سينه‌وبغل څه ډول ناروغي ده او که ماشومان په‌دې ناروغۍ اخته وي، څه بايد وشي؟

ارشيف

په سړو موسمونو کې د ماشومانو لپاره سینه‌‌و‌بغل یا نمونیا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د بې‌پروايۍ او سمې پاملرنې نه‌‌کولو په صورت کې د دوی ژوند ته لوی ګواښ پېښولی شي.

د ډاکټرانو په وینا، دا ناروغي د تنفسي ستونزو او د سږو په التهابي حالت کې د خطر د زیاتوالي سبب ګرځي، چې له امله یې ساه اخیستل ستونزمن کېږي او ناروغ په سخته تبه او د بدن په درد اخته کېږي.

"زموږ ماشومه د تندې او ټوخي له امله سختې کړاوونه تېر کړل. موږ په خپل وخت کې هغې ته پاملرنه ونه‌کړه او دې خبرې موږ ډېر اندېښمن کړو.
مېرمن ناهيد

که په وخت درملنه ونه‌شي، سینه‌وبغل د سږو جدي زیانونه اړولی شي او د مرګ لامل کېدلای شي.

مېرمن زرغونه چې زوی یې په‌دې ناروغۍ اخته شوی و، وايي: "زما زوی څو ورځې د سخت ټوخي او تبو سره مخ و، خو په کلي کې زموږ درملنه نه‌شوه کېدای، روغتون ته مې د تګ امکانات کم وو او زوی مې په مرګوني حالت کې و. له هغې وروسته پوه شوم چې روغتیا ته ډېره پاملرنه پکار ده."

مېرمن ناهید چې لور یې هم په سینه‌وبغل اخته شوې وه، وايي: "زموږ ماشومه د تندې او ټوخي له امله سختې کړاوونه تېر کړل. موږ په خپل وخت کې هغې ته پاملرنه ونه‌کړه او دې خبرې موږ ډېر اندېښمن کړو. اوس پوهېږم چې هره کوچنۍ علامه د لویو ستونزو لامل کېدای شي."

ډېر خلک په‌‌دې باور دي چې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه اړینه ده، ځکه ماشومان د ناروغیو په وړاندې کمزوري وي او په اسانۍ سره یې روغتیا زیانمنېږي.

روغتياپالان وايي، په‌دې ناروغۍ تر ډېره ناروغان اخته کېږي، چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

هغوی وایي چې د ماشومان د روغتیا ساتنه، په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کې، مهمه ده او که ماشومان ناروغه شي، نو باید ژر تر ژره ډاکټر ته یووړل شي.

د ماشومانو پر وخت درملنه او د ښه روغتیا شرایط برابرول د هغوی د راتلونکي ژوند لپاره بنسټیز ارزښت لري.

عزیزالله چې له روغتیايي چارو سره اشنا دی، وايي: "والدین باید هر وخت ماشومانو ته پاملرنه وکړي، که د سینه‌و‌بغل نښې وویني، ژر يې بايد روغتون ته بوځي. دا یوه خطرناکه ناروغي ده او باید له پامه ونه غورځول شي."

سلیمان چې په خپل کور کې ماشومان لري، وايي: "موږ ته اړینه ده چې خپلو ماشومانو ته د موسمي ناروغیو پر وخت پاملرنه وکړو. والدین باید په وخت کې روغتون ته ماشومان بوځي، ځکه یوه کوچنی غفلت جدي پایلې لرلی شي."

دغه‌راز د بلال په نوم يو کس وايي: "زموږ په ټولنه کې ډېری کورنۍ د سینه‌و‌بغل په اړه بې‌خبره دي. اړینه ده چې د پوهاوي لپاره د ټولنې او د ښوونځیو په کچه هڅې وشي، څو د ماشومانو روغتیا ته پام وشي."

په دې اړه نور: ډبلیو‌ایچ‌او: په درېیو میاشتو کې تنفسي ناروغیو لږترلږه ۱۲۲۰ افغانان مړه کړي

ډاکټر سمیع‌الله چې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې پراخه تجربه لري وايي، ماشومان ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه چې د دوی معافیتي سیستم کمزوری وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "سینه‌و‌بغل د ماشومانو لپاره یو جدي روغتیايي ګواښ دی او که یې پر وخت درملنه ونه‌شي، کولای شي د ماشوم ژوند ته ستر خطر جوړ کړي. والدین باید د ماشومانو په لومړنیو نښو باندې جدي توجه وکړي او ژر یې روغتون ته بوځي. د دې ناروغۍ په سم ډول درملنه په لومړیو کې ډېره اسانه ده، خو که پاملرنه ونه‌شي، نو له سختو ستونزو سره به مخ شي."

په سړو موسمونو کې د ماشومانو سینه‌و‌بغل ناروغي یوه جدي مسئله ده چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې د ډېرو کورنیو ماشومانو ته زیان رسوي.

روغتياپالان وايي، والدین باید خپلو ماشومانو ته پاملرنه ډېره کړي او د ناروغۍ په نښو باندې سم‌لاسي اقدام وکړي، ترڅو ددې ډول خطرناکو ناروغیو مخنیوی وشي.