د وزلوبې شپږم ليګ سيالۍ؛ چاپ اندازان چمتووالی ورته نيسي

د وزلوبې يوه صحنه

وزلوبه چې په افغانستان کې له سنتي لوبو او کلتوري ورزشونو څخه ده، هر کال د هوا په سړېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر شمالي ولایتونو کې ترسره کېږي.

چاپ اندازان د وزلوبې شپږم لیګ سیالیو ته چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پیل شي، تیاری نیسي.

"وزلوبه د هر چا کار نه‌‌دی، دروند او د زور کار دی او یو چاپ انداز باید جدي چمتووالی ورته ولري."
محمد ابراهيم چاپ انداز

محمد ابراهیم چې د افغانستان د وزلوبې له لوبغاړو څخه دی او د دغو سیالیو د لوبڅارۍ جواز یې هم تر لاسه کړی دی، ازادي راډیو ته یې د دغه کلتوري ورزش د سختوالي په اړه وویل: "وزلوبه د هر چا کار نه‌‌دی، دروند او د زور کار دی او یو چاپ انداز باید جدي چمتووالی ورته ولري."

وزلوبه د افغانستان له کلتوري ورزشونو ګڼل کېږي.

په وزلوبه کې د دواړه ډلو چاپ‌ اندازان په‌داسې حال کې چې په اسونو سپاره وي او مخصوصې جامې یې پر تن وي د لوبې لپاره حلاله شوې وزه/وزګړی له ځمکې پورته کوي او د حلال دایرې ته یې رسوي.

د ټیم ملګري یې لار ورته خلاصوي خو مقابل سیالان یې مخه نیسي او هڅه کوي چې وزه ترې ونیسي.

کلونه-کلونه باید زیار وایستل شي تر څو یو کس بریالی چاپ انداز شي.

پهلوان امان چې د کندوز ولایت له مشهور چاپ اندازانو دی، ازادي راډیو سره یې خبرو کې یې وویل، ۱۲ کلن و چې دې لوبې ته یې مخ کړې ده.

دا لوبه د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې بنده وه، خو اوس یې اجازه ورکړې ده.

هغه وايي: "ما په ۱۲ کلنۍ کې اس سوارلۍ پیل کړې او په ۱۸ کلنۍ کې مې رسما وزلوبه پیل کړه، خپل ځواک مې وښود او د اتلولۍ درې کپه مې تر لاسه کړي."

"د افغانستان خلک د وزلوبې شوقیان دي او په ټول افغانستان کې د وزلوبې ډېر قوي لوبغاړي موږ درلودل
عبدالرازق

خو ویل کېږي چې په وزلوبه کې اتلولۍ یوازې د چاپ اندازانو په ښو ځلېدو پورې نه، بلکې د هغوی د اسونو ښه‌‌والي پورې هم اړه لري.

عبدالرازق د افغانستان په شمال کې د وزلوبې له پخوانیو لوبغاړو دی چې له مودو راهیسې د وزلوبې اسونه ساتي.

ده ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان خلک د وزلوبې شوقیان دي او په ټول افغانستان کې د وزلوبې ډېر قوي لوبغاړي موږ درلودل، د اسونو بیه له لس زره ډالر نیولې تر شپېتو زرو ډالرو ده، توروق، جرند، سمند او قزل اسونه شته چې هر یو یې چټک وي هغه ښه وي، خلک بیا توروق او سمند اسونه ډېر خوښوي."

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت او د ملي المپیک کمېټې د وزلوبې فدراسیون مشر غلام سرور جلال ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د وزلوبې د شپږم لیګ د راروانې قوس میاشتې په ۱۵مه جوړ شي.

نوموړي په ټول افغانستان کې د وزلوبې د ټیمونو د شمېر په اړه وویل: "تقریبا ۱۸۰ غیر رسمي د وزلوبې ټیمونه په ولایتونو او ولسوالیو کې لرو چې په اوونۍ کې یو یا دوه ځلې تمرینات کړي، او ۱۴ رسمي ټیمونه په ولایتونو کې لرو."

خو ویل کېږي چې په وزلوبه کې اتلولۍ یوازې د چاپ اندازانو په ښو ځلېدو پورې نه، بلکې د هغوی د اسونو ښه‌‌والي پورې هم اړه لري.

دا لوبه د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې بنده وه، خو اوس یې اجازه ورکړې ده.

وزلوبه د افغانستان په بلخ، کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، فاریاب، جوزجان، پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې ډېر مینه‌‌‌وال لري.

په‌‌دې وروستیو کلونو کې د وزلوبې ورزش د افغانستان په لوېدیځو او سویل لوېدیځو ولایتونو کې هم زیات شوی او په هرات، غور، کونړ او نورستان ولایتونو کې هم اوس د وزلوبې لوبډلې جوړې شوي دي.

د دغه کلتور ورزش د مینه‌‌‌والو په خبره د دې لوبې جذابیت د چاپ اندازانو سخته او له شوره ډکه مبارزه ده چې په ډله‌‌‌ییزه توګه د اتلولۍ لپاره هڅه کوي.

که څه هم دغه لوبه په افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو کې ځانګړی محبوبیت لري، خو لا هم په رسما ډول په اسیاسي او المپیکي سیالیو کې د قبول وړ یو ورزش په ټوګه نه‌‌‌دی منل شوی.