په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ او سفارت وايي، په افغانستان کې خپلسرې نیونې پراخې دي او قربانیان د بېرته ستنېدو ځای نهلري.
يادې استازولۍ او سفارت ويلي، د خپلسرو نیونو په اړه د دې سازمان د بشري حقونو دفتر د کاري ډلې په ناسته کې یې ګډون کړی.
"شاوخوا یوه اوونۍ په بند کې وم. هغې یوې اوونۍ کې به یې هم زما ځای بدلوو چې څوک مې پیدا نهکړي.د طالبانو له بنده يو خوشې بندي
یاد دفتر د نوامبر په ۱۶مه (د شنبې په ورځ) په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، دا کاري ډله د افغانستان پهڅېر وضعیت لپاره یو مهم مکانېزم دی، چېرې چې خپلسرې نیونې پهکې پراخې دي او قربانیان د ستنېدو لپاره ځای نهلري.
خو دا چې دا ناسته کله ترسره شوه او پر کومو موضوعاتو پرې بحث شوی و، نور جزیات نهدي ورکړل شي.
وموغوښتل د لا حال لپاره په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد اندیشه او د دې استازولۍ سلاکار او د بشري حقونو د برخې مسوول محبالله تایب نظر ولرو، خو دوی د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
په ورته وخت کې هغه کسان چې مخکې د طالبانو لهخوا په بېلابېلو پلمو په خپلسري ډول نیول شوي دي وايي چې، لا هم د ویرې او ناامنۍ احساس لري.
د کابل يوه اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "په ټوله کې د طالبانو زندان ډېره ویره لري، دوی ډېر سخت چلند کوي او شکنجه کوي. کله چې څوک له زندانه ووځي تل ویره او وحشت لري. زه خپله نهشم کولای په ازاده ډول فعالیت وکړم، چېرته ولاړه شم. امنیتي ستونزې مې هره ورځ زیاتیږي او د دې توان هم نهلرم چې هېواد پرېږدم."
یو بل کس چې د نجونو د زدهکړو په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو لهخوا نیول شوی و او دا هم نهغواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل: "شاوخوا یوه اوونۍ په بند کې وم. هغې یوې اوونۍ کې به یې هم زما ځای بدلوو چې څوک مې پیدا نهکړي. وروسته چې خوشې هم شوم زه به یې ګواښلم چې باید فعالیتونه مې ودروم. زه به هم کله په یوې سیمه کې وم کله په بلې کې. ځای به مې بدلوو، کنه بېرته یې نیولم."
په دې اړه نور: د شکنجې پر وړاندې نړيوال سازمان: د طالبانو په زندانونو کې بنديان شکنجه کېږيد طالبانو لهخوا دغه نیول شوي کسان د ملګروملتونو له سازمان او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د خپلسري نیونو مخه ونیسي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، دوی ډېر شمیر خبریالان، د تېر جمهوري نظام کارکوونکي، معترضې مېرمنې، د مدني ټولنې فعالان او یوشمېر نور په خپلسري ډول نیولي، چې ځني خوشې شوي او ځيني لا هم د طالبانو په زندان کې دي.
تر دې مخکې د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو حکومت لهخوا خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې خپلسري نیونې دې ودروي.