د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو درملنه په چین کې کېږي


د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د چین د سره صلیب بنسټ، د زړه سوريو ماشومانو د درملنې په هدف یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

د سرې میاشتې د ټولنې مرستیال ډاکنر میرویس اکرم د سې شنبې په ورځ د یاد تفاهم‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې د چین د سره صلیب ټولنې له دوی سره ژمنه کړې چې د ۵۰۰ هغو ماشومانو درملنه به وکړي چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي.

نوموړي زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به ۲۱ دغه ماشومان چین هېواد ته واستول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن په لومړي ځل د چین د سره صلیب د بنسټ او د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې ترمنځ دا تفاهم‌لیک لاسلیک کېږي، په لومړي قدم کې به ۲۱ هغه ماشومان چین ته لېږو چې د زړه د سوري په ناورغۍ اخته دي."

تر دې وړاندي هندوستان او جرمني د یادې ناروغۍ لرونکو افغان ماشومانو د درملنې په برخه کې مرسته او همکاري کړې ده.

د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې د معلوماتو له مخې، دوی له ۲۰۰۸ کال له پیل راهیسې د ۶۰۰۰ هغو ماشومانو چې زړونه‌یې سوري وو په افغانستان کې دننه او بهر درملنه کړې ده.

د دوی په خبره، اوس‌مهال ۶۷۰۰ هغه ماشومان چې زړونه‌یې سوري دي او درملنه غواړي له دوی سره‌یې نومونه لیکلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایې، هغه ماشومان چې د زړه سوري یې عادي وي، د کابل په امیري او د فرانسې په طبي انسټټیوټ کې یې درملنه شونې ده.

په ورته وخت کې، د چین د سره صلب بنسټ وایي، یاد هېواد به د هغو ماشومانو سره چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي خپلو مرستوته دوام ورکړي.

د دغه بنسټ سکرتر جنرال سن شوپینګ په دې اړه داسې وویل:

"له دې سربېره د چین مرستندویه بنسټ غواړي، د بشري منابعو، د حقونو، څېړنې، ظرفیت جوړونې او تخنیکي برخو کې، خدمتونه تر سره کړي."

په ورته وخت کې، هغه کورنۍ چې ماشومان‌یې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي د چین هېواد له دې مرستې او همکارۍ خوښي څرګندوي وايي، د مرستې د دوی ماشومانو د ژوند د دوام لپاره هیله بخښونکي دي.

ډاکتران په دې باور دي چې د ماشومانو د زړه د سوري ناروغي د درملنې وړ ده او کورنۍ باید په دې اړه روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG