، خو د پلازمېنې اوسېدونکي له‌‌دې ستونزې ډېر شکایت کوي، ځکه په کابل ښار کې نفوس تر بل هر ښار ډېر دی او ډېری خلک د ناسم اقتصادي وضعیت له امله د خپلو کورنو د تودولو او اخلي‌پخلي لپاره له بې‌کیفیته سون‌توکو ګټه اخلي.

د کابل ښار اوسېدونکې فوزیه چې د خپلې کورنۍ او ماشومانو سرپرسته ده وایي، د هوا ککړتیا د دې او د ماشومانو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړی.

فوزيه وايي: "ژمی چې راځي، د هوا د ککړتیا ستونزه ورسره زیاتېږي. د خلکو اقتصاد خراب دی، سون‌توکي نه‌شته، نو خلک پلاستیک، زاړه بوټان او دې ته ورته نور شیان سوځوي. د شپې هوا دومره خرابه وي چې له کوره بهر نه‌شو وتلی. زما ماشومان هم ناروغان کېږي."

په ژمي کې تر ډېره د سون‌توکو د سوځېدو له امله هوا ککړيږي

ډاکټران هم خبرداری ورکوي چې د هوا ککړتیا جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کولی شي.

د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې متخصص ډاکټر صدیق‌الله فیضي وايي، د هوا ککړتیا د افغانستان غوندې يو هېواد لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه په خبره یې تنفسي ناروغۍ چی ډېرځله د ماشومانو د مړینې لامل هم کېږي د ککړې هوا له امله ډېرېږي.

نوموړی وايي: "د هوا ککړتیا په افغانستان کې اندېښمنونکې ده، تر ډېره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان زیانمنوي، د تنفسي ناروغیو لکه سینه‌و‌‌بغل، تکراري غوږ درد او د حنجرې د التهابات لامل کېږي او د ماشومانو د مړینې کچه په ژمي کې لوړوي."

په دې اړه نور: ډبليو‌ایچ‌او: په درېیو میاشتو کې ۱۱۰۰ افغانان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ښارولې د پلان په اړه د ازادی راډيو پوښتنو ته ځواب ورنه‌‌کړ.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې هر کال د زرګونو وسایطو لوګي او په یوشمېر حمامونو او نانوایانو کې د بېلابېلو پلاستیکي موادو او نا تصفیه شویو ډبرو سکرو سوځول چې "غلي وژونکي" بلل کېږي، د پلازمېنې کابل له شپږ میلیونو څخه زیاتو اوسېدونکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

پر دې سربېره، د شنو سیمو او پارکونو کمښت، او د ښار د نفوس زیاتوالی تل د کابل د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بلل شوي دي.