پرلت کوونکو د صادراتو او وارداتو په مخه د چمن-سپين‌بولدک دروازې د تړلو خبرداری ورکړی

پرلت کوونکي

د چمن پرلت کوونکو د پاکستان د حکومت له‌خوا د چمن-سپین‌‌بولدک په دروازه د پاسپورت او وېزې د شرط د پلي کولو پر وړاندې د خپل اوږد احتجاج د شدت خبرداری ورکړی دی.

د پرلت تنظیموونکو ویلي، که د روانې ستونزې د حل لپاره ګامونه وانه‌خیستل شي، نو سر له سبا چهارشنبې به دا مهمه لاره د صادراتو او وارداتو پر مخ وتړي.

د چمن پرلت یو ځایي مشر صادق خان اڅکزي ازادي رادیو ته وویل، که د پاکستان حکومت تر سبا چهارشنبې پوري د چمن-سپین‌‌‌بولدک پر دروازه ځايي کاروباریانو او مسافرو ته پر افغاني تذکره او پاکستاني شناختي‌کارد د تګ‌‌راتګ اجازه ورنه‌کړي، نو دوی به دغه مهمه لاره د صادراتو او وارداتو پر مخ وتړي.

صادق خان اڅکزي وويل: "موږ دا وایو که د ډسمبر تر څلورمې پورې زموږ د لارې د تګ‌راتګ مسئله حل نه‌شوه، نو بیا څوک حق نه‌‌‌لري چې زموږ ترانسپورټ لار استعمال کړي، زموږ د تګ‌‌راتګ سخت پرېشاني ده، ولس سخت په تکلیف دی پاسپورت خلک نه‌‌لري دواړو خواو ته ولس په ستونزه کې دی."

د چمن پرلت شاوخوا ۱۴ میاشتې مخکې هغه وخت پیل شو، کله چې د پاکستان حکومت د چمن-سپین‌‌‌بولدک لارې د تګ‌‌‌راتګ لپاره د پاسپورت او وېزې شرط وضع کړ.

پرلت کوونکي وايي، دوی به سر له سبا دا لاره د هر ډول صادراتو او وارداتو په مخه وتړي.

پرلت کوونکي ادعا کوي چې، دا شرط د خلکو لپاره د تګ‌‌‌راتګ ستونزې زیاتوي، د سوداګرۍ بهیر یې درولی او ځایي کاروباریانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

"د پاسپورت او وېزې شرط زموږ خلکو ته لوی زیان رسولی دی
يو پرلت‌وال

د پرلت یو بل ګډونوال چې خپل نوم نه‌اخلي وایي: "د پاسپورت او وېزې شرط زموږ خلکو ته لوی زیان رسولی دی، د ولسونو ترمنځ تګ‌راتګ له خنډ سره مخ دی. موږ غوښتنه کوو چې دا بندیز ژر تر ژره لرې شي."

د پرلت یو بل ځایي او د لغړي اتحاديې مشر احمدولي منډولي وایي، د پولي په دواړو غاړو کې خلک او ځایي کاروباریان له کلونو راهیسې په‌دې لاره راشه‌درشه کوي.

خو د پاسپورت او ویزې شرط د کاروبار د درېدو ترڅنګ د خلکو ترمنځ کورنۍ اړیکې هم زیانمنې کړې دي.

احمدولي منډولي زیاتوي: "دا پرون ماته تلیفون وشو چې هغه غاړه یو زنانه مړه ده دا لور به یې ور واړوو، څنګه یې ور اړوې؟ داسي یوه نه په زرګونو کیسې شته، زموږ مبارزه پر داغه ده چې پاسپورت نه‌منو، تګ‌‌‌‌راتګ پر شناختي کارد او تذکره غواړو."

د چمن پرلت شاوخوا ۱۴ مياشتې مخکې پيل شو.

د چمن پرلت په تېرو ۱۴ میاشتو کې څو ځله د پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په شخړو اوښتی دی، چې له امله یې یوشمېر کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

په تېره جولای میاشت کې پرلت د پاکستاني چارواکو له ژمنو وروسته لنډمهاله پای ته ورسېد، خو د پرلت تنظیموونکي هغه مهال وویل چې، پاکستاني چارواکو د پاسپورت او وېزې شرط لرې کولو ژمنه نه‌‌‌‌ده عملي کړې او دوی مجبور شول چې احتجاج بیا پیل کړي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د پرلت د تازه خبرداري په تړاو څه نه‌‌‌دي ویلي.

خو د تېرو څرګندونو پر اساس، د پاکستان حکومت د پاسپورت او وېزې شرط د امنیتي تدابیرو یوه برخه بللې وه او ویلي یې و چې، دا ګام د غیرقانوني تګ‌‌‌راتګ او د ناامنۍ د مخ‌نیوي لپاره اخیستل شوی دی.