د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

پاکستان کې مېشت افغانان: په هیڅ ډول سیاسي فعالیت کې مو ونډه نه درلوده، خو پوليسو ونيولو


پاکستان کې د يوشمېر افغان کډوالو انځور
پاکستان کې د يوشمېر افغان کډوالو انځور

په اسلام‌اباد کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې یې ونډه نه درلوده خو بیا هم د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او ځورول شوي دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت یوشمېر افغان کډوال په پاکستان کې د طالبانو د حکومت د سفارت له هغه اعلامیې په هرکلي سره وايي، په‌‌‌‌‌داسې حال کې چې تحریک انصاف ګوند د لاریونونو په ګډون یې په پاکستان کې په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې برخه نه‌ده اخیستې، خو بیا هم د پاکستاني پولیسو له ځورونې سره مخامخ شوي دي.

"پولیس راغلل موږ څلور کسان یې ونیولو، تاڼې ته یې چې یوړو هلته یې نور افغانان هم نیولي وو، وروسته مې بیا پلار او نور کسان راغلل ضمانت مې وشو
خان ولي، اسلام‌اباد کې افغان کډوال

د اسلام‌‌اباد د ۲۶ نمبر د سیمې یو اوسېدونکي افغان کډوال میرزا محمد ازادي راډيو ته وویل: "موږ په خپل کور کې ناست وو، پولیس راغلل زما په ګډون یې ډېر نور افغانان ونیولو، موږ کله هم په دغه ډول مظاهرو کې برخه نه‌‌ده اخیستې."

د اسلام‌‌‌اباد د باره کهو سیمې یو بل افغان کډوال خان ولي چې دا هم په وروستیو ورځو کې د پولیسو له لوري نیول شوی او تازه راخوشې شوی، ازادي راډيو يې ته وویل: "پولیس راغلل موږ څلور کسان یې ونیولو، تاڼې ته یې چې یوړو هلته یې نور افغانان هم نیولي وو، وروسته مې بیا پلار او نور کسان راغلل ضمانت مې وشو او د پیسو په مقابل کې یې راخوشې کړم، موږ په هیڅ ډول سیاسي فعالیت او لاریون کې برخه نه اخلو او نه مو اخیستې ده."

دوی وايي، د تحریک انصاف ګوند له لاریونونو وروسته پولیس د افغانانو د استوګنې سیمو ته ننوتلي او ډېری افغان کډوال یې له خپلو کورونو نیولي دي.

دغه افغانان د دوی په ننګه په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت د دریځ هرکلی کوي او وايي، د پاکستان حکومت باید بې‌‌دلیه افغان کډوال ونه ځوروي.

پرون په اسلام‌‌‌اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د تحریک انصاف ګوند په وروستیو لاریونونو کې د افغانانو ګډون رد کړو.

"له لاریونونو وروسته پولیسو له بې ۱۷ سیمې نه له ۳۵ نه تر ۴۰ کسان بیولي دي، موږ هڅې وکړې تر ۱۸ کسان مو راخوشې کړل
ميوند علمي

د سفارت پر ايکس‌‌‌پاڼه په یو بیان کې چې پرون ناوخته خپور شوی راغلي چې، افغان کډوال هيڅکله په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو یا جرمي پېښو کې ښکېل نه‌دي او د پاکستاني چارواکو څرګندونې، په افغان کډوالو کې د پام وړ اندېښنو سبب شوې دي.

وړاندې راغلي، افغان کډوال اندېښمن دي چې ښايي، یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له‌‌‌خوا وځورول شي او له ناوړه چلند سره به مخامخ شي.

په همدې حال کې په اسلام‌‌‌‌اباد کې د افغان کډوالو شورا هم تايیدوي چې په د تحریک انصاف ګوند له لاریونونو وروسته له یوشمېر سیمو افغان کډوال نیول شوي چې په هیڅ ډول لاریونونو کې یې برخه نه وه اخیستې.

د دې شورا سرپرست میوند علمي ازادي راډيو ته وویل: "له لاریونونو وروسته پولیسو له بې ۱۷ سیمې نه له ۳۵ نه تر ۴۰ کسان بیولي دي، موږ هڅې وکړې تر ۱۸ کسان مو راخوشې کړل خو نور لا هم بندیان دي او ځای یې هم معلوم نه‌دی چې چېرته دي."

تېره اونۍ په پلازمېنه اسلام‌‌‌اباد کې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د راخوشې کېدو په هدف پراخه لاریونونه وکړل، چې په تاوتریخوالي واوښتل.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو له‌خوا تر ډېره په اسلام‌اباد کې تر مظاهرو وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې، په مظاهره کې ځینو افغان وګړو هم برخه اخیستې وه.

پاکستان کې دا مظاهرې تېره اوونۍ د پخواني صدراعظم عمران خان د راخوشې کېدو په هدف وشوې، چې په تاوتريخوالي واوښتې.
پاکستان کې دا مظاهرې تېره اوونۍ د پخواني صدراعظم عمران خان د راخوشې کېدو په هدف وشوې، چې په تاوتريخوالي واوښتې.

په اسلام‌‌‌اباد کې د پوليسو مشر سيد ناصر علي رضوي تېره اوونۍ رسنيو ته وويل، له نيول شويو شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو څخه ٥٦ يې افغانان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، په سیاسي مظاهرو کې د بهرنیو وګړو ګډون غیرقانوني دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د دغو کسانو په اړه معلومات خپاره کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره چهارشنبه وویل، افغان وګړو ته به د روان میلادي کال د ډسمبر له ۳۱مې نېټې څخه د پولیسو له جواز پرته په اسلام‌‌اباد کې د اوسېدو اجازه ورنه‌کړل شي.

په پاکستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو مخکې، د موقت حکومت په امر د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د بې‌‌‌اسناده افغان کډوالو د ډله‌‌‌ییز اخراج لړۍ پیل شوه او تر اوسه په سلګونو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG