د بېلابېلو ولايتونو کب پلورونکي: د هوا په سړېدو سره مو کاروبار ښه شوی

يوشمېر کب پلورونکي

په افغانستان کې یوشمېر کب پلورونکي وايي، د هوا په سړېدو سره یې بازار ښه شوی دی.

سونیل هاشمي چې په مزارشریف ښار کې د کبانو د د پخولو رستورانت لري، د هوا په سړېدو سره د خپل کار ښه کېدو ته خوښ دی.

هغه وايي چې، خپلو مشتريانو ته بېلابېل ډولونه کباب پخوي.

هغه ازادي راډيو ته د بېلابېلو کبانو د بيو په اړه وويل: "د قزل‌آلا کب د یوکیلو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. د لقه کب یوکیلو په ۱۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د زغاره کب یوکیلو په ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د شېر کب یوکیلو په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي."

که‌څه هم د ننګرهار مرکز جلال‌‌اباد کې هم د کبانو ګڼ رستورانتونه شته، خو د دغه ولایت اوسېدونکی روح‌الله وايي چې، هر کال د هوا په سړېدو سره، له خپلې کورنۍ او دوستانو سره په چکر د کبانو خوړلو لپاره د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره نغلو او سروبي ته ځي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "په جلال‌اباد کې چې د نغلو، سروبي او درونټه کې کوم رستورانټونه دي، ډېر ښه کبان ورکوي، ډېر خوندور دي، ډېر ښه يې تیاروي."

يوشمېر کب پلورونکي ادعا کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د ټیټ کیفیته کبانو واردولو د دوی پر پلور اغېز کړی دی.

محمد صابر چې د تخار ولایت اوسېدونکی دی، ازادي راډيو ته وايي چې، د کبانو غوښه د هغه د خوښې خواړه دي او د ډېرو ګټو له امله یې په سوړ موسم کې ډېر خوري.

هغه وویل: "د هوا په سړېدو سره د کبانو غوښه ډېره ښه ده، کب ډېر ګرم او قوي دی او د یخنۍ لپاره ډېر ګټور دی. زما د کبانو خوراک ډېر خوښېږي."

کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز هغه ولایتونه دي چې د کبانو د غوښې د تولید اصلي مرکزونه ګڼل کېږي، چې ډېری کبان یې له کورنیو فارمونو دي.

خو معصوم احمدي چې د هرات په اوبي ولسوالۍ کې د کبانو فارم لري، ادعا کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د ټیټ کیفیته کبانو واردولو د دوی پر پلور اغېز کړی دی.

معصوم وايي: "د بازار د غوښتنې پر اساس ښه پلور لري، خو له بده‌مرغه بهرني بازارونه زموږ د فارم لرونکو کاروبار له ماتې سره مخ کړى، په ځانګړي ډول ټیټ کیفیته کبان په بازارونو کې خرڅېږي او ګاونډي هېوادونو بازار خراب کړى بې‌‌‌کيفيته کبان بازار ته واردوي."

سروبي کې د کابل-جلال‌اباد پر لاره د کب يو پلورونکی

و مو غوښتل چې د کبانو غوښې ته د خلکو د کلنۍ اړتیا د ارقامو په اړه د طالبانو حکومت د کرنې وزارت څخه وپوښتو، خو د دې وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین زموږ پوښتنې ځواب نه‌‌‌کړې.

خو د دې وزارت چارواکو مخکې اعلان کړی و چې، د داخلي تولیداتو د لږوالي له امله، سوداګر په ژمي کې هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ متریک ټنه کبان له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت ویلي، هڅه کوي د کبانو د پالنې سکتور پیاوړی او تولید یې زیات کړي.