د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

په عراق کې کب نیونې ته له کوم تخنیکه کار اخیستل کېږي؟


ارشیف: د کب نیوونکو یو انځور
ارشیف: د کب نیوونکو یو انځور

د عراق په کردستان کې کب نيوونکي اوس هم هغه لرغونی تخنيک کاروي چې له پېړیو راهيسې له یوه نسله بل ته انتقال شوی دی.

په امریکا کې کب نيونه څو ميليون ډالري صنعت دی.

د کب نيولو شوقیان پر تارو او الکترونيکي کب څارونکو ماشینونو زرګونه ډالر مصرفوي.

خو د عراق په شمالي ښار رانيا کې کب نيوونکي یوازي په کور کې جوړ شوي تجهیزات کاروي چې نوم‌يې شهده «SHAH-dah» دی.

ځايي خلک وايي، شهده له پېړيو راهيسې له یوه نسله بل ته انتقال شوی دی.

میرکو رسول یو کرد کب نیوونکی دی چې وایي:

"موږ شهده په خپله جوړوو، ځیني کسان‌یې له وسپنې جوړوي، ما له پلاستيکه جوړ کړ، هر څوک‌يې په خپل طرز جوړوي."

ځايي کب نيوونکي وايي چې شهده جال غوندې دی او په دې سیمه کې بې‌ساری دی.

کب نيونه د دوی د اقتصاد مهمه وسیله ده او د نړۍ د نورو کب نيوونکو غوندې دوی هم ښې او بدې ورځې لري.

ارشیف، د کب نیوونکو یو انځور
ارشیف، د کب نیوونکو یو انځور

کب نيوونکی میرکو رسول وايي:

"کله چې کبان ساحل ته نږدې راشي، موږ يې نيسو، پرون ډېره بختوره ورځ وه او موږ ډېر کبان ونيول، یو چا پنځه کېلو کبان ونیول."

حسن فتاح او د ده زوی هره ورځ د کب نیولو لپاره یو څو کېلو متره سفر کوي.

دی وايي:

"سهار وختي زما زوی انس او زه دغه جهيل ته راځو چې کبان ونيسو، انس له کبانو نيولو سره علاقه لري، ځیني ورځې موږ ډېر کبان نيسو او کله هېڅ نه، کب نیونه ډېر ستونزمن کار دی."

پر ستونزو سربېره فتاح غوندې کب نيوونکي وايي چې دوی به کب نيولو ته دوام ورکړي او دا دود به نورو نسلونو ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG