له نشهيي موادو سره د مبارزې کارپوهان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو د تولید د څرنګوالي په اړه د ملګروملتونو وروستي راپور ته ګوته نيسي او هغه نیمګړی بولي.
ملګروملتونو په روان کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه یوه اوونۍ مخکې یو راپور خپور کړ، خو د دې سازمان د مخکېنیو راپورونو خلاف چې د کوکنارو کښت، تولید او ټول نشهيي مواد به په پام کې نیول کېدل، د دې سازمان په وروستي راپور کې یوازې د کوکنارو د کښت وضعیت څېړل شوی دی.
"دا راپور چې باید د کومو اصولو لهمخې چمتو شوی وای، نهدی چمتو شوی، په تېره بیا د ملګروملتونو د وروستیو درېیو کلو راپورونه خو بیخي روښانه نهدي.
په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د ملګروملتونو د غړو هېوادونو تر منځ د تړون پر بنسټ، ملګري ملتونه مسوولیت لري چې په خپلو غړو هېوادونو کې د نشهيي بوټو د کښت، تولید، قاچاقو او استعمال څارنه وکړي او پهدې اړه راپورونه چمتو کړي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت د سروې او پالیسۍ پخوانی ريیس سید نجیبالله احمدي وايي چې، د ملګروملتونو دا راپور د نړیوالو ژمنو خلاف دی او تخنيکي نیمګړتیاوي هم لري.
نوموړی وايي: "دا راپور چې باید د کومو اصولو لهمخې چمتو شوی وای، نهدی چمتو شوی، په تېره بیا د ملګروملتونو د وروستیو درېیو کلو راپورونه خو بیخي روښانه نهدي. په روان کال کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي او سږکال په داسې سیمو کې کرل شوي و، چې هلته موټر نهشي ورتلای. تر ۱۹۹۸ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې راپور په څو پړاوونو کې خپرېږي، د دې راپور راتلونکی پړاو د تاریاکو د تولید په اړه دی، بل پړاو به د ښیښې او وروستی پړاو به هم د معتادینو په اړه وي، پهدې ترتیب غواړي راپور په څو پړاونو کې خپور کړي چې جالب ښکاره شي او دوی څو پروژې ولري."
په دې اړه نور: ملګري ملتونه: سږکال په افغانستان کې تر ۱۲زره هیکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي ود تېرو درېیو کالو په لړ کې سږکال هم د طالبانو حکومت ملګروملتونو ته اجازه ور نهکړه چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت وضعیت له نژدې څخه وڅاري او دې سازمان د سټلایټ یا سپوږمکۍ د عکسونو لهمخې دا راپور چمتو کړی دی.
"یو شی چې د ودې په حال کې دی هغه ښیښه ده، په وروستیو کلونو کې د ښیښې تولید ډېر شوی چې لویه برخه یې په افغانستان کې تولیدېږي.
اوسمهال د ملګروملتونو د اړونده ادارو ترڅنګ، د دې سازمان له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر یا (UNODC) چې په کابل کې فعالیت لري هڅه کوي چې، له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه یو دريځ ولري، خو د طالبانو حکومت د هغو ژمنو برعکس چې افغانستان یې له نړیوالې ټولنې سره لري د دې دفتر د څارنې نقش محدود کړی او د دوی کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د نشهيي موادو او اعتیاد وضعیت له نژدې څخه وڅاري.
اوس دا محدودیتونه د دې سبب شوي چې ملګري ملتونه نهشي کولای د نشهيي بوټو د کښت، نشهيي موادو تولید، قاچاقو او استعمال څارنه وکړي او پايلې یې له غړو هېوادونو سره شریکې کړي.
د ملګروملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې د دفتر د تحقیق مسووله مېرمن (انجیلا مي) وايي، که څه هم دا سازمان معلومات لري چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره پهدې هېواد کې د ښیښې تولید د ډېرېدو په حال کې دی، خو دوی نهشي کولای چې د ډېرېدو اندازه یې معلومه کړي.
هغه وايي: "یو شی چې د ودې په حال کې دی هغه ښیښه ده، په وروستیو کلونو کې د ښیښې تولید ډېر شوی چې لویه برخه یې په افغانستان کې تولیدېږي. د کوکنارو د کښت برعکس، موږ نهشو کولای چې د سټلایټ په وسیله د ښیښې د تولید اندازه وڅارو. هغه څه چې له افغانستان څخه راځي پهدې لړ کې اوس هم ښیښه د ډېرېدو په حال کې ده."
که څه هم د طالبانو حکومت ملګروملتونو ته اجازه نهده ورکړې چې په افغانستان کې د نشهيي موادو وضعیت له نژدې څخه وڅاري او پهدې برخه کې یې جدي محدودیت وضع کړی دی، خو بیا هم دا سازمان غواړي چې د بزګرو د اقتصاد او معتادینو د درملنې په برخه کې د طالبانو د حکومت لپاره نړیوالې مرستې راجلب کړي.
د ملګروملتونو د سرمنشي استازي په خپل وروستي ملاقات کې له طالبانو سره ژمنه کړې چې، په نژدې راتلونکي کې د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوغواړي او دې کنفرانس ته د طالبانو د حکومت استازی هم راوبولي.
Your browser doesn’t support HTML5