د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د "اباسین" د مور د زړه داغ لا نه‌و روغ چې د "مهسا" د مور زړه سوری شو


وژل شوی اباسین
وژل شوی اباسین

د کابل یو شمېر ښاریان په‌دې ښار کې د جنايي جرمونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د اباسین د مور د زړه داغ لا نه‌و روغ شوی چې په کابل ښار کې د شپږکلنې مهسا د مور زړه سوری شو.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په پنجصد فامیلي سیمه کې شپږ کلنه مهسا اختطاف شوه او یوه ورځ وروسته يې جسد وموندل شو.

دغې پېښې او په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدو په ټولنیزو رسنیو کې غوغا راپورته کړې او خلک يې اندېښمن کړي دي.

د کابل دوه تنه ښاریانو ډاکتر الف خان او محمد یعقوب ازادي راډيو ته وویل، دومره ویرېدلي چې ان نه غواړي خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي:

"دا په رښتیا هم ډېره د اندېښنې وړ ده، که دا پېښې همداسې دوام پیدا کړي، شاید خلک حتا خپل ماشومان له ښوونځیو را وګرځوي، ځکه وېره موجوده ده چې اولادونه يې سبا د اختطاف‌چیانو لاس ته ونه لوېږي او د هغه ماشومې چې دوه ورځې وړاندې په بې رحمۍ سره ووژل شوه په سرنوشت اخته نه‌شي نو دا زموږ لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

-موږ ټول ویرېږو، ځکه دا مسئله همداسې ویرونکې ده، دغه پېښو په ټولو منفې تأثیرات کړي دي."

کابل ښاریان وايي، اداري فساد، د غیر مسؤله وسله‌والو موجودیت، بې روزګاري او داسې نور هغه څه دي چې په هېواد کې د جنایي جرمونو د ډېرېدو لامل ګرځېدلي.

دوی له حکومته غواړي چې د جنایت کارانو پر وړاندې هر ډول اقدام باید له خلکو سره شریک کړای شي چې په‌دې برخه کې له لاسه تللی باور بېرته په لاس راوړل شي.

که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې د مهسا قاتلانو ته به سخته سزا ورکړي، خو خلک بیا غوښتنه کوي چې باید د دغه پېښې عاملین په ډاګیز ډول اعدام شي.

یو شمېر مدني فعالان وايي، یوازې د مهسا قضیه نه‌ده چې عام خلک یې غوسه کړي، بلکې انسان تښتونه په‌دې وروستیو کې په یو کاروبار بدله شوې ده او ګڼې وړې او لویې جنایتکارې ډلې په‌کې ښکېل دي.

مدني فعال راحت ګل زیارمل ازادي راډيو ته وویل، لویه ستونزه دا ده چې په تښتونه کې ښکېل جنایتکار له ځینو دولتي کړیو سره لاس لري.

نوموړی وايي:

"حتماً د دوی تر شاه د حکومتي امنیتي مسؤلینو نه نیولې، تر مافیا او نورو ډلو لاسونه شته، داسې ډېر اسناد شته کله چې دغه ډول اختطافونه ترسره شوي، تر شاه يې ځینې حکومتي لاسونه رابرسېره شوي، خو دا باید ووایم چې د حکومت په پالیسۍ کې دا نشته، خو د حکومت له امکاناتو او موټرو نه په‌دغه ډول پېښو کې خامخا ګټه اخېستل کېږي."

ښاغلي زیارمل له حکومته غواړي چې د خلکو د سرو مال د ساتنې په برخه کې دې خپل مسؤلیت پر ځای کړي.

نوموړې وايي، امنیتي او قضايي ادارې باید نور دا څرګنده کړې چې د انسان تښتونکو پر وړاندې په‌دې ادارو کې هېڅ ډول زغم وجود نه‌لري، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند دا نه تأییدوي چې سړي تښتونکي دې له حکومتي کړیو سره لاس ولري.

دی د انسان تښتونې پېښې جدي بولي خو ډاډ ورکوي چې د مخنیوي لپاره يې پولیس هلې ځلې کوي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د شپږ کلنې مهسا دوه تنه نیول شوي قاتلان به ډېر ژر به عدلیې او قضايي ارګانونو ته وپېژندل شي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد

نوموړی وايي:

"انشاءالله چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي په هدف پلانونه شته لکه څنګه چې د اوسنۍ پېښې عاملین په ۲۴ ساعتونو کې ونیول شول که بیا خدای ناخواسته دغه ډول پېښه رامنځته کېږي، نو پولیس خامخا خپل کار کوي او مجرمین چې په هره کچه وي نیسي او د قانون منګلولو ته يې سپاري."

ښاغلي مجاهد وویل، عدلي او قضايي ادارې باید هغو کسانو ته د سزا په ورکولو کې جدي و اوسي چې امنیتي ځواکونه یې د داسې جرمونو په تړاو نیسي او باید چې د قانون سره سمه سزا وویني.

نوموړی همدا شان په‌دې برخه کې له امنیتي ادارو سره د عامو افغانانو مرسته هم ډېره مهمه وبلله.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG