د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله ۳۰ سلنه په زړه سوري ناروغان مري


آرشیف
آرشیف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په هیواد کې د زړه د سورې شاوخوا ۳۰ فیصده ثبت شوي ناروغان د روغتیايي اسانتیاوو د کمبود له امله مري.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مسوولین وايي، د هېواد په کچه د زړه د سوري د ناروغو ماشومانو نوملړ شاوخوا ۵۰۰۰ ته رسېدلی خو د محدودو روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له امله، هرکال د دغو ناروغانو نه څه کم ۳۰ فیصده مړه کېږي.

د دغې ټولنې مسوولین وايي، د دې لپاره چې د دغو ماشومانو درملنه سربېره په هېواد کې دننه، په بهر کې هم پراخه او ګړندۍ شي، هڅې تیزې شوي چې داشان ناروغان د درملنې لپاره هندوستان ته ولېږدوي.

ددغې ټولنې د روغتیا رئیس سلیم بهره مند وویل، اوس هره ورځ له ۱۰ نه تر۱۵ پورې د زړه د سوري ناروغ ماشومان د دوې د کورنیو لخوا دوې ته د وړیا درملنې په خاطر مراجعه کوي.

ښاغلي بهره مند وویل: "درې څلور روغتونونه په افغانستان کې شته چې زموږ عادي کیسونه اخلي خو کوم چې له عادې اندازې نه پورته دي، اړیو چې د هند روغتون ته یې ولیږو، په ټوله کې تراوسه موږ په هېواد کې دننه او بهر د شاوخوا لس زره او شپږسوه ناروغانو درملنه کړې خو اندېښنه مو داده کله چې ددوې نوبت رارسېږي، ۳۰ فیصده د انتظار په حالت په کور کې مري."

د دې لپاره چې د دزړه د سوري د ناروغو ماشومانو درملنه په هندوستان کې نوره هم ګړندۍ او پراخه شي، د یکشنبې په ورځ د افغاني سرې میاشتې د ټولنې او کام ایر هوايي شرکت ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې به کام ایرهوايي شرکت، هند ته د زړه د سوري د ناروغو ماشومانو په لېږدولو کې یو لړ اسانتیاووې رامنځته کړي.

د دغه شرکت د سوداګرۍ د برخې مسوول سلیمان عمر وویل: "موږ به د زړه د سوري له ناروغانو سره هند ته د رسولو په برخه کې مرسته وکړو، دناروغ ټېکېټ به وړیا وي او څوک چې ورسره سفر کوي ټېکېټ به ۵۰ فیصده تخفیف ولري، د تړون موده درې کاله یعنې له ۲۰۲۰ نه تر۲۰۲۳ پورې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځ په لسګونو کورنۍ چې ماشومانو یې دزړه سوری لرل افغاني سرې میاشتې ټولنې ته راغلې وې.

د دوي له ډلې د پکتیکا اوسیدونکي جمیل شاه او د کابل د دشت اوسېدونکي محمد حسین وویل، د ماشومانو روغتیايي ستونزه یې ورځ په ورځ زیاتېږي او دوی حتی د کام ایر هوايي شرکت لخوا د تخفیف د ورکړې توان هم نه لري.

د افغاني سرې میاشتې مسوولینو وویل، د زړه د سوري د هر ناروغ پر درملنه ۲۵۰۰ ډالره لګیږي چې د هند حکومت او افغاني سره میاشتې پر غاړه دی.

د دې ټولنې روغتیايي متخصصینو وویل، د زړه د سوري علتونه د امیدوارۍ پرمهال د میندو لخوا د خپلسرو درملنو اود مخدرمواد و کارونه ده.

XS
SM
MD
LG