د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د درملنې لپاره د کابل یو خصوصي روغتون ته د زړه په سوري ۱۸ ناروغان معرفي شوي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې سرې میاشتې ټولنه وايي، په دې وروستیو کې یې ۱۸ ماشومان چې د زړه سوري ناروغي یې لرله، د درملنې لپاره د کابل یوه خصوصي روغتون ته معرفي کړي دي.

د ميدان وردک ولايت اوسېدونکى محمد مجيد وايي، دوه کلنه لور یې اسما د زړه په ناروغۍ اخته ده.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم اقتصادي وضعيت يې ښه نه‌دى، خو د لور د درملنې لپاره يې ډېرې پيسې لګولي، خو ښه نه‌شوه.

زما لور یونیم کلنه وه چې پوه شوم زړه یې سوری دی.

هغه زیاته کړه: "زما لور یونیم کلنه وه چې پوه شوم زړه یې سوری دی. زما د لور اصلي ستونزه دا ده چې د شپې او سهار ډېره ټوخېږي. هر کله چې ناجوړه شي ډېره تبه کوي او د زړه درزا یې زیاتېږي. ما یوازې یو ځل د فرانسویانو روغتون کې شاوخوا ۱۳ زره افغانۍ مصرف کړې، خو کومه نتیجه یې ورنه‌کړه."

مجید له هغو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه چې د بې‌وزلو ماشومانو د سوریو زړو درملنه کوي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې تازه اعلان کړی چې په زړه سوري ۱۸ ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې یوه خصوصي روغتون ته معرفي کړي دي.

د دې ټولنې د نشراتو مشر او ویاند عرفان الله شرفزوی ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ د سرې میاشتې ریاست ۱۸ تنه په زړه سوري ماشومان پلازمېنه کې اریانا روغتون ته معرفي کړل. د دغو ماشومانو د درملنې او عملیات لګښت به د سرې میاشت له‌خوا ورکول شي."

عرفان‌الله شرفزوی زیاته کړه، په تېرو اتو میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې شپږ خصوصي روغتونونو ته په زړه سوري ۷۶۱ ناروغان معرفي کړي چې له دې ډلې ۵۵۰ یې روغ شوي دي.

د ده په خبره، د هر ناروغ د درملنې لګښت تر دوه زره امریکايي ډالرو ډېر دی او دا مهال ۱۱ زره نور ماشومان چې زړونه یې سوري دي، نومونه یې له دوی سره د درملنې لپاره ثبت کړي دي.

تر دې وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په زړه سوري ناروغان هند، چین او پاکستان ته د درملنې لپاره استول.

د دې ادارې د مسوولانو په خبره، تېر کال په هند او چین کې د ۲۵۰۰ ماشومانو او په پاکستان کې د ۹ ماشومانو چې زړونه یې سوري و، درملنه شوې ده.

خو د زړه سوري ناروغي څه ده؟

د داخلې، زړه او تنفسي ناروغیو متخصص ډاکټر نبیل پاکتین وايي، د مور په رحم کې د نازېږېدلي ماشوم په زړه کې سوري د بېلابېلو میراثي، چاپېریال، تغذیې، بې‌وزلۍ او نورو لاملونو له امله رامنځته کېږي.

ډاکټر پاکتین وايي، کله چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومان د زېږون وروسته ډاکتر ته ونه ښودل شي، د وخت په تېرېدو سره د سینه بغل، وزن کموالي، عصبي ناروغيو او یو شمېر نورو روغتیايي ستونزو سره مخ کېږي.

XS
SM
MD
LG