د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

کابل ژوبڼ کې د ژویو وضعیت څه ډول دی؟


کابل ژوبڼ
کابل ژوبڼ

په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي فقر او بې‌وزلۍ له امله د انساني ناورین د رامنځته کېدو د اندېښنو له زیاتېدو وروسته د کابل د ژوبڼ مسؤلین وايي چې په دې ژوبڼ کې د حیواناتو، الوتونکو او خزنده‌ګانو وضعیت ښه او د قناعت وړ دی.

د کابل ژوبڼ مسؤل عزیز ګل ثاقب وايي په اوس وخت کې په دې ژوبڼ کې ۱۰۰ بېلابېل ډوله الوتونکي، ماهیان او خزنده‌ګان ساتل کېږي چې د وروستیو بدلونونو له امله‌يې په ژوند او خوړو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

دی وايي چې په دې اړه د نړیوالو همکارانو اندېښنې هم لیرې شوې دي.

ثاقب وایي: "حیونات او الوتونکي په ښه شکل او د نړیوالو بنسټونو تر څار لاندې دغلته ساتل کېږي، دا د تفریح یو ځای دی، موږ د حیواناتو د تداوۍ او دا شان د غذا په برخه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه‌یو مخ شوي، خو شک نه‌شته چې د لیدونکو په شمېر کې کمښت راغلی دی، خو بیا هم نسبت ښه دی، زموږ د حیواناتو روغتیايي وضعیت ښه دی او په خپل وخت غذا ورسېږي."

د کابل ژوبڼ مسؤلین وايي چې په دې ژوبڼ کې د حیواناتو، الوتونکو او خزنده‌ګانو وضعیت د قناعت وړ دی.
د کابل ژوبڼ مسؤلین وايي چې په دې ژوبڼ کې د حیواناتو، الوتونکو او خزنده‌ګانو وضعیت د قناعت وړ دی.

خو ښاغلی ثاقب وايي روان کال د تېر کال پرتله د لیدونکو په شمېر کې ۳۰ په سلو کې کمښت راغلی چې په عوایدو يې اغېز غورځولی دی.

دی وايي اوس هم په ورځني ډول له زرو تر ۱،۵۰۰ کسان له کابل ژوبڼ لیدنه کوي.

د زیات عمر لرونکو کسانو لپاره د ژوبڼ د لیدنې د ټکټ بیه ۳۰ او د کم عمر لرونکو لپاره ۲۰ افغانۍ ټاکل شوې ده چې له دې درکه په ورځني ډول تر ۳۵ زره افغانۍ عواید راټولېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې ژوبڼ ته د سیل لپاره راغلي وايي اوس په دې ځای کې د خلکو پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه‌شته.

د دغه ژوبڼ یوه دایمي لیدونکې شیما وايي په وروستي ځل نږدې یوه میاشت وړاندې د خپلو درې لمسیو سره دغه ځای ته راغلې وه.

شیما وایي: "زه په تېرو کلونو کې هغه وخت چې زموږ اقتصادي وضعیت ښه وو له خپلو لمسیو سره ژوبڼ ته راتلم، نږدې یوه میاشت وړاندې چې کله ورغلم په ژوبڼ کې هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه‌وه او د خلکو راتګ ورته ډېر کم وو."

کابل ژوبڼ کې حيوانات
کابل ژوبڼ کې حيوانات

کابل ښاروالۍ چې د کابل ژوبڼ د ساتنې او کنټرول مسؤلیت پر غاړه لري په دې ژوبڼ کې د حيواناتو او عوایدو د زیاتېدو خبره کوي.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رئیس نعمت‌الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "موږ په دې هڅه کې یو چې په ژوبڼ کې حيوانات زیات کړو چې د لیدونکو شمېر يې زیات شي، دا شان د عوایدو مسئله هم زموږ هڅه دا ده چې باید عواید زیات کړو، د کابل د ژوبڼ د پراختیا په اړه هم هڅې روانې دي چې ساحه‌يې پراخه کړو."

ښاغلی بارکزی وايي د کابل د ژوبڼ ترڅنګ نورو تفریحي ځایونو ته هم پام کېږي چې وضعیت‌يې لا ښه شي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

د حيواناتو د برخې یو شمېر متخصصین ټینګار کوي چې د کابل ژوبڼ د حیواناتو او الوتونکو ساتنه باید په سمه توګه ترسره شي.

د حیواني ناروغیو متخصص ډاکتر محمد ابراهیم فروتن ازادي راډيو ته وویل: "د کابل په ژوبڼ کې باید حیوانات په سم شکل وساتل شي، د اوسېدو ځایونه‌يې هره ورځ پاک شي، پاک خواړه باید په یو ټاکلي وخت کې ورکړل شي، دا شان‌يې باید روغتیا ته ډېره پاملرنه وشي چې له بېروني حشراتو خوندي وي."

ښاغلی فروتن دا شان د حیواناتو په واکسین کولو هم ټینګار کوي تر څو ناروغان نه‌شي.

کابل ژوبڼ کې حيوانات
کابل ژوبڼ کې حيوانات

د کابل ژوبڼ د مسؤلینو د معلوماتو پر بنسټ دا ژوبڼ په افغانستان کې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۶۶ لمریز کال کې جوړ شو چې په کلني ډول‌يې نږدې یو ملیون لیدونکي لرل.

دا ژوبڼ نه‌یوازې د سیل یو ځای بلل کېږي، بلکې یو علمي او تحقیقاتي مرکز هم دی.

په تېر کې به د ښوونځیو زده‌کوونکي او د پوهنتون محصلین د حيواناتو او الوتونکو په اړه د تحقیق لپاره دغلته راتلل.

XS
SM
MD
LG