پاکستان کې د وروستيو لاريونونو وروسته پوليسو د افغان کډوالو نيول ډېر کړي دي

ارشیف: پاکستانیو پولیسو افغان کډوال نیولي

د پاکستان په پلازمېنه کې له وروستيو سياسي اختلافاتو او مظاهرو وروسته د اسلام‌‌اباد پوليسو د افغان کډوالو نيول زيات کړي.

په اسلام‌اباد کې یو افغان کډوال چې ورور يې د پوليسو له‌خوا نيول شوى او د موضوع د حساسیت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي ازادي راډيو ته يې وويل: "زما ورور يې د جمعې په ورځ د نومبر په ٢٩ د اسلام‌اباد له پيشاورموړ مارکېټ څخه وړى، ډېره هڅه مو وکړه خوشې يې نه‌کړ، يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار ته مو زنګ وواهه، توکن نمبر مو ولېږه هغوى وويل موږ څه نه‌شو کوى، شخصي وکيل ونيسئ ټول يې محکمه کړل، خو زما ورور يې محکمه هم نه‌‌کړ د افغانانو موټر بېخي بېل و."

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې يوشمېر افغان کډوال وايي، د وروستیو سياسي اختلافاتو او لاریونونو وروسته د دې هېواد پولیسو د افغان کډوالو نيول ډېر کړي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم د پنج‌شنبې په ورځ، د (ډسمبر ۵مه) په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخوانۍ ټویټر) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلام‌اباد په ښار کې د طالبانو د حکومت د قونسل له قوله ویلي چې، ۸۰۰ افغانان د پاکستان پلازمېنه اسلام‌‌اباد کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د نیول شوو افغانانو لېست له پاکستاني چارواکو او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره شریک شوی او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه شوې.

ډېری افغانان پاکستان له وروستيو لاريونونو وروسته ونيول شول.

اسلام‌‌اباد کې د افغان کډوالو په خبره، ياد کسان ډېرى د اسلام‌اباد له باره کهو او پشاورموړ سيمو څخه نيول شوي.

محکمې ته يې غوښتي وو خو محکمه يې ونه‌شوه اسناد يې هم درلودل بيا هم نيول شوى."
اسلام‌اباد کې يوه افغان کډواله

یوه افغانه کډواله چې دا هم نه‌‌غواړي د ورته ستونزې له امله يې نوم یې په راپور کې واخیستل شي او پلار يې د پاکستاني پوليسو له‌‌‌خوا نيول شوي ازادي راډيو ته يې وويل: "زما پلار (غلام سرور جويا) يې د جمعې په ورځ ماښام شپږ بجې له پيشاورموړ څخه چې په خپله غريبۍ بوخت او او بولانۍ يې پخولې وړى، يوه اوونۍ کېږي چې له پوليسو سره دی، محکمې ته يې غوښتي وو خو محکمه يې ونه‌شوه اسناد يې هم درلودل بيا هم نيول شوى."

نوموړې د "يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار" دفتر د کډوالو ستونزو ته په ناپامۍ تورنوي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړ کوونکو له لوري د مظاهرو وروسته، پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې ځینې افغان وګړي هم په‌‌دې مظاهرو کې ګډون کړی و.

د اسلام‌اباد د پولیسو قوماندان، سید ناصر علي رضوي، ویلي چې د نږدې ۱۰۰۰ نیول شوو کسانو څخه، ۵۶ یې افغانان وو.

خو په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي چې، افغان کډوال په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل نه‌‌‌دي.

په دې اړه نور: پاکستان کې مېشت افغانان: په هیڅ ډول سیاسي فعالیت کې مو ونډه نه درلوده، خو پوليسو ونيولو

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا استازي ميوند موسوي افغان هم نن جمعه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "پنځلس ورځې مخکې کې د PTI مظاهرې په پاکستان کې روانې وې له هغه وروسته يو ډله افغان کډوال د پوليسو له لوري دې مظاهرو کې د ګړون په تور نيول شوي، زه خپله په په B17 ښارګوټي کې ژوند کوم، ٢٠٠٠ افغانان دلته ژوند کوي هيڅ افغان کډوال په‌کې ګډون نه درلود، زموږ او د شارپ دفتر هڅې روانې دي چې، دغه کډوال چې ډېرى يې اسناد لري خوشې شي، خو لا بريالي شوي نه‌‌يو."

په اسلام‌‌اباد کې افغان کډوال او د دوی شورا د پاکستان له حکومت هم غواړي چې د افغانانو ځورول او نیول بند کړي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو مخکې، د موقت حکومت په امر د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د بې‌‌‌اسناده افغان کډوالو د ډله‌‌‌ییز اخراج لړۍ پیل شوه او تر اوسه په سلګونو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.