د امریکا ولسمشر جوبایډن به نن د خپل هېواد د سیاسي دود لهمخې په سپینه ماڼۍ کې د پخواني او راتلونکي ولسمشر ډونالډټرمپ کوربهتوب وکړي.
دا د ښه نیت هغه دود دی چې، په ۲۰۲۰ کال کې، ډونالډټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې و او د جوبایډن په وړاندې یې په ټاکنو کې ماته وخوړه، پر ځای نهکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاند کرین جین پېر د سهشنبې په ورځ ویلي چې: "بایډن پر اصولو، بنسټونو او د واک پر سولهییز لېږد باور لري."
د هغه په خبره، بایډن د همدغو حاکمو اصولو لهمخې ډونالډټرمپ ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړې ده، خو دا جزیات یې نهدي ورکړي چې د بحث وړ مسایل به کوم وي.
جو بایډن او ډونالډټرمپ له کلونو راهیسې یو پر بل کلکې نیوکې کړي او د هغوی ټیمونو له اقلیمي بدلونه نیولې، د سوداګرۍ او روسیې په ګډون موضوعاتو پورې بېلابېل دریځونه او تګلارې غوره کړې دي.
بایډن، ټرمپ د امریکا د ډیموکراسۍ لپاره یو ګواښ بللی، خو برعکس ټرمپ بیا بایډن ته د بېکفایته کس خطاب کړی دی.
ډونالډټرمپ به نن واشنګټن ته په سفر کې له جوبایډن سره تر ملاقات مخکې د جمهوري غوښتونکو له قانون جوړونکو او د استازو جرګې له مشر مایک جانسن سره هم وګوري.
د ډونالډټرمپ ټیم که څه هم د خپلې کابینې یوشمېر غړي مخکې له مخکې نومولي دي، خو د سپینې ماڼۍ په وینا، تراوسه هغه هوکړه نهده لاسلیک شوې چې د کابینې دغو راتلونکو غړو ته دې دولتي ادارې او تجهیزات وسپارل شي.
د ډونالډټرمپ ټیم ویلي، د دوی د انتقال استازي د واک د لېږد د قانون لهمخې د جوبایډن د دولت له استازو سره په تماس کې دي چې هغه اړینې هوکړې ترسره شي.
ټرمپ او بایډن به په ننني ملاقات کې د واک پر سولهییز انتقال او بهرنۍ پالیسۍ په ګډون په یوشمېر نورو مسلو خبرې وکړي.
په دې اړه نور: جوبايډن: ډونالډټرمپ ته به د واک لېږد منظم او سولهييز ويټاکل شوې بایډن به له ټرمپ څخه وغواړي چې، د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي، خو ټرمپ بیا د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، د اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسوي.
ټرمپ د امریکا د نومبر د پنځمې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شو او ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه لوړه وکړي او په رسمي ډول د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.