افغانستان
کونړ کې د پړانګ نیول شوي بچي د چاپېریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول
د کونړ په ځنګلونو کې د پړانګ نیول شوي بچي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته وسپارل شول.
د پړانګ دغه درې بچي چې د کونړ ولایت پېچ درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې نیول شوي وو، د کونړ والي، امنیتي ارګانونو او ځایي خلکو په هڅو له سیمې تېره ورځ انتقال او نن د والي لهخوا د چاپېریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په دې اړه نن چهارشنبه رسنیو ته وویل: "د کونړ په ځنګلونو کې درې د پړانګ بچي چې د خلکو لهخوا نیول شوي او یا یې د کورونو خوا ته ورغلي وو، د هغوی د ژوند د خوندیتوب لپارهیې په خپلو کورونو کې ساتلي وو. زه له خلکو مننه کوم چې مرستهیې کړې ده. دا دی ننیې د چاپېریال ساتنې ادارې ته سپارم. له دې ځایه به دا د پړانګ بچي د کابل ژوبڼ ته وړل کېږي."
د کونړ د چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین هم وایي له دې کبله دغه ژوي ساتي او په ځنګلونو کې یې بېرته نهخوشې کوي چې ډېر کوچني دي او ښایي ژوندي پاتې نهشي.
ځایي خلک وایي د کونړ په ځنګلونو کې اوس هم داړونکې ژوي شته او وخت نا وخت د دوی د مالونو او رمو یرغل کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي
ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.
د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي
په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.
دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.
د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.
د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".
دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.
دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.
د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.
وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.
شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.
تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.
اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.
تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.
افغانستان کې د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا د تاسیس خبر ورکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس مطیعالحق خالص،د دې شورا د پرانیستلو په مراسمو کې له افغانانو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د خلکو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د اقلیم او چاپېریال بحران باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي، ځکه دا موضوع بشري بڼه لري او د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خالص په وینا، د چاپېریال ساتنې د رضاکارانو عالي شورا کې به استادان، علماء او ځوانان شامل وي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او د مدیریت لپاره یې ډېر کم امکانات لري.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کونړ باندې د پاکستان نويو بریدونو کې ولسي خلک په نښه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ډیورند کرښې ته څیرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو په نویو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د یادو بریدونو له امله درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي، او شاوخوا ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د تیرې جمعې په ورځ پاکستان په ورته ادعا کې ویلي وو چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، له جرمني افغانستان ته په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د لیږلو بهیردوام لري
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانستان ته په جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د لیږلو بهیر دوام لري.
الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني اې آرډي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جرمني حکومت پلان لري چې افغانستان ته د مجرمینو لیږلو ته دوام ورکړي او دغه بهیر اوس هره اونۍ ترسره کیږي. هغه همدارنګه وویل چې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې مخ ته وړي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې پردې بهیرانتقاد کوي باید په دې پوه شي چې که سخت مجرمین پریږدي چې په دې هیواد کې پاتې شي، ایا جرمني به خوندي هیواد شي؟ جرمني له کله چې دغه بهیرپیل کړی، تراوسه یې په چارټرالوتکو کې لسګونوکسان افغانستان ته استولي دي.
په تخارکې د ځمکې د ښوویدو په یوه پیښه کې یو کس مړ شوی
په تخار ولایت کې د ځمکې د ښوویدنې په یوه پیښه کې یوکس مړ او څلور تنه نورټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نن دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ د دې ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې او ویلي یې دي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تخاریوله هغه ولایتونو دی چې وروستیو سیلونو پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
په تیرو دوو ورځو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سیلونو له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نن دوشنبې په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د تخار او بدخشان ترمنځ لویه لاره چې په څو ځایونو کې د وروستیو سیلونو له کبله بنده شوې وه، یولاین یې د ټرافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوی دی.
دې وزارت ویلي چې د نورو بندو شویو لارو د بیرته خلاصیدو لپاره هڅې روانې دي.