د پاکستاني چارواکو له ادعا وروسته چې ویلي یې وو، افغانانو په پاکستان کې په وروستیو مظاهرو کې برخه اخیستې وه، په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، چې افغان کډوال، هيڅکله په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو یا جنایي پېښو کې ښکېل نهدي.
دغه سفارت تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې ویلي چې، د پاکستاني چارواکو څرګندونې، په افغان کډوالو کې د پام وړ اندېښنو سبب شوې دي.
وړاندې راغلي، افغان کډوال اندېښمن دي چې ښايي، یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو لهخوا وځورول شي او له ناوړه چلند سره به مخامخ شي.
په بیان کې دا هم ویل شوي، چې په پاکستان کې افغان کډوال د پاکستان د لنډمهاله حکومت پر مهال هم، د عملي شویو پالیسیو له کبله له محدودیتونو او بې برخلیک وضعیت سره مخامخ وو.
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو لهخوا تر ډېره په اسلاماباد کې تر مظاهرو وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې، په مظاهره کې ځینو افغان وګړو هم برخه اخیستې وه.
په اسلاماباد کې د پوليسو مشر سيد ناصر علي رضوي تېره اوونۍ رسنيو ته وويل، له نيول شويو شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو څخه ٥٦ يې افغانان دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، په سیاسي مظاهرو کې د بهرنیو وګړو ګډون غیرقانوني دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د دغو کسانو په اړه معلومات خپاره کړي.
په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه ژوره اندېښنه لري او د پاکستان له حکومته یې غوښتي دي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د بېباورۍ د فضا له ایجاد ډډه وکړي.
سفارت په خپل بیان کې ویلي، د داسې یوې فضا ایجاد به د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بېځایه کېدو لامل شي.
په بیان کې ویل شوي، چې دغه پالیسي به پاکستان ته هيڅ ګټه ونهکړي او یوازې به د دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ بېباوري زیاته کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره چهارشنبه وویل، افغان وګړو ته به د روان میلادي کال د ډسمبر له ۳۱مې نېټې څخه د پولیسو له جواز پرته په اسلاماباد کې د اوسېدو اجازه ورنهکړل شي.
په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو مخکې، د موقت حکومت په امر د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د بېاسناده افغان کډوالو د ډلهییز اخراج لړۍ پیل شوه او تر اوسه په سلګونو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.