د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

نویو بدلونونو د کابل ژوبڼ بڼه تغییر کړې


کابل ژوبڼ، باغ بابر، قرغې او داسې نورو مېله ځایونو ته تګ هغه څه دي چې تر یوه حده ستړیا له منځه وړي.

ټولو خلکو په تېره هغو کسانو ته چې د اوونۍ په اوږدوکې په رسمي کارونو بوخت دي تفریح کول ضروري کار دی.

د خلکو په وینا کابل ژوبڼ په دې وروستیو کې ډېر بدلون کړی چاپېریال یې د پخوا په پرتله ډېر شین شوي او د زمریانو له بچیو سره ځینې نور حیوانات هم ورته راوړل شوي دي.

د کابل ژوبڼ مسؤل کسان وایي چې هره ورځ ګڼ شمېر کسان د کابل ژوبڼ لیدلو ته راځي او څو شېبې تفریح کوي.

​د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG